د حیدر د ژغورنې هڅې
874
Waheed Zaheer
2022-02-17 22:54:06
د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی.
په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې مراکش کې هم ورته پیښه شوې وه چې له بده مرغه د څلورو ورځو هڅو وروسته هلته ونه توانیدل چې ماشوم وژغوري.
حیدر زموږ د ټولو ورور دی، زما ورته زړه دلته دردیږي. خدای دې هغه وساتي.
زه د حیدر له پيښې او ځای ډیر نه یم خبر چې څاه ته به څنګه لویدلی وي، خو دا پیښه دې ټولو ته درس وي او هیله ده چې ژوند سره د مینې په خاطر هم د خپل ژوند لپاره ښه تدابیر ولرو.
۳۵ کاله مخکې د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه اتلس میاشتنۍ نجلۍ چې جسیکا نومېده د اته انچو څاه ته وغورځېده او اوه متره لاندې نښتې وه. د ژغورنې د عملیاتو لپاره هڅې وشوې. نجلۍ ۵۶ ساعته وروسته وژغورل شوه او تر اوسه د ژوند له غنیمته برخمنه ده. د جسیکا د ژغورنې کیسه ډیره مشهوره وه. کتابونه پرې ولیکل شو او یو فلم پرې هم جوړ شوی چې نوم یې Everybody's Baby: The Rescue of Jessica McClure ( د ټولو لور-د جسیکا د ژغورنې عملیات) دی.
دافلم تاسې پر یوټیوب لیدلی شی.
د حیدر مور و پلار ته حوصله غواړم او ټول هغه خلک چې د حیدر په ژغورنه کې هڅې کوي خدای دې د هغو قدر وکړي.
یو شاعر لیکلي:
دنصرت پرښتې ولیږه زابل ته
دیوسف په شان حیدر کوهې کې پروت دی
خدایه تاته مو لاسونه لپه کړي
دخوږې مورکۍ دلبر کوهي کی پروت دی