To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,258
د اینګین اکیورک پېژندنه

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري

د اینګین اکیورک پېژندنه

 

د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپرېدلې او ډېر مينه وال یې پیدا کړي وو. 

موږ په نننۍ لیکنه کې د اینګین اکیورک په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که غواړئ چې د اینګین له شخصي ژوند، سینمایي سفر او بریاوو څخه خبر شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ! 

د اینګین اکیورک زیږېدنه او کورنۍ 

 اینګین اکیورک په ۱۹۸۱ م کال د اکټوبر پر ۱۲ مه ڼېټه د ترکیې په انقره ښار کې زېږدلی دی.

 پلار یې د دولت کارکوونکی و او مور یې د کور ښځه وه یعنې کومه ځانګړې دنده یې نه درلودله.

یو ورور لري چې نوم یې ارن دی.

د اینګین ونه ۱۸۷ سانټي مېټره ده.

 شتمني یې تر یو میلیون ډالرو پورې اټکل شوې ده.

زده کړې!

اینګین په ۲۰۰۲ م کال کې د تاریخ له پوهنځي څخه د لسانس په کچه فارغ شوی دی.

هغه وروسته له فراغت څخه خیریه کارونو ته مخه کړه لکه، د ترکیې د زلزلې له زیانمنو کسانو سره بع یې مرسته کوله.

 اینګین له فراغت څخه دوه کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۴ م کې د ترکیې د ستورو د استعدادونو پیدا کولو په نوم په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او په پای کې اینګین د ترکیې د غوره نارینه اداکار جایزه وګټله.

 

 په سینما کې د اینګین بریاوې

اینګین اکیورک د ترکیې د سینمایي ستورو په خپرونه کې له ګډون څخه وروسته ډېر ژر د خلکو په منځ کې مشهور شو او د {بهرنی زوم} په ډرامه کې د کار کولو وړاندیز ورته وشو. یاده ډرامه د ۲۰۰۴ م ــ ۲۰۰۷ م کلونو ترمنځ جوړه شوه.

اینګین په ۲۰۰۶ م کې د برخلیک په نامه فلم کې د لومړي ځل لپاره کار وکړ او د همدې فلم په واسطه یې دوې نورې جایزې هم تر لاسته کړې.

اکیورک ته په ۲۰۰۸ م کال (که یوه ورېځ وای) ډرامه کې د لومړي ځل لپاره مرکزي رول ورکړل شو.

 وروسته بیا د فاطمه ګل ګناه څه ده؟ په ډرامه کې چې په افغانستان کې د فاطمه ګل په نامه خپرېدله هم  مرکزي رول ورکړل شو.

له هغې وروسته اینګین د کاراپاراـ اوښکې په ډرامه کې له توبا بیوک اوستون او ایکو کارایال سره یو ځای کار وکړ دغه ډرامه په ۱۴۸ هېوادونو کې د ډېر پلورل کېدونکو ترکي ډرامو په ډله کې وشمېرل شوه.

اینګین په یاده ډرامه کې له کار کولو وروسته د ۲۰۱۵ م کال کې د غوره اداکار جایزه وګټله.

اینګین اکیورک لا واده نه دی کړی او مجرد دی.

د اینګین تر ټولو نوې ډرامه د خلاصون ده چې په ۲۰۱۷ م کال کې خپره شوه او له فخریې اوجن سره یې پکې رول لوبولی دی.

اینګین اکیورک په ۲۰۱۶ م کال کې د  نړۍ د ښه ذوق لرونکي نارینه جایزه هم تر لاسه کړه.

Related Articles

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې در په ګوته کړو.  ۱. سم ولولئ! که تاسو ډېره مطالعه کوئ، خو د مطالعې په څرنګوالي غور نه کوئ، دا په دې...

جبل الرماة غر

معالم المدينة النبوية) جبل الرماة!جبل الرماة چې جبل عينين هم نوميږي داکوچنی غر، داحد په لمن کې د مسجد نبوي شمال ته درې کيلو متره لرې واقع ده دا هغه غر ده چې نبي صلی الله علیه وسلم  داحد دغزا پرمهال پر دغه غره دعبدالله بن جبیر په مشرۍ(۵۰) جنګیالي کمارلي ؤ تر څو شا لخوا پرې دښمن  حمله ونه کړي خو دوۍ فکر وکړ چې جنګ خلاص شو خپل سنګر ېې پريښود چې همدغه...

د ساختمانی غړو براورد عملی مثالونه

#براورد (Estimation )براورد د يو پروژې د موادو او قیمت تخمینی ټاکل ته وايي او همدارنګه هر ساختمان د براورد بیلابیلې طریقې لري،چې دلته زه د تعمیر د براورد طریقه ذکر کوم.د تعمیر د براورد لپاره دري مختلف میتودونه دی 1️⃣👉: Center line method2️⃣👉Long and short wall3️⃣👉Cross section  اوس موږ او تاسی د سنتر لاین میتود په مرسته د تعمیر براوردEstimatio...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...