To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې در په ګوته کړو.

 ۱. سم ولولئ!
 که تاسو ډېره مطالعه کوئ، خو د مطالعې په څرنګوالي غور نه کوئ، دا په دې معنا ده چې تاسو خپل ارزښتناک وخت ضايع کوئ. کوښښ وکړئ سمه مطالعه وکړئ. د ښې مطالعې ګټه دا ده، چې تاسو په ډېروالي پسې نه ځئ بلکې د سمې مطالعې فکر درسره وي او کوښښ کوئ، چې ځان پوه کړئ. 
 ځينې خلک د مطالعې د وخت د غزولو په فکر کې وي، خو دې ته پام نه کوي، چې څنګه مطالعه وکړي؟ څه یې زده کړل که نه؟ 
 تاسو کوښښ مه کوئ، چې ډېره مطالعه وکړئ! بلکې هڅه وکړئ چې سمه مطالعه وکړئ. په دې معنا چې د کلماتو پر ځای په مفاهمو ځان وپوهوئ، تر څو هر چېرته وکولای شئ مفاهم په خپلو الفاظو وړاندې کړای شئ.

 ۲. د کلمو معنا
 د هغو کلمو په معنا کې ډېر دقت وکړئ، چې په لومړي ځل ورسره مخ کېږئ. که په معنا یې پوه نه شوئ، ويي پانګې (ډیکشنرۍ) ته مراجعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو د کلمې سمې معنا ته په ذهن کې ځای ورکړ او یاده معنا او مفهوم به مو هېڅکله له یاده و نه وځي.

 ۳. د مطالعې ځای
 ځينې خلک په شور کې ښه مطالعه کوي او ځينې نور بیا په خاموشۍ کې له مطالعې خوند اخلي. تاسو په دې اړه هېڅ تشویش مه کوئ او نه هم د چا فرمایش ومنئ. یوازې خپل طبیعت ته په کتو پرېکړه وکړئ او مناسب ځای وټاکئ.

 ۴. مطالعه په کوم حالت کې؟
 ځينې خلک پراته وي او مطالعه کوي، ځينې نورو بیا بالښت ته ډډه وهلې وي، خو څېړونکي وايي ښه مطالعه په ناسته کېدای شي. داسې حالت کې چې تاسو کوم ځای او څيز ته ډډه نه وي وهلي. خو که بیا هم ډډه لګوئ کوښښ وکړئ کلکو ځایونو او څیزونو ته تکیه شئ. د مطالعې چوکۍ تاسو لپاره بهترین انتخاب کېدای شي.

 ۵. د مطالعې وخت
 د مطالعې لپاره بهترین وختونه سهار او مازیګر وي. په دې وخت کې ماغزه له نورو وختونو څخه ډېر فعال او اماده وي. کوښښ وکړئ په سهار او مازیګر کې مطالعې ته وخت بېل کړئ.

 ۶. ذوق
 هڅه وکړئ د خپلې خوښې کتابونه ولولئ. که تاسو دا کار وکړ نو له مطالعې به ډېر خوند اخلئ مګر برعکس که نور کتابونه ولولئ چې ستاسو نه خوښېږي نو دا کار مو ورو ـ ورو له مطالعې لرې کوي. 

 ۷. دومداره مطالعه
 که غواړئ له مطالعې خوند واخلئ نو دوامداره مطالعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو به تل له کتاب سره مینه ولرئ. همدارنګه که تاسو غواړئ له مطالعې سر ځان عادت کړئ نو هڅه وکړئ هره ورځ په کافي اندازه مطالعه وکړئ. وروـ ورو به مو مطالعه عادت وګرځي. 

Related Articles

د خپل ځان په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په ژوند کې د پرمختګ او بریا لپاره تفکر، تمرکز او دقیق اوسېدل ډېر اړین وي؛ خو اکثره انسانان دا خویونه نه لري. له همدې کبله د برياليو کسانو شمېر کم دی او ډېر لږ خلک ښه راتلونکی جوړوي. پدې برخه کې یوه اساسي ستونزه دا ده، چې انسانان عادتي کارونه کوي او د ډېريو مسایلو په اړه بې غوره وي او یا هم مهم مسایل سطحي بولي. په هر حال؛ دا ب...

په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی بیرغ په نړېواله کچه د یو هېواد د نښې او سیمبول په توګه کارول کېږي. همدارنګه ټول هېوادونه په کور دننه ځانګړې سیاسي ډلې لري، چې هغوی ځانته نور بیرغونه هم لرلای شي؛ خو په ټوله کې هر هېواد یوازې یو ملي بیرغ لري، چې پخپلو دفترونو، کنفرانسونو، غونډو او نورو مهمو ځايونو کې ترې استفاده کوي. تاسو به په دې لیکنه کې د بیرغ د کارونې ځايونه...

په اميدوارۍ پورې اړوند شکر ناروغي

لیکنه ـ نګین کرګر د امیدوارۍ پر مهال په میندو کې د هورمونو جریان (سایکل) بدلون مومي. په وینه کې زیات ګُلوکوز د انسولینو په تولید باندې اغیز  کوي  اوپه وینه کې ګلوکوز زیاتېږي. البته باید بیا هم یادونه وکړم، چې دا ډول شکر له زیږون څخه وروسته له منځه ځي. پوهيدا يا تشخیص په اميدوارۍ پورې اړوند شکر، د شکر هغه ډول دی، چې په امیدوارو (حامله) مېرمنو با...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....