سقراط  د نړۍ لومړنی فیلسوف ګڼل کېده، کتاب یې نه دی لیکلی، ځکه په لیکلو نه پوهېده. سقراط ډېر بدرنګه وو او شاګرد يې له داسې مجسمې څخه بېلګه وړاندې کړه.

 که څه هم ظاهري مسخره وه، مګر دننه بیا يوه عجيبه او بی مثاله انسان وو.

وتی د سقراط مور یوه قابله وه او پلار یې مجسمه جوړوونکی و، سقراط هیڅکله د پیسو ګټلو کې جدي نه و، ځکه به یی ورسره میرمن تل جګړه کوله. خو سقراط يي قیصه کي هم نه وو...کاټو، د سقراط یو شاګرد چې د یوې هوسا کورنۍ څخه دی، لیکي: یوه ورځ چې د سقراط کور ته ورغلم ومې لیدل چې سقراط د کور په دروازه کې ناست دی او میرمن یې ورته بد رد وایي، د سقراط په شونډو مسکا راغله کله چې میرمن یې ولیدل چې سقراط هیڅ ځواب نه ورکوي نو په غوسه یې کوټي ته لاړه. کوټي ته لاړه او د اوبو ډک لوښې یې راوړپه سقراط باندې یی اوبه توی کړي. سقراط وخندل او راته یې وویل:

  کاتو زه پوهیدم چې ورېځې تندریږي او باران به کیږي ...

افلاطون د سقراط بل شاګرد.

افلاطون خپل استاد سقراط ته راغی او ورته یې وویل:

ستا نوکر په بازار کې ولاړ و، ستا په اړه یې بدی خبرې کولې...»

 

سقراط وخندل او ویې پوښتل:

 "هغه څه ویل ...؟"

 افلاطون په احساساتي ژبه ځواب ورکړ:

"هغه ستا په اړه وایل _ _ _"

 سقراط ورته اشاره وکړه چې چپ شه او ویې ویل:

  دريو پوښتني مخکي له دي چي ته هر څه ووايي.

 تحلیل یې کړئ او بیا پریکړه وکړئ که تاسو ما ته وايي او که نه ... "

 افلاطون وپوښتل:

" استاد، درې پوښتنې څه دی...؟"

 

سقراط وویل:

  "ایا تاسو ډاډه یاست هغه څه چې ما ته یې ویل سل په سلو کې ریښتیا دي ...؟"

افلاطون په انکار سر وښوراوه، سقراط وخندل او ویې ویل:

  نو دا به څه ښه وي چې تاسو ماته دا ووایاست ...

 افلاطون په خاموشۍ د سقراط مخ ته وکتل، سقراط وویل:

  "دا لومړۍ پوښتنه وه. اوس موږ دویمې پوښتنې ته راځو.  هغه څه چې تاسو ما ته وایئ ښه خبره ده ...؟

افلاطون په انکار سر وښوراوه:

"نه، دا یو بده خبره ده."

سقراط وخندل او ویې ویل:

"ایا تاسو فکر کوئ چې تاسو باید خپل ښوونکي ته یو څه بد ووایاست ...؟"

افلاطون په انکار سر وخوځاوه. سقراط وویل:

لکه څنګه چې دا دویم معیار هم پوره نشو!

افلاطون چوپ پاتي شو.

خو سقراط د لږ ځنډ وروسته دریمه پوښتنه کوي.

وايي:

هغه څه چې ته يی ماته وايي زما په ګټه دي؟

افلاطون په انکار سر وښوراوه او ویې ویل:

نه استاد، دا ستاسو لپاره هیڅ ګټور ندي.

 سقراط وخندل او ویې ویل:

چي دا خبره زما لپاره ګټوره نده نو د اوريدلو او ويلو يي څه ضرورت...

افلاطون چوپ شو او ښي طرف ته يي کتل، د سقراط صبر د حيرانتيا وړ وو، سقراط يواځيني شخص وو چي په واورو کي به پخيبله ښپی ګرځیده، او په ځواني کې د جنګ د بهادري انعام هم اخیستی وو.

سقراط خپل ډېر وخت د اتن په باغونو او بوتانو او نورو نارواه معبودانو په منځ کي له خپلو شاګردانو سره په خبرو تېراوه.

دوه نیم زره کاله پخوا، عجیب فیلسوف یوازې د فلسفې څرګندونه نه وه کړې، هغه یو کتاب یا حتی د څلورو مخونو یوه لنډه مقاله هم نه ده پریښې. هغه څه ونه لیکل. هغه خپله کومه فلسفه نه درلوده، د دې پر ځای چې خلکو ته یو څه ووایي، له هغوی څخه یې زیاتې پوښتنې کولې، د ده فلسفه د ده پوښتنې وي . چا ورته وویل:

د ډیلفي په معبد کې یو غږ اوریدل شوی.

دا چې سقراط په إتن کې ترټولو هوښیار سړی دی ... "

 سقراط وخندل او ځواب یې ورکړ:

  "زه هوښیار یم ځکه چې زه د ناپوهۍ احساس لرم ..."

 یو سهار چې سقراط بازار ته راغی نو ویې لیدل چې د ده پر ضد لاندې پریکړه لیک لیکل شوی دی:

"سقراط جرم کړی دی، لومړی جرم یې دا دی چې د هغه معبودانو عبادت یې نه دی کړی چې دا ښار یې عبادت کوي، بلکې د خپل ځان لپاره یې نوی خدای راوړی دی، دا یې دویم جرم دی، چې ځوانان خرابوي، نو سزا یې دا ده. مرګ..."

د دې تور تر شا لوی انګیزه د انیټس په نوم یو چرم پلورونکی و. هغه له سقراط سره شخصي کرکه درلوده. خبره دا ده چې سقراط د هغه زوی ته مشوره ورکړه چې د څرمن کار پریږدي او فلسفه تعقیب کړي. انیټس فکر کولو چي د زوي د ګمراه کولو کوشش کيږی.

له همدې امله، سزا باید له مرګ څخه کمه نه وي. په دې توګه چرم او پوهه یو له بل سره مخ شول. فتحه چرم ته لاړه. سقراط ونیول شو او محاکمه شو. سقراط که غوښتلای نو د مرګ له سزا به تښتېدلی وای. دلیل دا دی چې د اتن په قانون کې داسې حکم شتون لري.

يعنې هر هغه څوک چې د مرګ په سزا محکوم شي کولای شي جلاوطني د بديل سزا په توګه غوره کړي. دا داسې وه چې په اعدام محکوم شوي کس ته دا اختیار هم و چې خپل دولت پریږدي او په دې توګه د مرګ له سزا څخه وتښتي. سقراط کولی شول چې داسی وکړی، مګر هغه تیښتې ته چمتو نه و.

د هغه وخت راغلی و او هغه د تګ لپاره چمتو و. کله چې د سقراط د ژوند وروستۍ ورځ راغله، د هغه ډېر شاګردان د هغه لیدو ته راغلل.

شاګردان د سقراط په شاوخوا کې راټول شوي وو، سقراط له دوی څخه یو ځان ته رابلي. د هغې ویښتان هم لمس کوي.

او په ورته وخت کې د ژوند، مرګ او د روح د ابدیت په اړه خپل فکر څرګندوي. دی وايي:

مرګ ابدي خوب دی، دا د نفس د بخښنې خوږ ابدي حالت دی، چې په کې نه ظلم، ظلم او بې عدالتي، نه مایوسي او نه درد شته.

یا دا هغه دروازه ده چې له ځمکې څخه جنت ته ننوځو، دا د بنده ګانو گردش دی چې موږ نېغ په نېغه د خدای کور ته رسوي او د هغه ځای ملګرو هیڅوک د هغه د فکرونو له امله نه دي په دار کړي، نو وخانده او افسوس مه کوه. کله چې ته زما قبر ته راښکته شې نو پوه شه چې ته یوازې زما جسد ښخوې، نه زما روح..."

کله چې په اعدام محکوم شو، نو د هغه یو شاګرد د زندان په کوټه کې د هغه لیدو ته راغی او ویې ویل: افسوس زموږ ښوونکی په بې ګناه وژل کیږي

 سقراط په خندا خندا وویل: نو ته غواړې چې زه له ګناه وروسته مړ شم؟

 له مرګ نه څو شېبې وړاندې د سقراط یوه شاګرد ترې وپوښتل:

"چيرته به ښخ شي...؟"

 سقراط ځواب ورکړ:

  "آيا زه کولی شم چې ستا لاسونه په لاس کې واخلم، هر چیرې چې ته غواړئ همغلته مي ښخ کړه ..."

 سقراط وخندل ........

هغه د ژړيدونکي شاګردانو په مخ کې د زهرو یوه پیاله وڅښله. دا پیښه په 399 BC کې په اتن کې واقع شوه.

--

ژباړه: خالد همت