د عطرو په څېر شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 16, 2022
3 years ago
1,898 views
د عطرو په څېر شئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی

عطرو ته یې وویل: "ته یو عیب لرې. له هر چا سره چې کېنې خپل ښه بوی ورته ورکوې."

ځواب یې ورکړ: "زه دې ته نه ګورم، چې له چا سره یم؛ بلکې دې ته ګورم چې زه څوک یم." 

درسونه

• ومنئ، چې تاسو یوازې د خپلو کړنو مسول یئ. دلته او په بله دنیا کې له تاسو څخه فقط او فقط د خپلو کړنو پوښتنه کېږي.

• دې ته مه ګورئ چې مقابل لوری بېرته له تاسو سره د همکارۍ او مرستې وسه لري که نه. ښه یوازې ددې لپاره وکړئ چې خپل وجدان آرام کړئ او له نېکۍ خوند واخلئ.

• ددې لپاره هېڅکله له چاسره نېکي مه پرېږدئ چې نوموړی بد انسان دی. شاید ستاسو نېکي، مرسته او همکاري پر هغه تاثیر وکړي او يو ښه انسان ترې جوړ شي.

• ستاسو ښه اخلاق، نېکي او ښه خوی کولای شي پر نورو اغېز وکړي او ډېری خلک ستاسو پر پل قدم کېږي.  

• لکه څنګه چې باران پر ګل او اغزو یو ډول ورېږي، همداسې تاسو هم پر انسانانو، حېواناتو او نورو موجوداتو مهربانه اوسئ. ستاسو مهرباني د یو بېوسه او بې کسه انسان پر شونډو مسکا را وستلای شي.

• د عطرو په څېر اوسئ. ښه او خوندور. تر څو له ډېر لرې ځایه مو هم خلک مینه، انسانیت، نېکي او اخلاق حس کړي. همدا د ښه خلکو ځانګړنه ده.

Related Articles

May 31, 2022
2,219 views

یوه جمله!!!

حکایت دی، چې یوې جوړې ته خدای له واده یوولس کاله وروسته زوی ورکړ. د دوی په کور کې چی بل کوچینی نه و، هلک بېخي ډېر نازېده. یو سهار چې د هلک پلار کار ته روان و، د دوا یو بوتل يې پرانیستی ولید. دا چې په ده ناوخته وه، نو په مېرمن يې اواز وکړ چې سر يې بند...

Nov 03, 2021
2,693 views

لرغوني ځایونه؛ منار جام

  لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ منار جام   زموږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ګڼ شمېره لرغوني او طبیعي ځایونه لري.  افغانستان څلور دېرش ولایتونه لري هر ولایت یې بېلابېلې لرغونې سیمې لري. د افغانستان له مشهور ځایونو څخه یو...

Aug 07, 2022
1,784 views

ښځینه غوره دي که نارینه؟

ښځینه غوره دي که نارینه؟ ښځینه او نارینه نه یوازې په بیولوژیکي لحاظ، بلکې په رواني لحاظ هم متفاوت خلق شوي دي. د تاسې په فکر، خدای له دې دواړو څخه کوم جنس غوره پیدا کړی دی؟ د دوی ترمنځ توپیرونه په دې لیکنه کې ولولئ او پرېکړه وکړئ. د ښځینه و او ناری...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,431 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,075 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,825 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...