To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه اصطلاحات چې په عدلي طب کې کارول کېږي

هغه اصطلاحات چې په عدلي طب کې کارول کېږي

 لیکنه ـ وړانګه اکبر

Abrasion: پوستکي ته په سطحي ډول زیان رسېدل د abrasion په نوم یادېږي چې په اصل کې د ټپ یو ډول دی.کله چې د پوستکي سطحي برخه د کوم ځيږ څيز سره په تماس کې راشي،ګرېدلی ښکاري چې همدا ګرېدنه د abrasion په نوم یادېږي او شونې ده چې بېلابېلې درجې او اندازې ولري.

Adolescence: د عمر دلېږد هغه فزیکي او اروایي پړاو دی چې له بلوغ څخه پیلېږي او د جنسي غریزې تر پوخوالي پورې ادامه پیدا کوي.

Adult: د قانون له مخې که یو کس په داسې یو عمر کې وي چې د خپلواکۍ حس او په ځان د تکیې وړتیا ولري نو adult ورته ویل کېږي.له ټولنیز پلوه هغه شخص ته ویل کېږي چې د جنسي غریزې له مخې د پوخوالي مرحلې ته رسېدلی وي. چې ممکن ۱۸ او یا له دې پورته عمر ولري.

Advocate: هغه کس ته ویل کېږي چې خپل ځان یو بل کس سره ددې لپاره په یو ردیف کې ږدي تر څو د هغه کس د احساساتو ملاتړ وکړي،یا داسې کس چې د خدماتو د څېړنې لپاره ورته مراجعه کېږي، یا هم قانوني مرستندوی او په محکمه کې موجود کس چې مدافع وکیل م ورته ویل کېږي.

Alleged: د یو څه له کره کېدو مخکې د ادعا ترسره کولو ته ویل کېږي.د یو څه د ثابتولو دعوې ته هم ویل کېږي.

Amenorrhea:د میاشتیني عادت نه شتون د amenorrhea په نوم یادېږي.

Accelerant: یواور اخیستونکی توکی دی،دغه توکی اور تولیدوي او یا یې د خپرېدو چټکتیا زیاتوي،ډېری يې د مایع په ډول وي لکه تېل.

AFIS: د Automatic fingerprint identification system لنډيز دی،په خپل سر د ګوتې د نښې د پېژندلو سیسټم معنا ورکوي.

Algor mortis: د مړینې څخه وروسته د بدن سوړوالي ته کارول کېږي.

Amylase: یو انزایم دی چې په لاړو او د پانقراس دغدې په افرازاتو کې موندل کېږي.

Anagen stage: د ویښتو د ودې یو پړاو دی.

Ante mortem: مخکې له مړینې.  

Acid phosphatase: یو انزایم دی د بدن په ډېری انساجو کې شته خو په semen یا مني کې د ۵۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰ ځلې ډېر دی نسبت د بدن نورو انساجو ته. په عدلي او قانوني ډول هغه وخت چې د مني په لټه کې اوسو لکه:په جامو یا په کومه بله برخه منی موجود وي خو نه ښکاري ددې لپاره چې وی وینو نو د نوموړي انزایم څخه کار اخلو.

Acroposthitis: د prepuce التهابي کېدو ته ویل کېږي. Prepuce هغه پوستکی دی چې د نرد تناسلي آلې سر یې پوښلی دی. Prepuce ته په انګریزۍ کې foreskin هم ویل کېږي.

Acquittal: د محکمې هغه حکم چې په هغه کې یو تورن کس مجرم او ګناه کار ونه ګڼل شي د acquittal په نوم یادېږي.

Adnexa: د رحم،د هګیو د تولیدولو کڅوړه چې تخمدان هم ورته ویل کېږي،fallopian tube او یو شمېر لګامنټونو مجموعې ته ویل کېږي.fallopian tube هغه تونل ته ورته جوړښت دی چې په واسطه یې هګې د هګۍ له کڅوړې څخه ځېلانځ ته لېږدول کېږي چې دا ټیوب په خپله دنننۍ سطحه یو شمېر سیلیاوې لري تر څو هګۍ ځيلانځ ته ورسوي.

Biological evidence: دې ته بیولوژيکي مدرکونه او شواهد هم ویل کېږي دغه شواهد عبارت دي له: وینه ، منی ، لاړې ، تشې میتیازې ، ډکې میتیازې ، ګرځون (استفراغ) ، انساج ، د پوستکي انساج ، د بدن تجزیه شوي معایات ، اوښکه ، مخاط ، چرک یا ریم ، او خوله (عرق) یا sweat.

Biometrics: د فزیکي بڼو او ځانګړنو کارولو ته ویل کېږي. دغه فزیکي بڼې او ځانګړنې عبارت دي له: مخ ، د ګوتو نښان ، د لاس په واسطه لیکل، د سترګې د ګاټي جوړښت. دا ټولې یادې شوې ځانګړتیاوې او فریکي بڼې په هر یو انسان کې په بشپړ ډول توپیر لري .

Back spatter: وینه د قوې په وړاندې بیرته لېږدول کېږي او د تویېدو لامل کېږي.دا حالت ډېری هغه وخت رامنځته کېږي چې مرمۍ د بدن یوې برخې ته دننه شي او وینه د همدې مرمۍ د قوې په وړاندې وپاشل شي.  

Bite marks: یا د چیچلو نښان چې ډېری د یو ژوبل شوي کس د بدن د بېلابېلو برخو په پوستکي باندې لیدل کېږي. دا نښانونه داسې وي لکه د آس نعل چې د یو قرباني شوي شخص په بدن د ټپ په ډول لیدل کېږي.

Bloodstain: د وینې داغ یا رټې ته ویل کېږي داسې چې مایع وینه په کومه سطحه ولګېږي او له هغې سطحې څخه لېږد پیدا کړي او داغ پرېږدي.

Blow flies: یو ډول مچان دي او ظاهرا د فلز څخه جوړ شوي ښکاري او په طبیعي توګه د یو ژوندي ژوي له مړینې وروسته دا مچان د همدې مړي په بدن راټولېږي.

Castoff pattern: د وینې د تویېدو یو ډول بېلګه ده. د وینې یو داغ چې د وینې د سرچینې څخه د وینې د حرکت په وخت کې رامنځته کېږي.

Circumstantial evidence: یا په پېښو او حالاتو پورې اړوند شواهد او مدرکونه هم ورته ویل کېږي. دهغو حقایقو له ټولي څخه عبارت دی، کله چې ټول یو ځای په نظر کې ونیول شي شونې ده چې د یو داسې څه په تفریق کې ورڅخه کار واخلو چې پخوا په ښه ډول نه وو پېژندل شوی.دا یو داسې نظریه ده چې لږ تر لږه د شته تایید شویو شواهدو څخه پلوي کوي.

Clot: پرنډ وینه ده. په اصل کې د جیلاټین یوه کتله ده چې د یو پیچلي میکانېزم په واسطه رامنځته کېږي. په دې میکانېزم کې د وینې سرې حجرې،فایبرینوجن، د وینې دمویه صفحې، او نور د پرنډ کولو کړوني(عامل) پکې شامل دي.

Computer crime: کمپیوټري جرم ته ویل کېږي.کله چې کمپیوټر د منع شوي یا غیر قانوني کارونو د ترسره کولو لپاره د یوې آلې په ډول وکارول شي د کمپیوټري جرم په نوم یادېږي. لکه د یو غل په پېژندنه کې تېروتنه چې دا تېروتنه د کمپیوټر په واسطه وشي.

Crime scene: د جرم صحنې ته ویل کېږي.داچې جرم په کوم ځای کې رامنځته شوی. د یو جرم لپاره شونې ده چې بېلابېلې جرمي صحنې شتون ولري.

Criminalitics : په جنایي تحقیقاتو کې د فزیکي علومو له کارولو څخه عبارت دی.

Cyanoacrylate: یوه کړنلاره ده په کوم کې چې د ګوتو یا پښو یا د بدن د بلې برخې پټ نښانونه ښکاره کېږي. په دې کړنلاره کې super glue چې یو ډول سریښ دي او د cyanoacrylate په نوم هم یادېږي د یو ډول سپرې په ډول کارول کېږي.

Direct evidence: هغه شواهدو ته ویل کېږي چې حقیقت ثابتوي او رامنځته کوي ، دبېلګې په ډول د عیني شاهد شاهدي چې تورن وژونکي ډزې کړي دي.

Directionality: دې ته سمتیت وایي. دا د وینې د حرکت لوری د وینې یوې سطحې سره د لګېدو په وخت کې ښکاره کوي.او د وینې د رټې په بڼه ښکاري.

Drip pattern: د وینې د رټې یا لکې یوه بېلګه ده،کله چې د وینې په یو څاڅکي د بلې مایع یا وینې کوم څاڅکی وغورځي نو drip pattern ورته ویل کېږي.

Druggist fold: لوښي ته ورته جوړښت دی.معمولا له کاغذ څخه جوړېږي او د لومړنیو شواهدو د ساتنې په موخه ورڅخه کار اخیستل کېږي.

Equivocal death: دې ته مشکوکه یا مبهمه مړینه هم ویل کېږي. دا اصطلاح هغه وخت کاروو کله چې د څېړنې سره سره بیا هم د مړینې ډول معلوم نشي چې مړینه قتل وو،ځان وژنه وه او که ناڅاپه رامنځته شوې وه.

Exsanguination:دې ته د مړینې تر حده وینه بهېدنه هم ویل کېږي. د وینې له لاسه ورکول تر دې حده چې کس خپل ژوند له لاسه ورکړي د exsanguinations په نوم یادېږي.ددې لپاره چې یو کس د مړینې حد ته ورسېږي اړینه نده چې خپله ټوله وینه له لاسه ورکړي.

Related Articles

سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږدو چې د اوبو د جذب قابليت و نه لري او نمونې ته تازه کانکرېټ په دريو طبقو کې اچوو چې هره طبقه د 16mm ښ...

کوم خواړه مو حافظه پياوړې کوي؟

آيا پوهېدئ، چې خواړه زموږ پر حافظې اغېز کوي؟ کله چې د غذايي رژيم بحث کوو، زموږ فکر یوازې د خپل بدن ظاهري شکل او اندامونو ته وي. په داسې حال کې چې روغتيايي څېړونکي تر هر څه ډېر دې ټکي ته پام کوی، چې د خوړو تأثير پر حافظې څه دی؟ کوم خواړه باید وخوړل شي؟ غذايي مواد، آنتي اکسیدانونه، ګټور غوړ، ويټامينومه او معدني مواد په بدن کې انرژي توليدوي او موږ پر...

پاکستان په ناوړه اقتصادي برخلیک کې

لیکوال: د اقتصادي چارو شنونکی استاد لعل ځاځی پدې لیکنه کې مو د پاکستان په اوسنی اقتصادي ناورین او وضعیت بشپړ بحث کړی او د دې ترڅنګ مو لاملونه هم یاد کړي هیله ده چې ترپایه یې ولولی!   د سیمې په کچه که ووایم ترټولو ځپلی اقتصادی هیواد به کوم وي; نو له شک پرته پاکستان به وي. اوس غواړم درته منطقي دلایل وړاندې کړم.   د پاکستان هیواد بهرنی پور تر 125...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...