To start downloading books

Please sign in or create an account.

اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموينه

اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموينه

ژباړنه ـ وړانـــــګه اکبر  

اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموینه چې د Necropsy په نوم هم یادېږي یو جراحي بهیر دی.په دې بهیر کې مړی څېړل کېږي چې د مړینې لامل، ډول، او دا چې مړینه په کومه لاره رامنځته شوې ده.په دې بهیر کې دا هم معلومېږي چې آیا مړینه خو به د کومې ناروغۍ له امله نه وي رامنځته شوې؟ یا دا مړینه خو به په بدن باندې د ټپ یا د وهل کېدو څخه وروسته نه وي رامنځته شوي؟

Autopsy ډېری وخت د یو متخصص رنځپو له خوا چې pathologist هم ورته وایي ترسره کېږي.په ډېری پېښو کې هغه کسان چې د ناڅاپي مړینو د موندلو لپاره ګمارل شوي دي کولای شي چې د مرګ پوره لامل یا د هغې یوه کوچنۍ برخه وروسته د مړه نسج له څېړلو څخه ومومي.

موخې:اوټوپسي یا د مړه نسج څېړنه د طبي او قانوني موخو لپاره ترسره کېږي.چې لاندې موخې ذکر کوو: ۱:ددې پرېکړه کول چې آیا مړینه په طبیعي ډول رامنځته شوې که په غیر طبیعي ډول. ۲:ددې معلومول چې په مړي باندې د ټپ سرچینه چېرته ده او په کومه کچه ده؟ ۳:د مړینې ډول چې دا هم دپرېکړې په کولو کې اړینه ده چې آیا دا مړینه د چا په واسطه رامنځته شوې ده او یا که کومه طبیعي پېښه ده؟ ۴:د مړینې څخه وروسته څومره وخت تېر شوی یا په مړي باندې څومره موده تېره شوې ده؟ ۵:د وژل شوي کس پېژندل. ۶:د اړونده غړو ساتل. ۷:که چېرې مړ شوی کس نوی زېږېدلی ماشوم وي نو ژوندی زېږون(ماشوم ژوندی زېږېدلی که مړ) او د ژوندي پاتې کېدو وخت یې باید معلوم شي. د بېلګې په ډول د عدلي اوټوپسۍ عملیه هغه وخت ترسره کېږي کله چې د مړینې لامل په یو جنایت پورې اړه ولري،په داسې حال کې چې کلینیکي او اکاډمیکه اوټوپسي ددې لپاره ترسره کېږي چې د مړینې هغه لامل چې په طب او کلینیک پورې اړه ولري خو نا معلوم وي پیداکړي.

د اوټوپسي اصطلاح له لرغونې یوناني کلمې autopsia څخه اخیستل شوې چې پخپله د یو څه لیدلو ته ویل کېږي دلته autos د پخپله او opsis د لیدلو په معنا ده.د autopsy کلیمه د اولسمې پېړۍ څخه راپه دېخوا کارول کېږي. دا کلیمه د مړو انسانانو د بدن دننه ازموینې ته اشاره کوي تر څو په دې سره دناروغیو لاملونه کشف کړي. post mortem : post mortem یوه لاتینه اصطلاح ده post د وروسته او mortem د مړینې په معنا ده. دا اصطلاح دلومړي ځل لپاره په ۱۸۵۰ م کال کې رامنځته شوه. د autopsy عمده موخه داده چې د مړینې د لامل،دمړینې د ډول،دمړینې د رامنځته کېدو لاره،د هغه یا هغې د روغتیا حالت مخکې له مړینې څخه ارزول او ددې معلومول چې ایا مخکې له مړینې څخه طبي درملنه اوتشخیص مناسبه وه که نه؟ په ډېری لویدیځو هیوادونو کې د مړه نسج مطالعه(autopsy) د ۱۹۵۵ کال څخه راپه دېخوا په روغتونونو کې کمه شوې ده ځکه کله چې مړی روغتون ته لېږل کېږي کېدای شي د مړي د لېږد په وخت کې په مړي کې کوم بدلونونه راشي او دا به د مړه نسج په مطالعې باندې منفي اغیزې وکړي او د پوهاوي وړ به ونه ګرځي.کله چې یو څوک دا اجازه ورکړي چې وروسته له مرګه به د ده په مړي څېړنې کېږي نو پتالوجسټان کولای شي چې د نوموړي کس جسد د ذده کړې په موخه تدریس کړي او د طبي ریسرچ لپاره ورڅخه کار واخلي.اوټوپسي زیاتره هغه وخت ترسره کېږي چې مړینه په ناڅاپي ډول رامنځته شوې وي دا داسې حالت وي چې ډاکټر نه شي کولای چې د مړینې د پېښېدو په هکله یوه ګواهي نامه ولیکي.یا هم ډاکټر د یو کس په مړینه کې داسې یو لامل ویني چې هغه غیر طبیعي وي،نو په داسې حالت کې اړینه ده چې مړی مطالعه شي بیا ډاکټر کولای شي چې ګواهي نامه ولیکي.هر کله چې مړی مطالعه کېږي ټوله څېړنه یې د قانوني رنځپال په واسطه ترسره کېږي او د مړي په خپلوانو پورې د نوموړي مطالعه اړه نه لري.د مړه نسج یا د مړي د مطالعې تر ټولو ښه او ځواکمنه بېلګه د مقتول د قتل څخه وروسته د هغه په بدن باندې د مړینې نښې پېدا کول دي د بېلګې په ډول د مرمۍ ټپ چې د مرمۍ د وتو لاره کومه ده.ځيني دینونه لکه یهودیت او اسلام د خپل دین څخه د پیروۍ له امله نه غواړي چې مړي یې مطالعه شي.په اسرایل کې د ZAKA او په متحده ایالاتو کې MESASKIM په نوم داسې سازمانونه شته چې خلکو ته د دې ډاډ ورکوي چې ستاسې د مړو مطالعه په نا اړینه ډول نه ترسره کېږي .Autopsy په کلینیکي طب کې ترسره کېږي تر څو طبي تېروتنې وپیژني او یا پخوانی داسې یو حالت چې د ژوند په حالت کې ثبت شوی نه وي او شونې ده چې خطرناک وي لکه:انتاني ناروغۍ یا د خطرناکو موادو سره مخ کېدل معلوموي چې په دې سره د مړي د کورنۍ شک له منځه ځي او پوهیږي چې مړینه ولې واقع شوې ده.هغه مطالعه چې د myocardial infarction(د زړه حمله) په مړي باندې ترسره شوې د پام وړ تېروتنې په کې وموندل شوې یعنې هغه څه چې د مایوکارډیل انفارکشن ناروغ په هکله ډاکټر ویلي وو ډېرې تېروتنې پکې شته وې ځکه چې همدغه ناروغ وروسته له مړینې مطالعه شو او دا په ډاګه شوه چې ډاکټر دده په تشخیص کې تېروتی وو.د autopsy د مطالعې سیسټماټیکه بیا کتنه دا معلوموي چې نږدې ۲۵٪ autopsy د غلطې طبي موندنې یا تشخیص افشا کوونکي دي.خو دا سلنه هر وخت په همدې اندازه کې نه پاتې کېږي او کمېږي هم.یوې لویې څېړنې داسې انګیرلې چې د هرو دریو مړو ګواهي نامو کې د یوه مړي ګواهي نامه غلطه وي او د مړه نسج نیمایي هم همداسې دي چې هغه څه پکې ښکاره کېږي کوم چې مخکې له مړینې پټ پاتي و.یوې مطالعې داسې موندلې ده چې په ۶۹۴ کلینیکي موندنو کې ۱۷۱ کلینیکي موندنې د autopsy په واسطه له لاسه ورکړل شوې معرفي شوې یعنې د کلینیک له نظره غلطې وې چې دا غلطي د autopsy په واسطه روښانه شوه په دې ۱۷۱ کلینیکي موندنو کې ۲۱ د سرطان،۱۲ د سټروک،۱۱ د زړه د حملې(myocardial infarction)،۱۰ د pulmonary emboli او ۹د endocarditis وې.

د مړه نسج د مطالعې ډولونه: autopsy په څلور ډوله ده:

۱:طبي-قانوني یا عدلي اوټوپسي medico-legal or forensic autopsies د autopsy دا ډول ددې پلټنه کوي چې مړینه کوم ډول ده او په کومه لاره رامنځته شوې ده او لامل یې څه دی تر څو مړ شوی کس په سم ډول وپېژني.دا ډول څېړنه د قانون د مقرراتو تر کړنې لاندې هغه وخت تر سره کېږي چې مړینه ناڅاپي وي اویا د مړ شوي کس په مړینه کې د تاوتریخوالي نښې ولیدل شي نو په دې حالت کې څېړنه پرته له طبي مرستې څخه تر سره کېږي. عدلي ساینس هغو پوښتنو ته چې په قانوني سیسټم پورې تړلي دي ډېر ښه ځواب ورکوي.هغه کسان چې په عدلي autopsy کې ازموینه ترسره کوي کوښښ کوي چې د مړینې وخت ځانګړی کړي همدارنګه د مړینې ریښتینی لامل هم روښانه کوي،دا هم معلوموي چې مخکې له مرګ څخه په مړي څه تېرشوي لکه:که چېرې مرګ د جنایت څخه وروسته رامنځته شوی وي عدلي autopsy دا هم معلوموي چې ایا دې مړي مخکې له مرګ څخه د ځان د خلاصون هلې ځلې کړي که نه؟عدلي autopsy د بیولوژیکي نمونو په واسطه لاسته راځي،په دې نمونو کې د ګېدې دننني غړي هم شامل دي.په دې بیولوژیکي نمونو باندې toxicologic ازموینې ترسره کېږي چې همدا ازموینې شونې ده چې یو یا څو کیمیاوي زهریات ښکاره کړي،په دې زهریاتو کې ټول کیمیاوي مواد په خپلې بسیا اندازې سره چې په بېلابیلو زهریاتو ډلبندي شوي دي شته.دا ازموینې کولای شي چې نه یوازې دا چې کیمیاوي زهریات وپیژني بلکه د هغوي اندازه چې ایا کمه ده که ډېره هم معلوموي.toxicologic ازموینې زموږ له تصور څخه پورته حقیقتونه څرګندوي.

۲:کلینیکي اوټوپسي clinical autopsy:کلینیکي اوټوپسي د دوه موخو لپاره ترسره کېږي:

۱:د دې لپاره چې په پتالوژیکي پروسو باندې ډېره پوهه تر لاسه شي.

۲:دا معلوموي چې د یو ناروغ په مړینه کې کوم عناصر ګډ دي. په کلینیک کې autopsy دا ښکاره کوي چې ایا په روغتون کې د ناروغ سټنډرډه پاملرنه شوې ده که نه؟په کلینیک کې د autopsy بله ښېګڼه دا ده چې په راتلونکي کې د ناروغ د مړینې څخه د مخنیوي د څرنګوالي پوهه پیاوړې کړي.کلینیکي اوټوپسي په برتانیې کې د مړشوي کس د کورنۍ د رضایت سره ترسره کېدای شي په داسې حال کې چې د عدلي طب autopsy د یو قانوني رنځپال په واسطه تر سره کېږي او د کورنۍ رضایت په نظر کې نه نیسي چې دا وروستی يې په انګلینډ او سکاټلنډ کې ترسره کېږي.د وخت په تېرېدو سره اوټوپسي یوازې د مړینې لامل نه څرګندوي بلکه په دې هڅه کې ده چې بېلابېلې ناروغۍ هم کشف کړي لکه:fetal alcohol syndrome,legionnaire’s disease او حتا وایروسي هېپاټایټس.

۳:اناټومیکه اوټوپسي anatomical or academic autopsies:دا ډول یې د اناټومي د ذده کوونکو په واسطه ترسره کېږي هغه هم د ذده کړې په موخه.

۴:حقیقي یا طبي انځوریزه اوټوپسي virtual or medical imaging autopsies:دا ډول یې دې ته ترجیح ورکوي چې له انځوریزې ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته شي لکه :primarily magnetic resonance imaging(MRI) او computed tomography(CT) .

Related Articles

ناکامی

ناکامی (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی بُن بست های ایجاد شده یا عمدی، بالاخره افغان ها را بر سر چهار راه دیگری قرار داده اند که حق شان نبود. امید ها در نزدیکی های دو دهه، اما از نفس افتیده اند. در جریان تنقید سیاسی، اجتماعی و فرهنگی حکومت های پساطالبانی، افغان های زیادی سعی کرده اند آشکار بسازند که نباید به ادامه ی تورید نسخه های آماده ی حکومتد...

د روسیې نظامي ځواک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستيو کې د روسیې او امریکا ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي؛ روسيې خپل ګڼ شمېر سرتېري له اکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي او پوځي تمرينات ترسره کوي. په ورته وخت کې امریکا اندېښنه لري چې روسيه به پر اکراین یرغل وکړي. کارپوهان اټکل کوي، چې شاید په اکراین کې جګړه پیل شي؛ خو پوښتنه دا ده، چې د روسیې نظامي ځواک څومره دی؟ څوم...

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول تکثر کوي تر څو نورې ورته سټیم حجرې رامنځته کړي.د جنین د انساجو او غړو د ودې په مراحلو کې سټیم یو له ت...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...