دا حدیث د خپل ژوند لپاره قانون وټاکه

H
Hasibullah Ashna
Author
Apr 18, 2022
3 years ago
2,151 views
دا حدیث د خپل ژوند لپاره قانون وټاکه

امام احمد بن حنبل او امام الترمذي په خپلو کتابونو کې یو صحیح حدیث روایت کړی چې په اورېدو یې د انسان ويښته درېږي.
عن ابي کبشة الانماري رضي الله عنه انه سمع رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: ثلاثٌ أُقسِمُ بالله علیهِن و أُحدِّثُکُم حدیثً فاحفظوهُ.

ژباړه: په درې شیانو درته په الله تعالی قسم کوم او یوه خبره درته کوم په یاد یې ساتئ!

لومړی: ما نَقَصَ مالُ عبدٍ من صَدَقة.

صدقه د بنده مال نه کموي!

الله! د الله تعالی حبیب په خپل خالق درته قسم کوي چې صدقه د انسان مال نه کموي ، بلکې درته پکې برکت اچوي او څو چنده بدله یې درکوي!

ډېری مسلمانان ددې لپاره صدقه نه کوي چې فکر کوي صدقه اقتصادي بوج دی او مال یې ورسره کمېږي.

چېرته دی زموږ یقین؟، ایمان د الله تعالی او د هغه د رسول په خبره مو یقین نه راځي؟

ستا نبي درته قسم کوي او د قران کریم ګڼ ایتونه پر دې دلالت کوي چې د صدقې بدله څو چنده ده، خو ته پرې باور نه لرې، د نتیجې ترلاسه کولو لپاره یې بې صبره یې، دا خبره دې زړه ته نه لوېږي.

د حدیث شریف مقدمې ته ګورئ، ډېره عجیبه ده. لومړی ستا پام د موضوع اهمیت ته ور اړوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر الله تعالی دومره لوی ذات قسم کوي، د موضوع د اهمیت او تاته یې د ګټې رسولو لپاره!

دویم: و ما ظُلِمَ عبداٌ مَظلمةً فَصَبَرَ علیها الا زادَهُ اللهُ بها عزا!

ژباړه: او هر بنده چې د ظلم پروړاندې صبر وکړ، الله تعالی به عزت ورکړي او عزتمن به شي.

بخښنه وکړه، د خلکو له تېروتنو تېر شه، صبر وکړه، سینه پراخه کړه، د دنیا لنډ ژوند د دښمنیو لپاره نه دی، ددې په بدل کې به الله تعالی عزت او اجر درکړي.

دوی ظلم کوي چې تا له پښو وغورځوي، خو الله تعالی تا لا پسې لوړوي او پياوړی کوي دې.

درېیم: و ما فتحَ عبداٌ بابَ مسألَةٍ الا فتحَ اللهُ علیهَ بِهِ بابَ فقرٍ!

ژباړه: او چاچې د سوال لپاره د بنده دروازه پرانیسته یا وټکوله، الله تعالی به ورته د بېوځلۍ یا فقر دروازه پرانیځي!

الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم دې هڅوي چې غیرتمن، با عفت او با عزت اوسې!

او تر دې درې شیانو وروسته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې قسم کړی، د حدیث په پای کې یې فرمایلي، څو ښوونې درته کوم په یاد یې ساتئ. دا څه دي؟

انما الدُّنیا لاربَعَةِ نفرٍ: یعنې دنیا د څلورو کسانو لپاره ده:

رجُلٍ اتاهُ اللهُ مالاً و آتاهُ علماً فهوَ یَعملُ بعلمِهِ في مالِهِ.

هغه کس چې الله تعالی مال او علم ورکړی وي او دی خپل علم په خپل مال کې کاروي. یعنې په هره سوداګریزه معامله کې الله تعالی په یاد ساتي او رضایت یې غواړي. په خپلې سوداګرۍ کې ظلم نه کوي، خراب مال په چا نه پلوري، شرکت ته نه وايي چې د دوا کیفیت ټیټ کړه. د سړک جوړونې موادو کیفیت د ډېرې ګټې لپاره نه خرابوي،

حرام کاروبار نه کوي. هر کار چې کوي الله تعالی حاضر ګڼي.

ددې ډول انسان مقام به الله تعالی ډېر لوړ کړي. تر ټولو پورته. کاروبار کې به یې ګټه وي، برکت به وي، ناروغي به له ده نه او دده له کورنۍ نه لرې وي. په زړه کې به یې سکون وي او له ژونده به خوند اخلي. که ددې برعکس و، له دې نعمتونو به محروم او دربدر خاورې پر سر وي.

د قران کریم لاندې ایت ته دقیق پام وکړئ، که پرې ځان وپوهوو، د بدن ویښته مو نېغ دروي:

و یسئلونک ماذا ینفقون (البقرة ۲۱۹).

ژباړه: ((له تا پوښتنه کوي (ای محمد صلی الله علیه وسلم) چې” څه شی صدقه ورکړي؟”. ته ورته ووایه هغه څه چې له تاسې زیات دي! یعنې ستاسې له اړتیاوو زیات دي.))

دویم: و رجُلٍ اتاهُ اللهُ علماً ولم يُوتِیهِ مالاً فهو یقول: لو ان الله تبارک و تعالی لاتانِي مالاً لَفَعلتُ فیهِ کما یفعلُ فلانٌ. قال، فهو بنِيَّتِهِ و هما في الاجرِ سواءٌ.

دویمه درجه کې دنیا د هغه انسان ده چې الله تعالی علم ورکړی وي ، خو مال نه لري او دی وایي، که الله تعالی مال راکړی وای د فلاني په شان به مې لګولی و. یعنې صدقه به مې ورکړې وه، د خیر په کارونو به مې لګولی و، د یتیمانو کفالت به مې په غاړه اخیستی و، څا به مې کنلې وه، د علم په خپرولو او دعوت به مې لګولی و او داسې نور خیریه کارونه به مې پرې کړې وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دا کس به په خپل نیت همدومره اجر ترلاسه کوي لکه دا کار چې یې کړی وي او د دوی دواړو لپاره یو اندازه اجر دی.

یا الله! په نیت باندې دومره لوی اجر نه یې مال لګولی وي، نه یې زحمت ګاللی وي، یوازې نیت پاک ساتي او د خیر اراده لري، په همدې د هغه چا په اندازه اجر لري چې دا کار یې کړی وي!

ځکه انسان که بېوځله وي یا هغه څه چې دده په تقدیر کې نه وي، دی پرې ملامت نه دی، خو، یوازې دې خپل نیت سم کړي.

د قیامت په ورځ به دغه مسکین او مالداره ته یو شان اجر ورکول کیږي.

امام ابو حامد الغزالي په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې بیان کړې چې د بني اسرائیلو یو سړی چې خپله ډېر فقیر و، یوځل په یوه شګنه غونډۍ باندې و او له ځان سره یې وویل چې که الله تعالی دا شګې مال کړی وای او واک یې له ما سره وای، په دې مال به مې ټول فقیران ماړه کړي وو.

الله تعالی خپل نبي ته وحیه وکړه چې فلاني نېک بنده ته مې ووايه: ته الله تعالی ريښتینی بللی یې او ستا له نېک نیت څخه یې مننه کړې او د همدې شګو په اندازه د مال د صدقې اجر یې درکړی دی.

الله! دا ځکه چې په نیت کې یې اخلاص و، ریښتینی و. نیت یې خالص کړی و او دا یې ارمان و چې کاش ډېر مال یې لرلی چې صدقه کړی وای، دا چې خپله بېوځله و،نو الله تعالی یې نیت باندې هم اجر ورکړ.

درېیم: و رجلٍ اتاه الله مالً و لم يُؤتیهِ علما فهو يخبِطُ في ماله علی غیرِ هداه، فهو بنیته.

هغه انسان چې الله تعالی مال ورکړی، خو علم یې نه دی ورکړی، دی خپل مال په ناروا لګوي. نو دی به هم په خپل خراب نیت مؤاخذه کېږي.

یعنې مال په داسې لار لګوي چې الله تعالی پرې راضي نه وي. له الله تعالی څخه نه ډاریږي. په دې نه پوهیږي چې په دې مال کې الله تعالی حق لري او چې ته یې د خیر لپاره وکاروې، د الله تعالی حق ادا کېږي.

دا انسان سره له دې چې ښه شتمن دی، خو دا چې بخیل دی او خپل مال په ناروا لګوي، دوزخ یې ځای دی!

څلورم: و رجُلٍ لم يُوتیهِ اللهُ علماً و لا مالاً فهو یقول، لو انَّ اللهَ اتانِي مالا لفعلتُ مثلَ فلان، قال فهو بنیتِهِ و هما في الوِزرِ سواء.

هغه انسان چې الله تعالی نه علم او نه هم مال ورکړی وي، جاهل غریب وي او دی وايي که پيسې مې درلودی، نو د فلاني خان په شان به مې په ځان بادې کړې وې. یعنې ناروا لارو باندې به مې لګولې وای. داسې انسانان چې کبرجن وي، په خپلو پیسو بېځایه غرور کوي او عاید او مصرف یې دواړه ناروا وي، دوی دواړه هغه چې بدکاره وي او هغه چې د بدکارۍ نیت لري، دواړه په ګناه کې برابر دي. دواړو ته یو شان ګناه ورکول کېږي.

الله! څومره خطرناکه خبره ده د بدنیتي او ناسمې ارادې له امله به دی بدبخته کېږي.

نیت پاک ساتئ، په نیت مو هم الله تعالی بخي او په بدنیتۍ مو مواخذه کوي!

Related Articles

Apr 03, 2021
2,735 views

المتوکل علی الله - قسمت دوم

نصب سه توربین، ظرفیت تولید برق آن ۷۶۰۰۰ کیلووات که با نصب توربین چهارم، ظرفیت برق آن به ۹۷۵۰۰ کیلووات رسید. با ذخیرهء مقادیر بزرگ آب و توزیع آن مطابق ضرورت، اکثر مناطق شرق افغانستان را سرسبز و سیرآب نگه می کند. بند برق ماهیپر: در سال ۱۳۴۳هجری شمسی ی...

Nov 24, 2021
3,128 views

د مینې او ګرانښت توپیر

لیکنه: شکېبا نادري، د مینې او ګرانښت توپیر   د ځينو خلکو په اند مینه او ګرانښت دوې مترادفې کلمې دي چې کولای شو د یو بل پر ځای یې وکارو، خو دا اند بېخي ناسم دی.  مینه او ګرانښت هغه دوې کلمې دي چې له یو بل سره ډېر توپیر لري، موږ  په نننۍ لیکنې کې د...

Jun 10, 2023
1,248 views

د سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,398 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,063 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,801 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...