لیکنه ـ رياض مقامزی
د برياليو او ناکامو انسانانو ترمنځ یوازې د ځینو عادتونو توپیر وي. معنا دا چې بریالي انسانان د بعضو خویونو له کبله بریالي او ناکام هم د بعضو عادتونو له کبله ناکام وي؛ نو که غواړئ پخپل ژوند کې مثبت تغییر ووينئ، د برياليو خلکو دا ځانګړنې پخپل ځان کې راولئ.
- همېشه سهار وخته پاڅېږئ!
- کوچنۍ برياوې او خوښۍ ونمانځئ.
- هره ورځ مطالعه کوئ.
- د پیسو په مصرف کې احتیاط وکړئ.
- بې خوبي مه کوئ.
- له ښو خلکو سره ناسته پاسته ولرئ.
- همېشه لږې لږې پیسې ذخیره کوئ.
- ورزش کوئ.
- د نورو لپاره خپل ژوند مه تباه کوئ. په یاد ولرئ، پردي وي که خپل؛ خو چې له امله یې ستاسو ژوند خرابېږي پروا یې مکړئ. البته نيکي او احسان بېله خبره ده؛ خو په هغه کې هم افراط مکوئ.
- د منظم مهالوېش پر اساس مخکې ځئ.
- څو معلومې موخې وټاکئ او پر وړاندې یې ګامونه پورته کړئ.
- تل د خپلې روغتیا خیال ساتئ.
- له ډېرو خبرو ډډه وکړئ. پر ځای یې ډېر عمل وکړئ.
- مسکا مه هېروئ!