وايي پاچا د ژمي په يوه سړه شپه له مانۍ د باندې ووت. د راستنېدو په وخت یې یو بوډا عسکر ولید چې رېږدي. پاچا ورته وویل: ساړه خو دې نه کېږي؟
عسکر ورته وويل: هو صاحب!
پاچا ورته وویل: زه اوس مانۍ ته ځم او هورې به امر وکړم چې ښې تودې جامې درته راولېږي.
د تودو جامو تصور د عسکر خوله له خوشحالی چینګه کړه؛ خو پاچا چې ماڼۍ ته ننوت له هغه سره کړې ژمنه يې هېره شوه. په سبا سهار د ماڼۍ څنګ ته د يوه مړه عسکر مړی وموندل شو، چې دا لیک ورباندې پروت و؛
"اي پاچا، ما تر دې يخې شپې په پيره کې تيرې کړې او ژوندی پاتې شوم؛ خو تا راکړې تمې ووژلم!"
د حکايت درسونه
ـ له هېچا تمه مکوئ، ځکه چې تمه له تاسو د د مقاومت وړتیا اخلي.
ـ تمه کول زموږ او ستاسو د لټۍ او کمزورۍ سبب کېږي.
ـ که نورو ته په تمه ژوند کوئ، اصلا پخپل ژوند کې د بریا چانس کموئ.
ـ تل پر خپلو وړتياوو، مهارتونو او علمیت کار وکړئ. ترڅو پخپلو پښو ودرېږئ.
ـ تاسو باید آن له خپلې کورنۍ هم تمه و نه لرئ؛ مګر نېکې اړیکې، احترام او درنښت یې پر تاسو لازم دی.