حکايت دی، چې د سیند په غاړه ولاړ کس ناڅاپه یوه چیغه واورېده. یو څوک لاهو کېده او مرسته يې غوښته. ولاړ کس دریاب ته ودانګل، سړی يې بچ کړ؛ خو سا یې لا نه وه سمه شوې، چې د دوو نورو چېغې يې واورېدلې. ده هغوی هم له اوبو راوايستل وروسته يې يو بل کس او بيا څو نور کسان د سيند له خونړي څپو وژغورل. خپله ورځ یې په ژغورلو تېره کړه؛ خو دې ته يې پام نه شو، چې لږ وړاندې یو لېونی ولاړ دی او د هغه چې په هر چا زور بر شي، سيند ته يې پورې وهي.
د حکايت پیغامونه/درسونه
• ددې حکايت تر ټولو لوی پیغام دا دی، چې باید د هرې ستونزې ريښې و پلټل شي او د هماغه ريښې په ختمولو سره یې ستونزه پخپله هوارېږي. مثلاً یو څوک غریب دی، تاسو هره میاشت له هغه سره همکاري کوئ؛ خو دا کار ستونزه نه حلوي. که ريښه یې وګورئ، حتما به در معلومه شي، چې نوموړی بېکاره دی؛ نو ددې پرځای چې هره میاشت همکاري کوئ، یو ځل نه ورته یو کاروبار جوړ کړئ، ترڅو تاسو ته له احتیاجه وژغورل شي. په همدې مفهوم، په غالب ګومان چې جاپانیان هم وايي "ماته د کبانو میلمستیا مه کوه؛ بلکې د کب نیولو چل را وښيه، ترڅو پخپله خپل ځان ته میلمستیا وکړم."
• ځینې وخت موږ یو کار ته سرسري فکر کوو، پدې توګه اسانه کار سختېږي؛ نو موږ باید د هرې ستونزې د حل لپاره دقیق فکر وکړو. شاید اسانه حللارې ومومو.