ليکنه ـ ریاض مقامزی

استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل، چې د طلايي اورسیو په کورونو کې به څومره بختور خلک اوسي. چې لږ لوی شو په بایسکل يې پښه واړوله او د لېرې کلي په لور روان شو. ماسپښین و، چې هلته ورسېد او هورې يې د خپل کور، کلي غوندې خړ کورونه او معمولي کړکۍ ولیدلې. هلک ګومان وکړ چې ځای یې غلط کړی دی. د هغه ځای هلکانو ته يې وويل: تاسې داسې کورونه ليدلي دي چې کړکۍ يې د سرو زرو دي؟ هغوی ورته وويل: ولې نه؛ تر ماښامه صبر وکړه، درښکاره به یې کړو. ماښام شو او هغوی مېلمه هلک بام ته وخېژاوه او د ماښام په رڼا کې يې د وی خپل کلی ورښکاره کړ، چې کړکۍ يې د لمر زېړو پلوشو ته طلايي ښکارېدلې.“  

د حکایت درسونه

  • انسان ته تل د نورو ژوند ډېر آرام، اسوده او ښه معلومېږي؛ خو اکثرا پخپله تر نورو ښه ژوند لري. یوازې دومره وي، چې ځان ته سم متوجه شوی نه اوسي.
  • نور خلک چې څومره آرام او خوښ ښکاري په حقیقت هغومره ښه ژوند لري. اصلا زموږ ننداره له لرې وي او موږ ورته پسخېږو. نو پسخېدل پرېږدئ او پخپل ژوند تمرکز وکړئ. 
  • همدا اوس تاسو له میلیونونو هغو انسانو غوره یئ، چې لوست یې نه زده، موبايل نه لري چې ګټورې لیکنې ولولي، انټرنيټ ته لاسرسی نه لري او ... آیا کله مو ددې برترۍ په اړه فکر کړی و!؟
  • تاسو روغې سترګې لرئ او لیکنه لولئ؛ خو داسې سلګونه زره کسان شته، چې د سترګو له نعمت څخه بې برخي دي. آیا ددې نعمت په اړه مو سوچ کړی و!؟
  • که له لرې د سړک ننداره وکړئ، شاید فکر وکړئ هېڅ موټر غږ نه لري؛ خو که نږدې ورشئ شاید شور مو وځوري. همداسې د نورو انسانانو ژوند هم له شور، کړاوونو، ستونزو او ناهیلیو ډک وي؛ خو هېڅوک چغې نه وهي، یوازې په آرامۍ خپلو ستونزو سره مبارزه کوي. نو تاسو هم ګیلې ـ کیسې پرېږدئ او مبارزه وکړئ.
  • هغه ژوند چې تاسو یې لرئ په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو هیله ده. هغوی هم غواړي ستاسو په څېر په مړه ګېډه ډوډۍ وخوري، موبايل ولري، انټرنيټ ته لاسرسی ولري او ... تاسو ولې د پرتلې په وخت کې داسې خلک خپل ذهن ته نه راولئ او برعکس لوړو ته ګورئ!؟ په هر حال شکر وباسئ او خپل ځان راضي کړئ.