To start downloading books

Please sign in or create an account.

د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

ژباړه او زیاتونه - رياض مقامزی  

زلزله له هغو طبيعي پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي. خو پوښتنه دا ده، چې کومو ټکو ته باید پام وشي تر څو د زلزلې له خطراتو په امان کې اوسو. پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.  

لومړی| د ځای تر اخيستلو وړاندې فکر وکړئ!

په ځینو سیمو کې خورا ډېرې زلزلې کېږي. يعنې په زلزلو مشهورې وي او اکثراً د زلزلو مرکز پاتې شوې وې؛ نو که تاسو د کور لپاره ځمکه پېرئ پدې ډول سیمو کې اخيستلو ته زړه مه ښه کوئ. همدا لومړنی تدبير دی چې بايد پام ورته وکړئ.  

دويم| قوي کورونه جوړ کړئ!

د کور جوړولو پر مهال د ظاهري بڼې پر ځای د کور قوت او کیفیت ته ډېر پام وکړئ. د کور ظاهري ښکلا یوازې د نورو توجه جلبولای شي؛ مګر په کور کې د ښو او با کيفيته ودانيزو توکو کارول ستاسو په خونديتوب کې ګټور ثابتېږي. اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی.  

درېيم| د وتلو هڅه مه کوئ!

کله چې زلزله وي له خپله ځايه د وتلو هڅه د ګټې پر ځای تاوان ډېر لري. دا ځکه چې زياتره وخت د زلزلې لومړۍ جټکه خورا تېزه وي او هر څه يې غورځېدو ته چمتو کړې وي؛ نو که تاسو بهر د وتلو هڅه وکړئ شاید په روانه کې تر چت او يا نورو وسایلو لاندې شئ. نو کوشش وکړئ د خونې کونج ته ځان ورسوئ او یا هم تر مېز لاندې کښېنئ‌. د ناستې پر مهال کوښښ وکړئ په بشپړ مه کېنئ او د لاسونو په مرسته مو د خپل سر حفاظت هم کوئ. دا هغه چاره ده چې تاسو تر ډېره خوندي ساتلای شي.

له دې سره - سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • که په تخت/کټ کې وئ؛ نو ژر پړمخي پرېوځئ او بالښت مو پر خپل سر کېږدئ او پر لاسونو يې ټینګ کړئ.
  • له هغو ځايونو لرې اوسئ چې د ويجاړېدو امکان يې ډېر وي.
  • د زلزلې پر مهال هېڅکله په پخلنځي کې مه پاتې کېږئ. 
  • که له ودانيو څخه لرې يئ هملته پاتې شئ.
  • له دېوال او د برق له پایو لرې اوسئ.
  • که په موټر کې وئ. په آرامۍ يې يوې غاړې ته ودروئ.
  • له موټر څخه د ښکته کېدو کوښښ مکوئ.
  • پر پول او يا هم په تونل کې له درېدو څخه ځان وژغورئ.
  • له زلزلې وروسته د خپل کور د برق او ګاز سیستم وپلټئ تر څو کومه ستونزه پکې نه وې رامنځته شوي. خدای مکړه هسې نه له زلزلې به بچ شوي يئ او په کومه بله مسئله کې زیان ووينئ.
Related Articles

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅو بېرته قوت پيدا کړي او د ستونزو پر وړاندې قوي اوسي. دا لیکنه پر همدې موخه کښل شوې ده او تاسو ته ډېر...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ریاض مقامزی د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د یوه بل انسان له تجربو يو څه زده کړو. خو آيا پوهېږئ يو له هغوی کسانو تاسو یئ، چې ډېر ژر به مثبت لوري ته بدلون وکړئ؟ هو، تاسو! ځکه چې د ژوند د بدلونه په لټه کې یئ او دا کرښې په مینه لولئ.  نن به د ویکټور هوګو له ویناوو د ژوند ځينې درسونه واخلو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ. ۱....

ولی یو وړوکی یهودی اسراییل په اسلامی نړی غښتلی دی

که مو ولوستل پښيمانه  به نشۍ !د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هېوادونو غښتلي دي؟  بيا نو ولي په نړۍ کې در په در يهودي قوم دومره پياوړي شو؟د جرمني په زندانونو کي بې کاره مخلوق ولي د نړۍ اقتصاد په لاس کې ونيوه؟د اروپا څخه ويستل شو...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...