ژباړه ـ ریاض مقامزی
په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟
ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.
ځانګړتياوې
وړاندې له دې چې ددې الوتکې په اړه نور جالب معلومات ولولئ، مهمه ده، چې په اړه یې لږه عمومي پوهه ترلاسه کړئ.
- نوم ـ بي دوه پنځوس (B - 52)
- ډول ـ بم غورځوونکې
- جوړونکی هېواد ـ امریکا
- شرکت ـ بوئينګ
- لومړنۍ الوتنه (پرواز) ـ "۱۹۵۲م" د اپرېل پنځلسمه
- د جوړو شوو الوتکو شمېر ـ ۷۴۴
- اوسنی شمېر ـ ۶۴ الوتکې
- د هرې الوتکې قیمت ـ ۱۴/۴۳ میلیونه ډالر
د بي ـ ۵۲ الوتکې وړتیاوې
"بي دوه پنځوس" د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو د باور وړ بم غورځوونکي الوتکې دي. تر اوسه په لویو جګړو کې کارول شوي دي. دا چې امریکا څو کاله وړاندې ځينې نويوالي په کې راوستل نو وړاندوينه کېږي، چې تر راتلونکو څو نورو لسیزو به هم وکولای شي خپل محبوبیت وساتي.
دا د نړۍ له پیاوړو بم غورځوونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې کولای شي په ډېرې چټکټيا سره پر خپلو اهدافو بریدونه وکړي. یو له پیاوړو ځانګړنو څخه یې په لوړه ارتفاع کې پرواز کول دي، چې کولای شي تر دولس زره مترو په لوړوالي کې پرواز وکړي. د سرعت اندازه یې حيرانوونکې ده. کولای شي په یوه ساعت کې ۱۰۰۵ کیلو مټره مساحت طی کړي.
همدارنګه د تېلو له نوي والي پرته کولای شي، تر ۴۱ ساعتونو پورې "۱۲۰۰۰" کیلومتره پرواز وکړي.
په اوس وخت کې یوازې بي.۵۲ ایچ ماډل یې په نظامي خدماتو بوخت دي. د امریکا هوايي ځواک یې ۶۴ الوتکې په لاس کې لري (کاروي) او اته نور یې ساتل شوي دي.
ځینې نور جالب معلومات
- بشپړ نوم یې B52 استراتوفورترس دی.
- ددې الوتکو د وزرو اوږدوالی ۵۶ مترو ته رسېږي.
- د ويتنام په جګړه کې یې د پام وړ رول درلود.
- په اوس وخت کې دې الوتکو ته د BUFF خطاب هم کېږي.
- د الوتکې اوږدوالی تقریبا ۴۹ مترو ته رسېږي او لوړوالی یې شاوخوا ۱۲ متره دی.
- په دې الوتکه کې د جيټ له اتو انجونو ګټه اخیستل شوې ده.
- کولای شي ۳۱ تر ۳۲ زره کیلوګرامه وزن پورته کړي.
- دا الوتکه اصلا د جنرال کرتیس* درناوي لپاره طراحي شوې وه. (* ـ "کرتیس له می" د امریکا هوايي ځواک قومندان و، چې ددې هېواد هوايي ځواک یې ډېر مجهز او پیاوړی کړ."
- په الوتکه کې د وسلو، بمونو او نورو نظامي تجهیزاتو ځانګړي ځايونه موجود دي.
- په هر ساعت پرواز کې تقریبا ۱۳ زره لیتره تېل مصرفوي. همدارنګه د یو ساعت پرواز قیمت یې شاوخوا ۷۴ زره ډالر محاسبه شوی دی.