To start downloading books

Please sign in or create an account.

د حمل دمخنيوي طريقي او لاري چاري

د حمل دمخنيوي طريقي او لاري چاري

ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چی حمل مخنيوي کړي او ديو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي چی مختلف سببونه لري مثلا ډيری ناروغي سته چی دهغه ناروغي په شتون کي حامله پاته کيدل دښځي ژوند ته خطر وي ځيني اقتصادي مشکلات وي چی د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته مشکل وي  ځيني خلګ بيا وايي لږ اولاد پيداکوی چی پالنه او روزنه يي ښه کوی چی کورني او ټولني ته خير ورسيږي همدارنگه په ځيني هيوادوکي دنفوس دکنټرول په مقصد هم دحمل مخنيوي کوي.

 
همدارنګه ذکرسوي دحمل مخنيوي په طريقو ماشوم وژنه هيڅ نسته دلته فقط او فقط د نارينه د مني (سپرم) او دښځينه د هگي تر منځ يو ديوال جوړيږي د نارينه دمني او دښځينه دهگي ديو ځاي کيدو مخه نيسي دنارينه مني د ديوال يوي خواته پاته کيږي دښځينه هگي د ديوال بلي خواته پاته کيږي .دحمل دمخنيو طريقي هره يوه جلا جلا  ښه او بد  طرف يي په لاندی شکل تشريح کوم .

بيچکاري (ستنه) : دحمل په مخنيوکي ډيري تاثير ناکه دي د يو مياشتني او دري مياشتني ستني سته چه دمياشتني ناروغي په اول پنځه ورځو په داخل کي ورته لگول کيږي ذکر شوي ستني هم گټه لري او هم تاوان لري 

گټه يي داده چی د اوږده وخت لپاره دي ، داعتماد او د باور وړ دي ، دحمل دمخنيوي وړتيا يي لوړه ده ، دنورو دواګانو سره يي يو ځاي استعمال خاص تاوان نلري  ، په پريښودلو سره تکرار خپل پخواني حالت ته راګرځي  ، درحم او تخمدان دکنسر په مخنيوي کي کمک کوي  ، د پاخه عمر لرونکو ميرمنو ، دويني فشار لرونکو او دشکري دناروغي لرونکو میرمنو دپاره استعمال کيداشي  

تاوان يي دادي چه مياشتني ناروغي دغير منظم والي احتمال ورسره سته ، دمياشتني ناروغي د ځنډوالي احتمال ورسره سته ، غير منظم د رحم دويني احتمال ورسره سته ، وزن دزياتوالي احتمال ورسره سته ، دژور خفګان د زياتوالي احتمال ورسره سته  ، د سيني دحساسيت احتمال ورسره سته ، دهډوکو د کمزوتيا احتمال ورسره سته .

دواگاني : دحمل په مخنيوي کي ډيري کامياب دي ، د حمل دمخنيوي وړتيا يي لوړ  ده ، د تابلتو مختلف ډولونه لري په عمومي ډول په ورځ کی  يو دانه خوړل کيږي يويشت 21 ورځي ادامه ورکول کيږي په منځ کي اوه 7 ورځي فاصله ورکول کيږي تکرار شروع کيږي  

گټه يي داده چه د حمل په مخنيوي کي په لوړ درجه تاثير لري  ، په پريښودلو سره دستي خپل پخواني حالت ته راگرځي ، په هر عمر کي داستفادي وړ دي ،   ټول منفي تاثيرات يي څيړل شوي  ، مياشتني ناروغي لنډوي اسانه کوي یی او منظم کوي يي ، د درد لرونکي مياشتني ناروغي مخنيوي کوي ، پر جنسي ژوند او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نلري  ، دسيني او درحم د سرطان په مخنيوي کي کمک کوي  

تاوانونه يي دادي چه د نورو دواگانو سره يي استعمال منفي تاثير ښکاره کوي   ، هره ورځ خوړل کيږي  ، د ويني دلوړ فشار احتمال ورسره سته   ، دزړه دناروغيو احتمال ورسره سته ، د صفرا دکڅوړي د تيږي (تيگه) احتمال ورسره سته ، دینه (جگر) دسرطان احتمال ورسره سته ،  د ديفريشن او ژور خفگان احتمال ورسره سته 

د دواگانو د استعمال په وخت کي کيداي شي دغه تاثيرات هم ښکاره کړي لکه سرچرخي  ، استفراق ، سر دردي ، دسيني حساسيت ، دمياشتني ناروغي نه ليدل ، پر پوستکي ټکۍ او داني  

 دواگانی باید دلاندی  ښځو لپاره استعمال نشی چه  عمر یی تر 35 کالو لوړ او سګريت څکوي ، چاغي ښځي ، حامله  ښځي ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي  ، نيم سري او سردرد لرونکي ښځي  ،   لوړ ګليسترول لرونکي  ښځي  ، هغه ښځي   چه ماشوم ته طي ورکوي( اولي شپږ مياشتی ) ، چه ښځي دسيني دسرطان تشخيص يي ښودل شوي وي 

په عمومي ډول دواګاني دهغه  ښځو  لپاره ښه مناسبي دي چه ځوان عمر ولري ، دمياشتني ناروغي وينه يي زياته وي ،  غير منظم مياشتني ناروغي ولري  ، په مياشتني ناروغي کي دردونه ولري ،  په سينه او تخمدان کي کيستونه (کوچني داني) ولري

په بازوکي تر پوستکي لاندي دامپلانت ايښودل : د بازو په لاندني برخه کي تر پوستکي لاندي يوه آله ايښودل کيږي چه  په داخل  کي د آلي هرمون شتون لري دضرورت په اندازه يي وجود ته ورکوي مختلف ډولونه لري دمياشتو او کلونو لپاره داستفادي وړ دي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي  دآلي په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي منفي طرف يي دادي چه دمياشتني ناروغي د غير منظم والي احتمال ورسره دي .

د رحم داخلي آله : دا يوه ډيره کوچني آله ده چه درحم په داخل کي ځاي پرځاي کيږي دحمل په مخنيوي کي ډير کامياب دي ډيري ميرمني يي استعمال کوي مختلف ډولونه لري د پنځه 5 کاله څخه تر لس 10کالو پوري داستفادي وړ دي دآلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي 

گټه يي داده چه ارزانه ده  ، اسانه ده ،  د اوږده وخت لپاره داستفادي وړ دي  ، ددنيا ډيري ميرمني يي استفاده کوي  ، د آلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي  ، هرمونيک آلي يي دمياشتني ناروغي دردونه او وينه هم کمولاي شي 

تاوانونه يي دادي چه د آلي ايښودل مسلکي ته ضرورت لري  ، دمياشتني ناروغي د زيات وينه کيدو احتمال ورسره سته ،  دميکروبي کيدو احتمال ورسره سته 

دا آله په عمومي ډول دهغو ښځو لپاره مناسبه ده چه د اوږده وخت لپاره حامله کيدل نه غواړي  ، ماشوم ته طي ورکونکي ښځي   ، هغه ښځي چه د دوا استعمال نه غواړي  ، هغه ښځي چه د 12 مياشتو په داخل کي د رحم پوري مربوط ميکروبي ناروغي نه وي پر تيره شوي ،   هغه ښځي چه پاکي او صافي  ته ډيره توجه کوي ، هغه ښځي چه تولد  يي ډير کړي وي ، هغه ښځي چه مياشتني ناروغي يي منظمه وي 

د رحم داخلي آله بايد د دغه  ښځو لپاره بايد نشي استعمال لکه حامله ښځي ،  په رحم پوري مربوط د ميکروبي ناروغيوشتون الي  ، دويني کنسر شتون والی، د ايډز شتون والی، د وجود دفاعي سيستم خرابوالي  ، د مس سره دالرژي شتون والی ، دويلسن د ناروغي ستون والي  ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي  ،  رحم تر خپل نارمل حد دیر غټ يا کوچني وی ، د زړه  د والو دناروغيو شتون والي

د رحم داخلي رينگ : دا يو نرم ارتجاعي جوړښت لري حلقه يې د هورمون څخه تشکليل سوی د حمل په مخنيوی کی کامياب دی، د درو (۳) اونيو لپاره ايښودل کيږی او په ۲۹ ورځ ايستل کيږی او بل رينګ ورته ځای پر ځای کيږی. په ايستلو سره يې بېرته خپل پخوانی حالت ته راګرځی او د حمل په مخنيوی ګټور دی.

د نارينه ګاندم:- د نارينه ګاندم د حمل په مخنيوی او هم د ساری امراضو (ايدز، تور ژيړی، ايچ آی وي…) مخه نسی. د هری جنسی اړيکی لپاره بايد نوی ګاندم استعمال سی، او د جنسی اړيکی وروسته بايد ګاندم وکتل سی کچيری سوری سوی يا څيری سوی وی نو تر ۷۲ ساعته پوری دی نږدی صحی مرکز ته مراجعه وکړئ.
د ګاندم استعمال اسانه، ارزانه، ګټور او کوم خاص تاوان نه لری.

ښځينه ګاندم:- ښځينه ګاندم نرم جوړښت لری تر جنسی اړيکی مخکی د رحم په مخکنی برخه کی ځای پر ځای کيږی دا هم د حمل مخنيوی او هم د ساری امراضو مخنيوی کوی.

د نارينه د کانالو بندول:- د نارينه د کانالو بندول ۱۰۰% د حمل مخنيوی کوی، ددی کانالو تر بندولو وروسته د نارينه څخه د عمر تر پايه حمل نه اخستل کيږی.
د کانال بندول پر جنسی اړيکی او ژوند کوم منفی تاثير نلری او دا طريقه دير لږ اشخاص کاروی.
دا طريقه هغه اشخاص کاروی چی په کافی اندازه اولادونه لری او حامحله کيدل يې ميرمنی ته خطرناک وی.

د ښځينه کانال بندول:- د ښځينه کانال بندول هم ۱۰۰% د حمل مخنيوی کوی او پر مياشتنی ناروغی او جنسی اړيکو کوم منفی تاثير نلری. 
يوځل چی کانال بند سی بيا د عمر تر پايه د حامله کيدو چانس يې دير کم وی، دا طريقه هم هغه ميرمنی کاروی چی په کافی اندازه اولادونه ولری.

له ټولنيزو رسنيو څخه

Related Articles

مدیریت

دټولنیزو سازمانونو پیدا یښت او پراختیا یو دنني تمدن لهځانگړنو  څخه ده هرې ټولنې دمختلفو لاملونو(زمان او مکان)  په پام کی نیولو سره خپلو اړتیا وو ته په کتو د خپلو سازمانونو په پراختیا او لوړتیا  کی هڅی کړي دي اړینه  ده  چی هر ټولنیز سازمان   خپلو مو خوته درسیدو  لپاره  یو ښه  مدیریت ولري راځۍ  چی لومړیمدیریت وپیژنو    مدیریت د مادي او بشري منابعو...

د یو ریال خوشحالی -سعودی ملیاردر

‏سعودى ملياردر راجحي وايي: زه ډېر غریب وم!د مکتب په سیاحتي چکر کې مې برخه نه شوه اخیستی، که څه هم له یو شاګرد یو ریال اخیستل کېده، کورنۍ ته مې وژړل، خو هیڅ مدرک مې ونه موند، په ټولګي کې مې له چکر یوه ورځ مخکې یو سوال ته سم ځواب ورکړ، استاد یو ریال راکړ، ډېر خوشاله شوم، له ملګرو سره چکر ته لاړم، رالوی شوم، د شتو خاوند شوم، دغه فلسطینی استاد مې ذهن ت...

پام

حکایت دی، چې له بودا څخه چا پوښتنه وکړه: ته او مریدان دې څه کوئ؟ بودا ورته وویل: گرځو، ناست یو، ډوډۍ خورو! پوښتونکي وويل: دا خو هر څوک کوي. بودا ورته وویل: توپير دا دی چې مونږ کله ناست یو، پام مو وي چې ناست يـو چې روان يو، پام مو وي چې روان يو او چې ډوډۍ خورو، پام مو وي چې ډوډۍ خورو. د حکايت درس په هر کار کې تمرکز حياتي ارزښت لري. یعنې که د مطالعې...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...