To start downloading books

Please sign in or create an account.

پاول ایلوار

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

پېژندنه

د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن ګرندل" دی، خو د پول ایلوار (Paul Eluar) په نوم مشهور دی. نوموړی په "۱۹۸۵م" کال کې د فرانسې په سن دني ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. مور یې خیاطي کوله او پلار یې هم یو عادي کارکوونکی و. 

کله چې ایلوار له ښوونځي فارغ شو، پر نري رنځ اخته شو. ځکه نو نوموړی و نه توانید لوړې زده کړې ترسره کړي. د یو اوږد سفر او استراحت لپاره سویس هېواد ته لاړ هلته یې یو نیم کال تېر کړ. په ښکلو ښارونو، غرو رغو وګرځېد. چې کله بېرته راستون شو نو روغ جوړ و. 

په همدې وخت کې یې شاعري هم پیل کړه. ورپسې یې یو څه موده عسکري هم کوله. د شعرونو لومړنۍ ټولګه یي په "۱۹۱۷م" کې چاپ شوه. د خلکو له تاوده هرکلي وروسته نوموړی لا وهڅېد. نور شعرونه یې هم ولیکل.

کله چې په "۱۸۲۴م" کې له خپلې مېرمنې جلا شو. سخت رواني حالت یې تجربه کړ. بیا یې سفر ته مخه کړه. د چین، هند، مالیزیا او سینګاپور په ګډون ګڼ شمېر آسیايي هېوادونه یې ولیدل. 

د خپل ژوند په جریان کې ګڼ شمېر شعرې ټولګې یې خپرې کړې. بالاخره له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته په "۱۹۵۲م" کې د ۵۷ کلونو په عمر ومړ. 

 

د شعر بېلګه

 

خپلې مخې ته مې وکتل 

په ګڼه ګوڼه کې مې ته ولیدې 

د غنمو د وږیو په منځ کې مې ته ولیدې 

د خپلو ټولو سفرونو په پای کې

د خپلو ټولو عذابونو په زور کې 

د خپلو ټولو خنداګانو په شور کې

په اوبو او په اور کې

په اوړي او ژمي کې مې ته ولیدې

په خپل کور کې مې ته ولیدې

په خپلو خوبونو کې مې ته ولیدې

زه به نور ستا له مینې لاس وانخلم!

Related Articles

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه خبر دي یاست!!!له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله. 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلافت ځواکونو ونیولې بالآخره ناچاره امریکا له عثماني خلافت سره (توافقنامه) لاسلیک کولو ته اړ شوه، د (با...

ویسټرن یونین څنګه کار کوي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  پر کابل د تالبانو تر تسلط وروسته "ويسټرن یونین" شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ. دې چارې ګڼو هغو افغانانو ته اندېښنې پیدا کړې، چې د کورنۍ غړو یې له بهره ددوی مالي ملاتړ کاوه. خو له نېکه مرغه د حالاتو په لږ ښه کېدو سره دې شرکت د خپلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ. تاسو به په د...

میلیاردر چاک فینی

دا سړي چاک فيني نوميږي. هغه د Duty Free بنسټ ايښودونکو دي. هغه 7,6 مليارده ډالر سرمايه لري. هغه 88 کلن دي. هغه موټر نلري.هغه په طياره کې په اقتصادي تکت سفر کوي. هغه يو کرايي اپارتمان کي ژوند کوي. هغه يو 15 ډالرو ساعت، څو جوړه ارزانه جامې لري. هغه په خپل پلرني ټاټوبي ايرلينډ کې داسې ګرځي چې يو عادي توريست سره يي توپير مشکل دي. هغه د رسټورانټ څخه خپل...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...