To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی 

شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې پر مهمو روغتیايي ګټو يې وغږېږو. 

لومړی| سرطان ضد
شفتالو د آنتی اکسیدان او ويټامين سي C یوه ښه منبع ده. له همدې امله کولای شي چې د آزادو راډیکالونو د جوړېدو پر وړاندې مبارزه او مقاومت وکړي. دا هغه راډیکالونه دي چې د سرطاني غدو/حجرو د جوړېدو سبب ګرځي؛ خو د شفتالو خوړل کولای شي تر یوه بریده يې مخنیوی وکړي. همدرانګه هغو وګړو ته هم د شفتالو خوړل ګټه لري چې له وړاندې پر دې وژونکې ناروغۍ (سرطان) اخته وي. 

دویم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي! 
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، شفتالو د ويټامين سي یوه ښه منبع ده.‌ دا ماده کولای شي چې د انسان دفاعي ځواک ته پیاوړتیا ورکړي او د ناروغیو په مقابل کې د مبارزې وړتيا يې لوړه کړي؛ نو که تاسو هم غواړئ پیاوړی ایمني سیسټم ولرئ شفتالو ته حتماً پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. 

درېيم| د معدې روغتیا
که د معدې ناروغي لرئ او د یوې مناسبې حللارې په لټه کې یئ موږ تاسو ته د شفتالو د خوړلو توصیه کوو. دا چې شفتالو د خوړو په ښه هضم کې مرسته کوي؛ نو کولای شي د معدې درد، سوځېدل او هغه زړه بدوالی هم ختم کړي چې د معدې له امله پیدا کېږي. که د معدې درد لرئ، تر خوړو وړاندې حتما یو شفتالو خورئ.
 
څلورم| قبضیت ختموي! 
د پورته یادوو شوو ګټو ترڅنګ د شفتالو خوړل هغو کسانو ته هم توصیه کېږي چې قبضیت لري. دا ځکه چې دا مېوه کولای شي د خوړو د ښه هضم تر څنګ د کولمو د فعالیت په ښه والي او د اضافي موادو په دفع کې انعطاف رامنځته کړي.

پنځم| د پوستکي ښکلا
په شفتالو کې موجود ویټامینونه او مغذي مواد ددې سبب ګرځي چې د انسان بدن له داغونو، سپوروالي او زړېدو/غونجېدو مخه ونيسي؛ نو که غواړئ د مخ او بدن پوستکی مو تازه او سالم پاتې شي حتماً شفتالو خورئ.

په یاد ولرئ!
دا ټولې ګټې په دې معنا نه دي، چې تاسو دې بېخي ډېر شفتالو وخورئ. دا هم مه هېروئ چې د مېوو په خوراک کې افراط کولای شي د ګټې پر ځای تاوان ډېر ورسوي او د ناروغۍ سبب مو شي. همدارنګه هر ډول مېوې باید تر خوړو وړاندې پاک ومینځئ او بیا یې نوش جان کړئ. 

Related Articles

ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟

په دې لیکنه کې  ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟ولې ګوګل کې اړوند مالومات نشئ موندلی؟ څه وکړو تر څو هغه مالومات ترلاسه کړو چې غواړو یې؟ د ګوګل کمپنۍ نور محصولا کوم دي؟د چټ جې پي ټي غوندي نور چټ بوټونه کوم دي؟   په اوسنۍ ډيجيټلي نړۍ کې ګوګل يوه لویه او اغېزمنه کمپني ده او د خپلو کاروونکو لپاره بهترين خدمات وړاندې کوي. د دې کمپنۍ د غوره خدماتو له ج...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې ليکنه کې به د انګلېسي ادب ځلانده ستوري توماس اليوت (T.S Eliot) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.   “د ژوند تېرېدلو ماته دا رازده کړل: انسانان معمولا هغه څه له لاسه ورکوي، چې د هغوی له درلودلو ډاډمن وي.” آيا عجيبه نه ده، چې انسان پخپل ژوند کې هغه څه له لاسه ورکړي، د کومو له شتونه چې ډاډه وي؟ هو عجيبه ده! خو په دې کې موږ ته يو لوی درس هم پرو...

د لېکوالۍ خنډونه کوم دي او څه ډول یې له منځه یوسو؟

خامخا به مو اړتیا پیدا کړې وي چې وغواړي څه ولیکئ، خو کله چې قلم اخلئ یا د خپل کمپیوتر شاته کینئ، نو له تاسو به لاره ورکه شي، داسې چې ذهن به مو هیڅ کار نه کوي ګنګس کیږئ او هر څومره چې هڅه کوئ، لاره نشئ پیدا کولای. کیدای شی له څو حالتو سره مخ شیئ: یا به لیکل پریږدئ، یا به یې بل چاته سپارئ چې څه درته ولیکي او یا هم په کومه ځانګړې انګیزه مو چې کار پیل...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...