مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري!

۱:- مادي تمدون: د بشر په تاریخ کي د مادي تمدون څپرکۍ په لومړي ځل مسلمانانو د اندلُس (اوسنۍ هسپانیا) په سپین ښار کي خلاص کړ، چي د قرطبې، زهراء، اشبیلیه ماڼۍ د مسلمانانو د هماغه وخت د تمدون او هوښیارۍ نښي بلل کیږي. هغه وخت چي اروپا په توره دوره کي وه، او امریکا بیخي شتون نه درلود، مسلمانانو د بغداد، قاهرې، شام، القروین، الزیتون او الازهر پوهنتونه چي د پیړیو پیړیو پرمختللي پوهنتونه یادیدل هم جوړ کړي وه. د تاریخ په پاڼو کي بغداد، شام او اندلس ځکه د تمدن ستوري یاد سوي، چي هلته زیاته موده د علم لمر ځلیدلی، د یوه قوي اسلامي دولت تر چتر لاندي په زرګونو مسلمانانو زده کړي کولې، په لویو لویو کتابتونونو کي په میلیونونو کتابونو شتون درلود، مګر څه وخت چي مسلمانانو خپل دولت د لاسه ورکړ، د یاد تمدن څپې غرب ته مخه کړه، چي نن د یوه نړیوال نظام (دولت) په اساس حیرانوونکې تکنالوژي انساني ټولني ته وړاندې کوي.
۲:- معنوي تمدون دی: دا بیا هغه تمدون دی، چي غرب یې بیخي پیژني هم نه، مګر په مسلمانانو کي د همدې تمدون د پرمختګ او پوخوالي لپاره رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او الهي ډالۍ (قرآن کریم) دواړه رالیږل سوي دي. معنوي تمدون پر روحي، اخلاقي، دیني او اسلامي آرزښتونو ولاړ تمدون دی، چي په دې برخه کي به تر قیامته پوري مسلمانان ساری پیدا نه کړي. غرب په معنوي او اخلاقي تمدون کي د حیوانیت درجې ته رسیدلی، تر دې پور چي نارینه د نارینه سره، او ښځینه د ښځینه سره نکاح کوي، چي دا کړنه نه یوازي انساني نه ده، بلکي پر انساني فطرت سربیره آن په ځینو حیواناتو کي لا هم د فطرت خلاف عمل دی.
نو ای مسلمانانو!!! همدا اسلام دی چي موږ مادي او معنوي دواړو تمدونونو ته را دعوتوي، تر څو د دنیا او اخرت د ذلالت څخه مو وساتي.
حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) څومره ښه فرمایلي دي:
الله سبحان وتعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړی دی، که مو چیري د اسلام څخه په بل څه کي عزت ولټوی، الله سبحانه وتعالی به مو ذلیله کړي.

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)