To start downloading books

Please sign in or create an account.

Muhammad ilyas 2 years ago 452
رورولي --- (افسانه)----ليک :- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

رورولي --- (افسانه)----ليک :- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

 

سليم د مور په غېږه کښې وۀ چې پلار يې مړ شو اوس د هغۀ د پالنې ذمه واري د هغۀ د مشر رور جواد په اوږو راغله ـ جواد د خپل کشر رور سره دومره مينه لرله چې د هغۀ د لاسه يې وادۀ هم ځکه نۀ کولو چې هسې نه سبا راته ښځه د رور سره د ښېګړې په لار کښې خنډ جوړ شي ـ 

جواد به په کلي کېښ د خټې ګټې مزدوري کوله او په خپل کشر رور سليم به ې سبق وئيلو ـ  سليم چې لسم پاس کړو نو په پوليسو کښې برتي شو ـ او بيا ډېره زر يې د انسپکټر عهدې ته ترقي اوشوه ـ جواد چې کله خپل رور کامياب اوليدو نواوس يې په خپله هم واده اوکړو او خپل رور له هم ـ 

د ودونو نه پس څه ورځې خو د دواړو روڼو ډېرې په خوشحالۍ سره تېرېدې خو بيا لږه موده پس د ښځې په چغلو باندې د سليم په زړۀ کښې د خپل رور دپاره کينه او بغض زياتېدۀ ـ هر وخت به يې ورته تندے د کرښو نه ډک کړے وۀ ـ د هغې نتيجه دا اوخته چې اول خو يې ترې کور بېل کړو بيا تردې حده رااوورسېدو چې د يو بل سره يې تګ راتګ هم ختم شو ـ 

د تګ راتګ ختميدو نه څه ورځې وړاندې جواد د خپل ځوي د علاج په لړ کښې د خپل رور سليم نه اتۀ زره روپۍ قرض کړې وې د سليم ښځۀ چې د دې نه خبر شوه نو مچۍ پرې راپارې شوې او خاوند ته په وېنا سر شوه چې تۀ دې ايله بيله دغه خوارچس رور له قرض ورکوے؟ هغۀ خو نه د چا د ښې دے او نۀ ـ  ـ  ـ 

سليم د ښځې خبره چېرته غورزوله ـ او نن يې په ډک بازار کښې د خلقو د مخې د خپل رور ګريوان ته لاس واچولو ـ او ورته يې اووې چې بس زۀ نور تا ته صبر نۀ شم کولې ـ ماله مې خپلې اتۀ زره روپۍ راکړه ـ 

د جواد سره دومره روپۍ چېرته وې ځکه چې نۀ خو د هغۀ ښۀ کاروبار وۀ او نۀ سرکاري نوکري،بس د خټې ګټې مزدورۍ ته ناست وۀ ـ هغۀ سليم ته اووې چې اوس خو راسره نشته او خېر دے يو څو ورځې پس به زۀ تاله ستا قرض واپس درکړم ـ خو سليم چېرته منله ـ او ډېره په ترخه ژبه کښې يې ورته اووې چې ځه مړه تا خو د خوند نه خبره ويستلې ده ـ ماله مې خپله قرضه هم نن پکار ده ـ 

جواد هم خپله بې عزتي نۀ غوښتله او د ښځې سره يې د هغې د کالي د خرڅون په باره کښې خبره اوکړه ښځې يې د جواد خبره اومنله ـ جواد بيا سليم ته اووې چې زما خو هسې هم نور وس نۀ کيږي  خو بس د ښځې کالې مې دے په بل چا به يې خرڅوم  جو تۀ يې واخله ـ خېر دے تاله به يې لږ ارزان درکړم ـ خپل قرض به ترې هم واخلې ـ او څه لږې ډېرې روپۍ به پکښې ماته هم ميلاؤ شي ـ څه ماته ګوډه به پرې اوکړم  ـ سليم چې دا خبره واورېده نو سترګې يې پرې رااوويستې او ورته يې اووې چې زما سره ښۀ ډيرې روپۍ دي خو بس تا نه يې هسې اخلم او کالې درنه نۀ اخلم ـ خپل بندوبس په خپله کوه ـ ماته صرف زما قرض واپس کړه ګنې نو ـ  ـ  ـ جواد ورته اووې چې ښۀ ده زۀ به کالې په بل چا خرڅ کړم خو تۀ به راته لږ صبر کوې ـ  خو سليم صبر چېرته کولو ـ د قرض نۀ واپس کولو په وجه يې په خپل رور باندې په څوکۍ کېښ درخواست اوکړو ـ پوليسو جواد اونيولو او څوکۍ ته يې راوستلو ـ  

حوالدار د جواد نه د سليم د قرض د نۀ واپس کولو تپوس اوکړو ـ چې په دې کښې د جواد د سترګو نه اوښکې روانې شوې او په غريو نيولي اواز کښې يې رور ته اووې ـ 

سليم-ستا خو د پالنې هم څوک نۀ وو تۀ ما د دې ورځې دپاره لوے کړےوے ؟ په تا باندې دا سبق د دې ورځې دپاره وئيلې وۀ؟ چې تۀ به نن زما سره دا سلوک کوے؟ د جواد لا دا خبره په خوله کښې وه چې حوالدار د سليم نه تپوس اوکرو سليمه! دا رښتيا دي؟

سليم په ټيټو سترګو اقرار اوکړو او وې وئيل چې "آو" حوالدار صېب دا بالکل رښتيا دي زما د پلار د وفات نه پس زما پالنه زما دې مشر رور کړې وه او سبق يې راباندې هم وئيلې دے،په دې خبره زۀ نۀ پوهېږم چې د يو پوليس حوالدار په سترګو کښې اوښکې څه رنګې راغلې بس د جواد په ځاے يې په سليم ګزارونه شروع کړۀ او ورته يې اووې چې دوؤسه،بې غېرته،نمک حرامه،ستا د ښځې په يوې اشارې د خپل رور د ژوند ټولې ښيګړې هيرې کړلې؟،

سليم چې دا واورېده نو د حقيقت سترګې يې پرانستې شوې او د خپل رور ښيګړې ورته يادې شوې  ـ خپل رور ته ورترغاړه وتو او چغې يې کړې چې روره ما معاف کړه ـ زما نه ډېره غټه غلطي شوې ده ـ 

هم په هاغه ځاے کښې د دواړو روڼو روغه جاړه اوشوه ـ سليم چې کور ته راغے نو خپله ښځه يې پوهه کړه ـ چې کۀ تۀ زما سره ژوند تېروې نو زما د رور به عزت کوې او ډير خيال به يې ساتې ګنې نو بيا دې خپله مخه شړه ـ اوس جواد او سليم يو ځلې بيا د خندا او خوشحالۍ نه ډک د رورولۍ ژوند تېروي ـ او دواړه د يو بل هر قسمه امداد کوي ـ بلکې اوس خو هغوي د يو بل سره بيا دومره خواږۀ شوي دي چې خلق په کلي کښې د هغو د رورولۍ مثالونه ورکوي ـ 

🌷 🌷 🌷

Related Articles

جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

استاد سکندر ځدران #تحصیلي_مشورهجرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل ( د دې لیکنې تمرکز تر ډیره د ماسټرۍ پر زدکړو دی) له هغه ځایه چې د جرمني هیواد د بورسونو شمیر محدود دی، نور ډیر وړ کاندیدان او د لوړو زدکړو مینوال نشي کولی خپلې لوړې زدکړې پدغه هیواد کې د سکالرشیپونو له لارې ترسره کړي. هغه کسان چې د جرمني هیواد په پوهنتونو کې د ادمیشن (داخلې) اخیس...

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه.

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه. ژور خفګان (depression)یوه روحې ناروغې ده چي هدف ورڅخه اوږد مهاله خفګان، درد، غم، کسالت،او زړه تنګوالی دی. خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان...

ادرنالين هورمون پېژنی ؟

که لږ ساده ېې ووايو نو ادرنالين ېانې د سختې ورځې ېار . دا ېو داسې هورمون دی چې په سخت حالت ېا د خطر پر مهال بدن کې فعالېږي او د بدن ټولو اړونده غړو ته فوق العاده انرژي ورکوي تر څو انسان وکولی شي ځان له خطره وژغوري . دا په اصل کې د ځان ساتنې سيستم ېو ډېر مهم عنصر دی او کله چې انسان د جدي خطر احساس وکړي هغه ( ادرنالين) په اتومات ډول فعاليږي او سړي ته...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...