To start downloading books

Please sign in or create an account.

جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

استاد سکندر ځدران

#تحصیلي_مشوره
جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

( د دې لیکنې تمرکز تر ډیره د ماسټرۍ پر زدکړو دی)

له هغه ځایه چې د جرمني هیواد د بورسونو شمیر محدود دی، نور ډیر وړ کاندیدان او د لوړو زدکړو مینوال نشي کولی خپلې لوړې زدکړې پدغه هیواد کې د سکالرشیپونو له لارې ترسره کړي. هغه کسان چې د جرمني هیواد په پوهنتونو کې د ادمیشن (داخلې) اخیستلو وړتیا ولري او ټول شرایط یې پوره کړي وي، د مالي امکاناتو په لرلو سره کولی شي دې هیواد کې خپلې لوړې زدکړې پیل کړي. (په اوسط ډول اوسمهال ماسټرۍ دورې لپاره د میاشتې 934 یورو ته اړتیا ده چې د دې لیکنې په لر کې د بلاک اکونټ تر عنوان لاندې بحث پرې کوم). که څه هم له مالي اړخه دا کار د ټولو په وس کې پوره ندی، خو تر کومه چې ما لیدلي، هغه محصلین چې جرمني ته په شخصي لګښت راغلي ان په لومړیو سمسترونو کې د کار کولو فرصت پیدا کړی. ځینې یې چې د انجنیرۍ څانګو کې پر زدکړو بوخت دي د ماسټرۍ په دویم کال کې بیا ځانته مسلکي وظیفې هم پیدا کړي چې د محصلینو د کار د شرایطو په اساس په میاشت کې تر 80 ساعته پورې د کار کولو اجازه لري او پر دې توانیدلي چې د میاشتې تر 1500 یورو ډیرې پیسې وګټي. پدې ترتیب سره دوی په کم وخت کې کولی شي هم خپل مصارف جبران کړي او هم تر فراغت وروسته د کار بازار او شرایطو ته یې ځان برابر کړي. 

بله ښه آسانتیا چې فارغ شوي محصلینو ته دلته په نظر کې نیول کيږي تر فراغت وروسته د کاري ویزې صادرول دي. محصلین چې کله فارغ شي دې ته اړ ندي څو بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي، بلکه کولی شي د کاري ویزې په ترلاسه کولو سره  د کار بازار ته ننوځي او خپله رشته کې کار وکړي. زما د معلوماتو په اساس، دلته جرمني کې په تخنیکي او ساینسي څانګو کې بې شمیره کاري فرصتونه شتون لري چې تر فراغت وروسته په ډیرې آسانۍ سره ورته لاره موندل کیږي. خو د ټولنیزو علومو په څانګو کې د کاري فرصتونو په هکله کره مالومات نلرم.  ګوګل کې باید لږ ولټول شي څو د شته کاري فرصتونو په هکله یې معلومات ترلاسه شي. 

په ټوله کې د شخصي لګښت له لارې زدکړې په جرمني کې لاندې پړاونه په بر کې نیسي:

1. لومړي سر کې محصل باید پر دې وتوانیږي څو پخپله رشته کې له یوه دولتي پوهنتون څخه ادمیشن یا داخله واخلي. جرمني کې د شخصي پوهنتونو بحث جلا موضوع ده چې په راتلوونکي کې به پرې وغږیږم. ادمیشن اخیستل یوه مهمه موضوع ده چې ځانته شرایط لري او ما یې په هکله پخوا لیکنې خپرې کړي. له مهمو شرایطو څخه یې د آلماني یا انګلیسي ژبې رسمي سند درلودل، د لیسانس دیپلوم او ترانسکریپټ، سپارښتنلیکونه، انګیزه لیک او نور اسناد دي. همداراز باید په یاد وساتل شي چې د ادمیشن اخیستلو لپاره باید مخکې له مخکې اقدام وشي ځکه اکثره څانګې دلته په جرمني کې د کال یو ځلي محصل جذبوي. لاندې لینک کې مې جرمني کې د پوهنتونو او څانګو د لټولو پروسه تشریح کړې:
https://www.youtube.com/watch?v=FWWt1jADpQM&t=360s

2.  تر ادمیشن اخیستلو وروسته باید جرمني سفارت کې د ویزې لپاره وخت (Appointment) واخیستل شي. تر وروستي تحولاتو د مخه هندوستان او پاکستان کې د جرمني سفارتونه د افغان محصلینو د ویزې چارې پر مخ بیولې، خو فعلا یوازې پاکستان کې دا چاره شونې ده ځکه اوسمهال هند ته تګ تر اوو سمندرو تیریدل دي. سپارښتنه کیږي څو سفارت کې زر وخت واخیستل شي ځکه تر وخت اخیستلو وروسته ځواب کې لیکي چې لږ تر لږه 12 میاشتې انتظار وباسئ. په هر حال، دا پروسه که څه هم یو څه پیچلې مالومیږي خو که ادمیشن ولرئ او سفارت ته یې د ایمیل له لارې واستوئ په میاشت یا څو میاشتو کې د ویزې اپاینټمنت وخت درکوي. که تر لومړي ایمیل وروسته ځواب ترلاسه نشي، باید پرله پسې ایمیلونه وشي ځکه ډیرو ته یې په همدې شکل بالاخره وخت ورکړی. 

3. کله چې سفارت د ویزې اپاینټمنت لپاره وخت درکړ، باید جرمني کې بلاک اکونټ جوړولو ته اقدام وشي، ځکه سفارت کې د ادمیشن او نورو اړینو اسنادو تر څنګ د بلاک اکونټ سند هم غوښتنل کیږي (سفارت ویب پاڼه کې د اړینو اسنادو چک لیست وکتل شي). بلاک اکونټ داسې یو سند دی چې د شخصي مصرف له لارې د تحصیل پر مهال جرمني کې ستاسې مالي امکانات ښيي. جرمني کې بیلابیل پلټفارمونه لکه Fintiba او Expatrio د بلاک اکونټ خدمتونه وړاندې کوي. دې پلټفارمو کې تر اکونت جوړولو وروسته د یوه کال د مصارفو پیسې باید انتقال شي چې فعلا د میاشتې 934 یورو ټاکل شوې. د پیسو تر لیږد وروسته، د څو ورځو په اوږدو کې د بلاک اکونټ سند له اکونټ څخه دانلود او سفارت ته یې له ځانه سره وروړئ. پخوا له افغانستان څخه بلاک اکونټ ته د پیسو لیږد د عزیزی او AIB بانکونو له لاري ترسره کیده، خو اوس فکر کوم دا چاره د یادو بانکونو له لارې تر نامالومې مودې دریدلې. دلته جرمني کې زموږ یو ملګری پدې برخه کې همکاري کولی شي. که د چا خوښه وي، ما ته دې شخصي مسج کې ولیکي څو در معرفي یې کړم. خو یوازې هغه کسان دې پیغام راواستوي چې ادمیشن یې اخیستی وي او پیسو لیږد کې ستونزه ولري. هغه کسان چې تحصیلي ویزې ترلاسه کوي، جرمني ته تر راتګ وروسته د یوه کال په اوږدو کې یې د بلاک اکونټ څخه د میاشتې 934 یورو ورته آزادیږي. د دویم تحصیلي کال لپاره بیا اړینه ده بانکي اسټیټمنت وښيئ. کچیرې ویزه ترلاسه نشي، د څو اونیو په اوږدو کې د بلاک اکونټ پیسې بیرته لیږدوونکي اکونټ ته انتقالیږي.

Related Articles

آبیاری چیست

آبیاری_چیست؟  آبیاری عبارت است از رسانیدن آب مورد نیاز نبات با دخالت انسان جهت رفع نیاز نبات می باشد. هرگاه نباتات نتوانند در طبیعیت آب مقدار ضرورت خویش را بشکل نورمال بدست آرند و با دخالت انسان نیازمندی نبات رفع گردد به آن آبیاری گفته میشود. خلاصه اگر در تامین آب مورد ضرورت نبات انسان دخالت نمایید به آن آبیاری گفته میشود.آبیاری در نباتات بستگی به...

اورلګېدنه ولې رامنځته کېږي؟

اور لګـــېدنه اور لګېدنه کومه نوې پديده يا کومه نوې اصطلاح نده بلکې د( چاپېريال ساتنې علم) يوه لويه برخه تشکيلوي. په اکثره هيوادونو لکه اسټراليا یا ترکیه کې د ځنګلونو اور لګېدنه د ونو او نورو نباتاتو لپاره د  ژوند د دوران يا Life Cycle  يوه اړينه برخه ده ځکه دوی ځينې داسې ځانګړي خواص لري چې د اور د پراخېدو سبب کيږي، د بېلګو په توګه لکه د ونو پوستک...

ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

زیاتره کسان پوښتنه کوي چي ګرین کارټ لاټرۍ د ثبت نام څخه تر امریکا پوري څومره لګښت لري ؟ جواب: د ګرین کارټ لاټرۍ مصرف باید له دریو اړخونو وڅېړو لکه: د ثبت نام لګښت، تر کامیابۍ وروسته لګښت او د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت. ۱- د ثبت نام لګښت: د امریکا وزارت خارجه ویب سایټ کي د ثبت نام لپاره هیڅ فیس نه اخیستل کیږي، یعني ګرین کارټ لاټرۍ ته ثبت نام په...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...