غټ سترګې نجلۍ
لنډه کیسه
لیکواله: شکېبا نادري
هره خوا خوښۍ خورې وې، نجلۍ هم له دې چې د ورېندارې له پېغورونو خلاصه شوه، د نوي ژوند لپاره یې په زړه کې نویو هیلو غوټې وهلې. هلک چې د نجلۍ غټو او د غشو په څېر بڼو ته وکتل، له ځان سره یې غلي وویل: "شکر خدایه چې زما دعا دې قبوله کړه او زما غټسترګې دې زما کړه!"
د نجلۍ په واده میاشت نه وه اوښتې چې خاوند یې په ترافیکي پېښه کې مړ شو. په نجلۍ یو ځل بیا دا نړۍ اور شوه، د هلک د مور پیغورونه له ورېندارې هم ډېر شول، هره شېبه به یې ورته ویل:
"ته بد قدمه چې راغلې موږ د تباه کړو، زموږ ارامي دې له منځه یوړه، زما زوی ستا بدبختې له لاسه مړ شو."
د نجلۍ ژوند د دوزخ غوندې شو، شپه او ورځ به یې د خواښې او خسر لپاره د مزدورې په څېر لګیا وه، خو په پای کې به یې خواښې ورته ویل چې څه دې کړي ټوله ورځ ناسته وې.
شپې او ورځې تېرېدې نجلۍ د ناهیلۍ او درد ډک ژوند ته ادامه ورکوله هرڅه یې په پټه خوله زغمل، ځکه د تللو لپاره یې هېڅ ځای نه درلود.
یوه ورځ یې خواښې ورته ویل چې ډوډۍ راوړه، وږې یم. نجلۍ ډوډۍ تیاره کړه، زړې ښځې غږ پرې وکړ:
ــ بدبختې!
ډوډۍ لږ وروسته راوړه اوس کار لرم.
ــ سمه ده مورې.
خسر یې راغی، هرې خوا ته یې وکتل شونډې یې وخوځېدې، ډوډۍ ولې نه ده تیاره؟
ښځې د ټیکري پیڅکه سترګو ته ونیوه:
ــ څه به ووایم شل ځله مې غږ وکړ چې ډوډۍ راوړه، خو څوک مې کله خبره اوري.
سړی سم له واره له کوټې ووت، نجلۍ دېته په تمه وه چې څه وخت خواښې ورته امر کوي چې ډوډۍ ور وړي، مخ یې راوړوه، مړاوې سترګې یې د خسر د برګو سترګو سره وجنګېدې، خوله یې پوښتنې ته جوړه کړه، خو ناڅاپه کړس شو، نجلۍ لاس خپل مخ ته ونیو، سړي شاترشا په نجلۍ ګوزارونه کول، خو بې زړه نجلۍ د دې ناروا پوښتنه هم نهشوای کولی.
سړي له وهلو وروسته نجلۍ له کور وایستله او ورته وویل:
ــ نور دې دلته ونه وینم!
نجلۍ د سړي پښو ته ښکته شوه، زارۍ یې شروع کړې:
ـــ خیر دی پلارجانه، ما مه شړه زه به چېرته لاړه شم؟
سړي نجلۍ ټیله کړه او دروازه یې ورپسې بنده کړه.
نجلۍ د دروازې شاته حیرانه ناسته وه، له ځان سره یې ډېر سوچونه وکړل، خو د ورور له کور نه پرته یې بل هېڅ ځای نه و، د ورور د کور په لور یې حرکت وکړ، هلته له رسېدو سره سم یې ورېنداره زمزمې پیل کړې:
ـــ دا بدبخته بیا راغله، موږ له دې نه خلاصېږو.
نجلۍ د ناهیلۍ ډکې سترګې ورور ته رډې نیولې وې، خو ورور یې د خور خوا ته هېڅ نه کتل. ورېندارې پرې غږ وکړ:
ـــ ورور ته دې مړه مړه مه ګوره، دا زما کور دی او دلته به یوازې زما امر چلېږي.