To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,481
!له ګناه څخه د خلاصون لارې

!له ګناه څخه د خلاصون لارې

 

ليکنه ـ شکېبا نادري،له ګناه څخه د خلاصون لارې!

 

الله د ځمکې پر مخ انسانان د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا کړي دي او څو څو ځله یې د انسان د خلقت موخه په قران کریم کې په ښکاره توګه بیان کړې او فرمایلي یې دي: {وما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون} 

ژباړه: پېریان او انسانان مو نه دي خلق کړي، مګر د عبادت لپاره. د دې ایت په لیدو سره موږ ته معلومیږي چې د انسان د پیدایښت یوازینۍ موخه د اللهﷻ عبادت او بندګي ده، سره له دې ایتونو بیا هم ځینې انسانان ګناه کوي، څه وخت وروسته له خپلې ګناه پښېمانه کېږي، خو بیا هم د هغې ګناه څخه ځان نه شي ژغورلای.

موږ په دې لیکنې کې له ګناه څخه د خلاصون هغه لارې درښیو چې په ترسره کولو به یې إن شاء الله تاسو له ګناه کولو ځانونه وژغورئ.

 که غواړئ چې دنیا او اخرت مو جوړ شي او له ګناه کولو څخه ځان وژغورئ زموږ دا لیکنه ولولئ!

 

۱. د ګناه د پرېښودلو لپاره جدي او کلکه پرېکړه وکړئ!

که مو له کړې ګناه څخه پښېمانه یاست او نه غواړئ بیا دا ګناه تکرار کړئ، تر ټولو غوره لار یې دا ده چې  د ګناه د نه کولو لپاره یوه جدي او کلکه پرېکړه وکړئ او له ځان سره ژمنه وکړئ چې نور به دا ګناه نه کوئ، همدا پرېکړه د دې لامل کېدلای شي چې تاسو هم په دنیوي او هم په اخروي چارو کې بریالي او خوشبخته شئ.

 

۲. پر دې ایمان او باور درلودل چې اللهﷻ مو په هر ځای او هر وخت کې ټولې کړنې ویني

کله چې موږ پر دې ایمان او عقیده ولرو چې اللهﷻ په هر ځای او هر وخت زموږ ټولې کړنې ویني، نو یو بشپړ مسلمان هېڅکله بیا ګناه نه کوي او له ګناه څخه ځان لرې ساتي. 

 

۳. د ګناه د پایلو په اړه فکر کول

یو مسلمان هغه وخت کولای شي چې ځان له ګناه څخه خلاص کړي، چې د ګناه د ناوړو پایلو په اړه فکر وکړي د ګناه پایلې تل خطرناکې او ناوړه وي، کله چې یو مسلمان مخکې له ګناه د هغو د پایلو په اړه فکر وکړي هېڅکله بیا ګناه نه کوي. 

 

۴. د جنت او دوزخ ترمنځ پرتله 

هر مسلمان اړ دی چې د خپل اخروي ژوند په اړه څېړنه او مطالعه وکړي، نو کله چې یو کس د جنت او دوزخ په اړه معلومات پیدا کړي او دا دواړه ځایونه سره پرتله کړي، خپله به له ګناه څخه ځان خلاص کړي او نیکه لاره به ونیسي.

 

۵. پر دې باور کول چې نفس او شیطان د انسانانو دښمنان دي

په قران کریم کې څو ځله ویل شوي چې د انسان تر ټولو ښکاره دښمنان د هغه نفس او شیطان دي، نو کله چې یو مسلمان دا خبره ومني خپله به له شیطاني کړنو او ګناه څخه ځان خلاص کړي.

 

۶. د سبحان الله ډېر ویل

کله مو چې احساس وکړ چې داسې کړنه باید تر سره کړئ چې په کولو سره یې کېدای شي تاسو ګنهګار شئ، ژر له خپل ځای څخه جیګ شئ، اودس وکړئ او د اللهﷻ ذکر وکړئ.

له ګناه څخه د خلاصون لپاره تل  د بوخت اوسېدلو هڅه وکړئ. انسانان ډېری وخت شیطاني خبرې او ګناه هغه وخت کوي چې وزګار اوسي، نو ډېره بېکاري هم د دې لامل کېږي چې موږ ناسمې کړنې تر سره کړو.

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

نړۍ د رشوت خورو سره څنګه چلند کوي ؟

رشوت ورکول او اخيستل ېوازې د افغانانو ستونزه نه ده بلکې تقريبا د نړۍ ټول هېوادونه او ملتونه له دغه رنځه کړېږي . هر هېواد په خپل خاص ډول او طريقې د دغه ښامار د ختمولو هڅې کوي چې ځينې دغه طريقې کامېابې او ځينې هم چندان ګټورې نه دي. د نړېوال بانک په وېنا هر کال په نړۍ کې ېو تريليون ډالر رشوت اخيستل کېږي . ( غواړئ پوه شی چې 1 ټرېليون څومره پېسې دي ؟ ک...

ای ځوانانو د بریالیتوب لپاره له ما واورئ

نوی ځوان شوی وم هېر مې نه دي چې له خپل پلار څخه ډېر زیات ګېله من وم کله نا کله به مې له ځان سره ژړل چې دا پلار ولې زما سره داسې چلند کوي ما به چې هر وخت خپل پلار ته وویل، پلاره غواړم یو کورس کې نوم لېکنه وکړم، یا غواړم چې یو لرې ځای ته لاړ شم نو زه یوازې یم،بلد نه یم ته راسره ولاړ شه. هغه به راته وویل، چې زویه زما پلار ملا وه هیڅ ځای هم بلد نه وه...

عصر کرونایی و مسوولیت مدنی غیر تعاقدی دولت در قبال اتباع || The corona age and the government's non-contractual civil liability to its citizens

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar مسوولیت مدنی به معنای پاسخگویی در قبال تکالیف است و به دو نوع است، مسوولیت مدنی قراردادی و مسوولیت مدنی غیر تعاقدی که از نوع دوم آن به نام‏های مسوولیت مدنی غیر قراردادی، مسوولیت مدنی غیر عقدی، مسوولیت مدنی خاص، ضمان قهری، مسوولیت تقصیری، م...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...