To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 2 years ago 879
لنډه کیسه:  ټکر

لنډه کیسه: ټکر

ټکر (لنډه کیسه) 
لیکواله: شکېبا نادري

سړي نارې کړې: 
ــــ له بازاره خو به مو بل څه نه وي پکار؟
 غوټۍ خبره ور غبرګه کړه: 
ـــ نه پلاره، هر څه شته. ټول چمتوالی نیول شوی، مېلمانه به هم اوس راورسېږي. 
غوټۍ له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېده، له المارۍ یې خپلې نوې جامې ور واخیستې، له موسکا په ډکه خوله یې په هېنداره کې د ځان ننداره کوله، غلي یې له ځان سره وویل: "هسې مې کله کله ځوروي، راته وایي چې بدرنګه یې زه خو څه بدرنګه نه یم." 
په کړس یې وخندل: "زه هم لېونۍ یم خپله د ځان ستاینه کوم." 
شېبه لا نه وه وتلې چې د وره کړپ شو، غوټۍ د وره په لور نظر وکړ، په وره کې ولاړې کوچنۍ نجلۍ په نیمګړي انداز وویل: 
ـــ ښایسته ترورې، مور مې وایي چې ژر راشه.
غوټۍ د تل څېر په خوږه لهجه  ماشومې ته وویل: 
ــــ ښایسته ترور د له تانه قربان شي، دا دی درغلم. 
بیا یې غلي وویل: "کاش چې ریاض دې هم ستاسو په څېر زما ښایست منلی وای." 
هر څه چمتو و، غوټۍ به هره شېبه خپل لاسي ساعت ته کتل، د شپې نهه بجې شوې مېلمنو ډوډۍ وخوړه هره چابه د ریاض پوښتنه کوله. غوټۍ به ژر وویل، په لاره کې دی اوس به راورسېږي. وخت په تېرېدو و خو د ریاض د راتلو هېڅ کوم خبر نه و، د غوټۍ په سترګو کې د ریاض د راتلو تلوسه لا په زیاتېدو وه، د موبایل په شیشه یې ګوته کش کړه تندی یې تریو کړ په سکرین کې د ریاض شته عکس ته وکتل او ویې ویل: "افففف ته څه وخت له دې بې پروایۍ اوړې راشه کنه." 
د غوټۍ خبرې لا نه وې خلاصي چې د موبایل په سکرین د ریاض نوم ښکاره شو، غوټۍ د موبایل په شنه بټه غټه ګوته کش کړه پرته له سلام نه یې وویل: 
ـــ خیر دی اصلاح شه، نن زموږ د ژوند تر ټولو ځانګړې ورځ ده، یو کال دې ورځې ته په تمه و، خو ته نن هم په وخت رانغلې!!
د غوټۍ خبرې لا نه وې خلاصې چې په مبایل کې یې د بل چا غږ واورېد:
ـــ بلی بلی اورئ!
ـــ تاسو څوک یاست او د دې موبایل څښتن مو څه کېږي؟
ـــ زما نوم سلطان دی، د موبایل څښتن موټر ټکر کړی، اوس مو روغتون ته راوړی تاسو ژر راشئ.
غوټۍ د دې خبرو په اورېدو چیغې کړې څه شوي، هغه خو ژوندی دی...

Related Articles

خواست بي جا

خواست بي جا مصطفی عمرزی پس از فراغت از صنف سياست كه از زمان شمول در آن، از شاگردان تنبل و ضعيف بوده اند،‌ تاكنون نیز نشانه ي واقعي از اميدواري ها براي اخذ نمرات عالي، به چشم نمي خورد. در اين كه از شاگردان ناكارآمد صنف سياست استند، ‌نبايد بسيار عضه خورد؛ زيرا اين نصاب در فرهنگ ما وجود نداشت. بل در خلوت های آن، غمی فربه می شد که حالا به نام حمیت دی...

هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

لیکنه ـ ریاض مقامزی ټولنيز ژوند له قوانيتو او محدودیتونو خالي نه دی. موږ او تاسو ټول حتماً په یوه ټولنه کې ژوند کوو، نو معلومه ده، چې له نورو وګړو سره به اړيکې او خپلوۍ پالو. همدارنګه له خپلو کورنيو، ملګرو، کلیوالو، ټولګيوالو، همکارانو او ګڼو نورو خلکو سره به په ورځني ډول مخ کېږو. له همدې خلکو سره په رفتار او راشه ـ درشه کې موږ باید خپلې هرې کړنې...

په سرمایه ګزاري کې ولې تاوان کوو؟

هر سرمایه ګزار غواړي چې د خپلې سرمایې له لګولو زیاته ګټه وکړي. د سرمایه ګزاري یو تر ټولو مهم هدف همدا دی چې ګټه وکړي خو له ګټې مخکې باید په دې فکر وکړي چې سرمایه څه ډول او په کوم ځای کې په مصرف ورسوي چې ګټه تر لاسه کړي.په د لیکنه کې یوازې په د رڼا اچوو چې ولې زموږ سرمایه ګزاري زموږ په تاوان تمامیږي خصوصا د افغانستان په ټولنه کې چې زیات خلک له سرمای...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....