#موضوع: د سیخ چنګک (Steel Hook) اندازي محاسبه په مختلفو زاویو bend، او overlap حالت کې محاسبه.
#ژباړن. استاد صابرشاه صابري
کله چې یو سیخ په مختلفو زاویو لکه °90, °45 او °180درجو سره سیخ کوږ شوي وي یا چنګک یې اخیري برخه کې جوړ شوي په لاندې ډول اضافه طول محاسبه کوو، د کټ کولو او یا براورد لپاره.
#اول.که چېرې سیخ په °90 درجي زاویه سره تاوو (bend)شوي وي. نو د څلور چنده قطر په اندازه زیات محاسبه کیږی Extra length =4D
مثال. یو سیخ دی، قطر یې 16mm, او 3m طول لري او په °90 زاویه سره تاوو شوئ دی تاسو مجموعي طول محاسبه کړی؟
حل: فورمول لرو. Total length= L+ 4D
مجموعی طول مساوي دي:
TL= 3 m + 4 x (16 mm)= 3000 mm + 64 mm= 3064 mm= 3.064 m
#دوهم.
که چیرې یو سیخ په °180درجې سره تاوو یا bend وي بیا تاوو شوي برخه یا چنګک hook لپاره جمله نهه چنده (9D)د سیخ قطر په اندازه زیات په یو چنګک کې اضافع محاسبه نظر کې نیسو.
د یو چنګک اضافي طول
Total Length = L + 9 D
مثال تاسو پکې حل کړی پورته فورمول کې L سیخ طول دي او D د سیخ قطر دی.
#که چیرې سیخ یو بل څخه (Over lap)کوو لاندې ډول نظر کې نیسو.
اول. په #کشش حالت کې نرم سیخان.
Over lap in tention= 40D + 9D+ 9D
مثال. کشش حالت کې یو سیخ چې قطر یې 14 mm دی او ښوی سیخ دی مقصد دواړو اخیري برخو چنګک شوی دی تاسو سیخ over lap اندازه پیدا کړی؟
حل.
فورمول لروو. Over lap = 40 D + 9D+ 9D
Over lap = 40 x 14 mm = 9 x 14 mm + 9 x 14 mm= 772 mm= 70.2 cm
که چیرې سیخ فشاری حالت کې وی Over lap
لاندې فورمول په واسطه محاسبه کوو.
Over lap= 45 D + 9D+ 9D
#که چیرې سیخ اتکاء ته په °45 درجې سره ، څه ډول د bend شوي برخې اضافي طول محاسبه کولئ شو؟
ثبوت یې لاندې سکرین شات کې شته. نو
Extra = 45.X
او که چیري چنګک هم ولري
Total bar length= L+ 9D+ 9D+ 45.X
نوټ. که چیرې کوم ځای کې مشکل لري سکرین شاټونو کې شکل، فورمول او هر څه واضح دی مراجعه وکړی.
درنښت
تاسو دعاګانو په هیله
استاد #صایرشاه صابري