To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 1,005
د ساختمان سنګکاری

د ساختمان سنګکاری

سنګکاري
د ډیرې پخوا زمانې څخه تیږې د ساختماني مادې په دود د ودانیو، پلونو، استنادي دیوالونو په جوړولو کې کارول کیږي، د مسالې سره د تیږو څخه د دیوال جوړولو ته سنګ کاري وايي.
په سنګارۍ کې د هغه تیږو څخه ګټه اخیستل کیږي چې قطرونه یې د 25-40 سانتي متر پورې وي، په دیوالونو کې د تیږو د کارولو لپاره د بیلابیلو مسالو څخه استفاده کیږي، په پخوا زمانو کې به د سنګارۍ لپاره د چونې او ریګ د مسالې څخه ګټه اخیستل کیدله، خو اوس په افغانستان کې زیاتره انجینران د سنګکارۍ لپاره یواځې د سیمنټي مسالې څخه ګټه اخلي.
د سنګکارۍ په جریان کې د تیږو تر منځ د 2-3 سانتي متره پورې اندازه پریښودل کیږي چې د مسالې څخه ډکیږي
له بلې خوا د سنګ کارۍ دیوال کې د تیږو تر منځ بافت ته پاملرنه کیږي چې له یوې خوا دیوال ته مقاومت او بلې خوا دیوال ته خاصه ښکلا ورکوي.
د سنګ کارۍ په دیوالونو کې د دریايي تیږو څخه استفاده نه کیږي او هغه تیږي چې په خپل مخ باندې منګ لري هغه هم په سنګ کارۍ کې نه کارول کیږي
د تیږو دیوال ته په کتو په افغانستان کې د سنګ کارۍ لپاره د مسالې معمول نسبتونه عبارت دي له 
1:3
1:4
1:5
1:8
چې لومړې برخه یې سمنټ او دوهمه برخه یې ریګ راښایي
د سنګ کارۍ کار د متر مکعب په واحد سره اندازه کیږي او په همدې واحد ورته نرخ ورکول کیږي خو ځینې وخت چې د سنګ کارۍ کار پرته له موادو په اجاره ورکول کیږی هلته د دیوال د لوړوالي او عرض په ذکر کولو سره په متر مربع سره هم اندازه کیږي
په افغانستان کې د شته ریفرنسونو په اساس د سنګ کارۍ په دیوال کې د 30-35 فیصده پورې مساله په کار وړل کیږي چې دغه ارقام د موادو د محاسبې لپاره له تاسې سره مرسته کولی شي.
د یو متر څخه د لوړ دیوال د جوړولو پر وخت خوازې ته هم ضرورت پیښیږي چې باید په براورد کې مصارف په پام کې ونیول شي.
د سنګ کارۍ د دیوال د جوړولو څخه ورسته د تیږو درزونو ته هنګاف ورکوي چې معمولاً ورته جدا ایټم په دود نرخ ورکول کیږي.
هنګاف کاري(Pointing)
د تیږو د دیوالونو د جوړولو وروسته هنګاف کاري کوي، د تیږو د دیوالونو په هنګاف کارۍ د داسې مسالې څخه ګټه اخیستل کیږي چې د سیمنټو مقدار یې لوړ وي، د زیاتو سیمنټو لرونکې مساله بیا زر زر اوبه کولو ته اړتیا لري له دی کبله دغه ډول هنګاف کارۍ ته حد اقل په ورځ کې اوه ځلې د اووو ورځو لپاره اوبه ورکول شي.
که هنګاف لپاره د مسالې نسبت 1:2 وي او په نظر کې نیول شوی هنګاف Flash یا هم هموار په نظر کې نیول شوی وي، نو د هر متر مربع سطحې د هنګاف کولو لپاره 0.065bag کڅوړې سیمنټو ته ضرورت دی، په دغه حساب کې محسابه وشي نو ویلی شو چې د 15 متر مربع هموارې هنګاف کارۍ لپاره یوه خریطه سیمنټو ته ضرورت دی.
خو که په همدغې نسبت(1:2) مساله په پام کې وي، او هنګاف کاري راوتلې(Raised) په نظر کې نیول شوي وي نو د هر متر مربع سطحې د هنګاف کارۍ لپاره 0.13 کڅوړې سیمنټو ته ضرورت دی، په دغه حساب بیا هم که محاسبه ترسره شي نو ویلی شو چې د هر 8 متر مربع سطحې د راوتلې هنګاف کارۍ لپاره یوه خریطه(بوجې) سیمنټو ته ضرورت دی

#سنګکاري

کله چی د یو تهداب سنکاري کوو نو باید لاندې نقطې په نظر کی ونیسو .
1: په هیڅ صورت کی باید ډبرې بدون د رجې او شاقول څخه په تهداب کی و نه لگول شي .
2 : لویې ډبرې باید دتهداب په بیخ کی استعمال شي .
3 : په سنګکارۍ کی باید په زیاته کچه د کوچنیو ډبرو د استعمال څخه ډډه وشي .
4 : په سنګکارۍ کې باید د لویو ډبرو په منځ کې یوه اندازه کوچنې ډبرې استعمال شي، تر څو ډبرې خویې  نه شي .
5 : باید په سنګکارۍ کې د دیوال په څلورو اړخونو کی لویې ډبرې نسبتا د باندی استعمال شي . او کوچنۍ ډبرې باید د دیوال په داخل کی د ډکون لپاره استعمال شي .
6 : په سنکارۍ کې باید د هرې ډبرې  ټولو طرفونو ته مصاله ورکړل شي .
7 : په سنگکارۍ کی ډبرې باید درز په درز استعمال نه شي .
8 : په سنگکاری کی ډبرې باید په ولاړ ډول یعنې نیغې ونه درول شي .
9 : په سنگکارۍ کې باید ډبرې داسې ولگول شي چې اوژد طرف یی داخل د دیوال ته شي .
10 : په سنگکاری کی باید په هس ډول سره کمزورې او درز لرونکې ډبرې استعمال نه شي که څه هم یوه دانه وي .
11 : د سنگکاری خوا او شاه باید تر هغی پټه نه شي چی تر څو یی داخلي مصالي پوره اوبه نه وي خوړلې .
12 : په سنگکاری کی باید په هره نقطه کی د هموارۍ لپاره د پایپ لیول څخه کار واخیستل شي .
13 : په سنگکاری کی باید د باجري څخه استفاده وشي .
۱۴.باید په سنګکارۍ کې تر ۳۵% پورې مصالحه پکار یوړل شي.
۱۵. کله چې سنګکاري مکمله شي، لپاسه یې باید د DPC کانکریټو طبقه همواره کړل شي ،چې مارک یې 200 او نسبت یې 1:1.5:3 دی
۱۶. په ساختمانونو  کې د سنګکاریو د ساتلو بهترینه طریقه انګاف کاري ده، چې باید ټول ډبرین دیوالونه انګاف کاري شي د انګاف د مصالحه نسبت باید 1:3 او یا 1:4 وي.

                               KBC
            Karimi Buildings Construction

Related Articles

د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا تګلاره وه، چې حقیقت ووایي، که هرڅومره تریخ هم وي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د "منټو" د ژوند او هنر...

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د یادې ورځې په اړه لا ډېر پوه شئ.   سواد څه ته وايي؟ دا کلمه تقریبا د...

د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.   2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه استفاده وکړي.   3- دولت ته پکار دي چې د لویو تولیدي شرکتونو کلک حمایت وکړي او د دوی امن...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...