To start downloading books

Please sign in or create an account.

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠ 

ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي ٠ 

دملا نصرالدين پلار خواجه عبد الله نو مید چې هم يې ديني علو م زده ول اوهم یې خلکو ته ديني لوستونه ورکول او هم په هماغه ښار کې دجمعې دلمانځه خطيب او امام و٠ ملا نصر الدين په کو چنيوالي کې ليک لوست دخپل پلاره زده کړ٠ دی له هماغه کو چنيوالي نه يو ځيرک ،هو ښيار او حاضر جوابه ماشوم و٠ ملا نصرالدين ورو سته بيا دعلو مو دزده کړې لپاره دقو نيې ښار ته لاړ او تر زده کړو ورو سته دکار دموندلو په تلاش کې يې دقو نيې ښار پر ېښوداو (اق شهر) ته چې دتر کيې يو بل ښار ګوټی و ولاړ او هلته يې دديني زده کړو دښوونکي،مدرس او امام په توګه یې خپله دنده سر ته رسو له٠ 

دده دټوکو ټکالو،لطيفو او کيسو نه جو تيږي چې نو موړی د میرمنې او اولادونو څښتن و٠ دده زياتره ټوکې ټکالې،لطيفې او کيسې په مجازي او حقيقي ډول يو له بل سره اوبدل شوي چې لوستونکي ورته اريان پاتې کيږي چې ملا نصرالدين څومره هوښيار او ځيرک انسان و٠ 

دملا نصرالدين د ټوکو ټکالو او لطيفو سره نه يوازې دتر کيې،ايران او افغا نستان خلک اشنايي لري، بلکې دده دټوکو ټکالو او لطيفو سره دتاجيکستان، ازبکستان، اذربايجان، پا کستان، هندوستان اوعربي هيوادونو خلک هم اشنا يي لري٠ همداسبب دی چې دده ټو کې ټکالې او فکاهۍ په ترکي، البا نيايي،عربي، ارمني،اذري،  بنګالي،بوسنيايي،بلغاريايي،کوردي،چينايي،روسي،هندي،ايټالوي،يوناني،پښتو، پاړسي، رومانيايي،سربيايي او اردو ژبو کې شته٠ همداراز يو نسکو١٩٩٦-١٩٩٧ کال دملا نصرالدين دنړيوال کال په نامه سره اعلان کړی و٠ ترکانو په اق شهر کې دده په نامه يو پارک هم جوړ کړی دی٠ 

ويل کيږي چې ملا نصر الدين په ١٢٧٥ او په بل روايت په ١٢٨٥عيسوي کال کې په اق شهر کې له دې نړۍ ستر ګې پټې کړي دي٠هرکال دملا نصرالدين مقبرې ته دنړۍ دګوټ ګوټ نه خلک ورځي او هم داق شهر خلک ورته ډېر درناوی کوي٠ داهم ګرانو لوستونکو ته دده یوه ټوکه.

خپلې لورته دملا نصرالدين نصيحت: ملا نصرالدين خپله لور يوه کليوال سړي ته ورکړه اوکله چې دهغې دواده شپه راورسيدله دزوم کورنۍ او خپلوان راغلل او دملا نصرالدين لور يې پر يوه خره باندې سپره کړه او له ځانه سره يې بوتله٠ دزوم کورنۍ او خپلوانو لا ډېر واټن نه و وهلی چې ملا نصر الدين په ځغا سته په داسې حال کې چې ساه يې لنډه لنډه کېدله ځان هغوی ته ور ورساوه٠ دزوم کورنۍ او خپلوان هک پک شول چې څه پېښه شوې ده چې ملا داسې ساه نيولی راغی نو يې ترې وپو ښتل چې خيريت خو به وي چې په دومره منډو دې ځان تردې ځايه راورساوه؟ ملا نصرالدين ورته ويل چې بايد خپلې لور ته مې يو نصيحت کړای وای خو له بده مر غه رانه هېر شوی و،نو اوس مې چې راپه ياد شو نو دلته مې رامنډې کړې٠نو دايې وخت دی چې زه بايد هغه نصيحت خپلې لور ته وکړم٠ ملا خپلې لور ته ورنږدې شو او دخپلې لور په غوږ کې يې وويل: لور جانې! کله چې په ستنه کې تار اچوي نو له ياده دې ونه وځي چې دتار په اخر کې به غو ټه وراچوي، که دا کار دې ونکړ نو تار به دستنې نه ووزي او ته به سر ګردانه شي٠

لطیف یاد

Related Articles

د خرما (۱۰) حیرانونکې روغتیايي ګټې

په تاریخي ډول ، د ځمکې پرمخ خرما ترټولو پخوانۍ مېوه لرونکې ونه ده. د دغې مېوې تولید او مصرف په مینځني ختیځ ، افریقا او آسیا کې خورا ډير ښودل شوی دی. د خرما ونه په اصل کې له میسوپوټامیا او مصر څخه سرچینه اخستې ده. دا هغه سېمې دي چېرته چې د لومړي ځل لپاره خورما ونې کرل شوي او د کرل شویو ساحو فوسیلونه په کې موندل شوي دي. د نړۍ اصلي خرما تولیدونکي هېوا...

د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې

ددې ستر آیرلینډي لیکوال بشپړ نوم جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" دی. د انګلېسي ادبیاتو په ډرامه لیکونکو کې د لومړي قطار له کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په "۱۸۵۶م" کال د آيرلینډ په مرکز دوبلین کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا چې کورنۍ یې ډېره غریبه او ناچاره وه نو تل به یې د مور او پلار ترمنځ شخړه وه، نو ځکه خو د برنارد شاو ماشومتوب له خواشينيو خل...

د عمر بن عبدالعزیز رح واقعه

د عمر بن عبدالعزیز رح یوه وړه لور وه، د اختر ورځ وه په ژړا راغله پلار یې ترې وپوښتل: لورې ولې ژاړې؟لور يې ورته وویل: ټولې انجونې نوې جامې اغوندي او زه د امیر المؤمنین لور یم او زړې جامې مې اغوستې دي..!عمر چې د لور خبرې واورېدې نو خفه شو، لاړ او د بیت المال مسؤل ته یې وویل: آیا ماته اجازه راکوې؟چې د خپلې راتلونکې میاشتې له معاش څخه مصرف وکړم؟خزانه د...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...