Monitoring نظارت
771
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-08 07:04:35
انجینرانو لپاره اړین معلومات
Monitoring and Evaluation?
نظارت Monitoring
نظارت د یوي پروژي/پروګرام د فعالیتونو د دوامداره او سیستماتیکی کتنې نه عبارت دی، چی په تعین شوو وختونو کې ترسره کیږي.
یا په بل عبارت:
• د تعین شوو شاخصونو په چوکاټ کې په دوراني ډول د معلوماتو راټولولو نه عبارت دي، چې اداره کوونکي په دې پوهوی چې ایا د پروژی اساسي فعالیتونه د پروژي د پلان سره سم اجرآ کیږي که نه.
Monitoring objectives
د نظارت مقاصد
• Establishing standards of performance.
• ترڅو معیاری اجرآت ایجاد کړو
• Measuring actual performance. ترڅو واقعی اجرات اندازه کړو
• Comparing the actual performance with the established standards and identify deviations, if any.
• د واقعی اجراتو پرتله کول د ایجاد شوو معیارونو سره او د انحرافاتو پیدا کولو لپاره
• Identify the reasons causes of deviations,د انحرافاتو د عواملو پیدا کول
• Deciding about the actions د یو اصلاحی عمل د اجرا لپاره د تصمیم نیول
• Implement the corrective action د درست عمل تطبیقول
What do we monitor?
له څه شی نه نظارت کوو؟
Men (human resources) له انسانی منابعو نه
Machinesله ماشین الاتو نه
Materials موادو نه
Moneyله پیسو نه
Time وخت نه
Tasksکارونو نه
Technical Performanceد تخنیکی اجراتو نه
When do we monitor?
کله نظارت ترسره کوو؟
End of the project د پروژی په اخیر کې
Continuously په دوامداره توګه
Regularly همیشه
While there is still time to react هغه وخت چی د بیا کتنی وخت موجود وی
As soon as possible هومره ژرژر چی ممکن وي
At task completionد هر کار د تکمیل نه وروسته
At pre-planned decision points د پروژي د پلان په وخت کې مو چې کومو وختونو باندي تفاهم کړی
Types of Monitoring
• Performance Monitoring” “Process Monitoring”
د اجراتو نظارت / د پروسي نظارت
• Compliance Monitoring “Impact Monitoring”
د تاثیر نظارت یا مکمل نظارت
Types of Monitoring according to participation:
• Conventional Monitoring (operating by project staff)
معمولي/ له دود او دستور سره سم نظارت ( چی د پروژی پرسونل يې مخته وړي)
• Participatory Monitoring مشترک/ ګډ نظارت چی معمولا د پروژی پرسونل، ډونر او نور سهمداران يې په ګډه مخته وړي)
له نظارت نه مخکېله ځانه باید یو لړ پوښتنې وپوښتو:
په څه باید پوه شو؟( چی اوس پری نه پوهیږو)
د چا نظریات او تجربی ورسره مرتبطي دي؟
د نظارت د عملي کیدو لپاره څوک پریکړه کوي؟
له چا نه توقع کیږي چی په نیول شوې پریکړې عملي کړي؟
څوک د مشکلاتو د تحلیل اوهغې ته د حل لارو د موندلو تجربه لري؟
د پروژی د کامیابي لپاره د چا فعالانه ملاتړ لازم دي؟
څوک په هغي کې د شمولیت حق لري؟
په پروژه کې د تغیراتو په واردولو سره څوک ممکن د تهدید احساس وکړي؟
ولي نظارتWhy monitoring?
ددی نه ډاډ ترلاسه کول چی پلان شوی فعالیتونه په خپل وخت اجرا کیږي
ددی نه ډاډ ترلاسه کول چی کاری پلانونه د توان تر کچي عملی کیږی.
ددی نه ډاډ ترلاسه کول چی رامنځته شوی تغیرات او اصلاحی فعالیتونه په هغه ځاي کې چې لازم دی ترسره شوی که نه
خلک معلوماتو ته اړتیا لري، د نظارت د راپور په واسطه هغوي خبریږي
د موانعو، مشکلاتو او نیمګړتیاوو وړاندوینه او هغوی ته د مناسبو حل لارو پیدا کول.
ددی نه ډاډ ترلاسه کول چی کار په سم ډول او د سم مسیر په لور د حرکت په حال کې دي.
د کارونو د معیار او کیفیت د لوړوالي لپاره
ددی نه ډاډ ترلاسه کول چی له منابعو څخه سمه ګټنه کیږي.
ادامه...
تر څو مشکلات په ګوته او په لومړني مرحله کې له منځه یوړل شی.
د نویو فرصتونو د پیژندنې لپاره
د پالیسیو سره اړخ لګوونکو لاسته راوړنو تامینول
د فعالیتونو او پیښو د ریکارډ د برابرولو لپاره
د پروژی د پرسونل د کمک او هڅوني لپاره
ډونرانو ته د حساب ورکولو لپاره
ګټه اخیستونکو او په پرګرام کې نورو برخه اخیستونکو ته د حساب ورکولو لپاره
کار گروپی Group work
د څلورو ګروپونو تشکیلول
۱ او ۳ ګروپونه
د نظارت مراحل ؟
۲ او ۴ ګروپونه
معمولا نظارت د څه سره سرو کار لري؟
د ګروپی کار د ترسره کیدو لپاره وخت ۲۵ دقیقي
معمولا نظارت د څه سره سرو کار لري؟
په کار باندي تاکید کوی چې انحرافات پیدا کړي.
خپله نظر او پشنهاد نه ارایه کوی بلکه موضوع پریکړه نیونکي مرجع ته انتقالوي.
نظر د اداری جوړښت ته، د بهرنیو کارکوونکو له لوری ترسره کیږي.
یواځی د کار انحرافاتو ته تبارز ورکوي.
د کار تمرکز يې کار دي نه کارکونکي
د عکاسی د کمري په ډول عمل کوي ( مخي ته ګوري)معمولا د حال او لنډي ماضی سره سرو کار لري.
ادامه...
اجرا شوی کارونه د پلان شویو فعالیتونو ته په کتو ارزوي.
د کار پیشرفت د پروژي د هدف او مقصدونو په طرف اندازه کوي.
د پروژی، موسسی، او ټولني قوتونه او نیمګړتیاوي پیدا کوي.
د پروژی په کارونو کې کیفیت لټوي
نا حل شوی مشکلات پیدا کوی او د هغي د ضرر کچه محدودوی.
د نظارت مراحل Monitoring steps
1. د نظارت د هدف او مقاصدو تعینول ( د نظارت لپاره مقاصد وټاکې او د هر مقصد لپاره مرتبط شاخصونه لیست کړي او همدارنګه د معلوماتو د راټولو نوعیت مشخص کړي)
2 . پلانول ( د نظارت د غوره تطبیق لپاره د نظارت ټول فعالیتونه پلان کړي)
3 . مخکي له تطبیق نه د پلان ارزول
4. د صلاحیت لرونکي مقام نه د منظوري اخیستل
5. د معلوماتو راټولول(د معلوماتو د راټولولو لپاره میتودونه او د معلوماتو د ترلاسه کیدو منابع او نیټه مشخصه کړي)
ادامه...
6. د راټولو شویو معلوماتو تحلیل او تجزیه (تشریح کړي چې معلومات به په څه ډول تحلیل او تجزیه شي)
7. صلاحیت لرونکي مقام ته د راپور وړاندي کول(کارکونکو او ټولني ته د معلومات د تشریح او نشرولو کړنلاره تشریح کړي)
8 . له ترلاسه شویو حقایقو او شواهدو نه استفاده (توصیح کړي چې په څه ډول به د ترلاسه شویو حقایقو او شواهدو د راتلونکو فعالیتونو د ښه والي لپاره ګټنه وشي)
مراحل نظارت Monitoring steps
Complete Background Tasks
Develop Objectives
Plan the Monitoring activities
Design the Monitoring Methodology
Implement Monitoring as a Pilot Study
Implement Monitoring
Report and Use Results
سوپرویژن(مراقبت) څه شي دي؟ Supervision
سوپرویژن د مشاهدي له دوامداره پروسي نه عبارت دي چی د پروژی له پیل نه تر پاي پوری د هغی د ټولو ورځنیو کارونو څخه په دوامداره توګه ترسره کیږي.
دسوپرویژن په اساس مونږ د کارونو نیمګړتیاووي، کمبود او پرمختګ کولي شو پیدا کړو.
د تعقیب، ملاتړ او لارښوني له پروسي نه عبارت دي.
سوپرویژن له څه سره سرو کار لري؟
• په کارکوونکي تاکید کوي.
• د انحرافاتو عوامل پیدا کوی او هغي ته د حل لار لټوي.
• د کار د ښه والي لپاره خپل نظر او پشنهاد ارایه کوي.
• نظر د اداري جوړښت ته داخلي کارکوونکي دي.
• غیر سیستماتیک دي.
• یو سوپروایز، نظارت کوونکي هم دي مګر نظارت کوونکی سوپروایز نه دي.
• لاس لاندي کارکوونکو سره د هغوي د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرسته او همکاري کوي.
په کارونو کې د سوپرویژن اهمیت
په کارونو کې د تیروتنو اندازه کموي او د هغي د تکرار نه مخنیوي کوي.
د منابعو او وسایلو د نا مناسبه استعمال نه مخنیوي کوي.
د کارکوونکو د بیهوده مصروفیتونو مخه نیسي.
د کار د نیمګړتیاوو د اصلی عواملو د تشخیص سبب کیږي.
ددی سبب ګرځي چي کارونه د پلان سره سم اجرآ شي او د هغې نه د توقع سره سمی پایلي ترلاسه شي.
کارکوونکو ته دا احساس ورکوي چی د بیکاري او نامناسب کار د اجرآ په صورت کې تری پوښتنه کیږي.
کارکوونکي پابند وی، بی ځایه وخت تیرولو او عیابت نه يې مخنیوی کوي.
دوام...
کارکوونکي بوخت ساتي چې په پایله کې د هغوي مهارتونه او کاري تجربه غني کیږي.
د کار او پروژی هدف واضح کوي او هغي ته د رسیدو درجه ثابتوي.
کارکوونکي له خپلو دندو او مسولیتونو نه خبر ساتي.
ددی سبب ګرځي چې سوپروایزر له خپلو کارکوونکو سره په تماس کې وي.
د کارکوونکو له مشکلاتو نه خبریږي او عندالموقع ورته د حل مناسبه لاره لټوي.
د نظارت او سوپرویژن مقایسه( مراقبت)
ارزیابی څه شي دي ؟ Evaluation
ارزیابي د نظر وړ پروګرام، پروژی او پالیسي د ترلاسه شوو پایلو( نتایجو) هدفمنده او سیستماتیکه ارزونه ده چی په شروع، وسط او پاي کی ترسره کیږي.
EVALUATIONارزیابی
E- Evidence د حقیقتونو ښکاره کول
V- Value هغی ته ارزښت ورکول
A- Action عملی کول
L- Long-term د وخت په اوږدو کې
U- Utilization په کار اچول
A- Aimed د هدف اندازه کول
T- Towards په طرف د
E- Efficiency موثریت
د ارزیابي ډولونه kinds of evaluation
لومړنې ارزیابي Primary Evaluation د پروژي له پیل نه مخکي د ګټه اخیستونکود شرایطو په اړه د انتخاب شوو شاخصونو ارزیابی ده.
کلنۍ ارزیابی Annual Evaluation- د یو کال په اوږدو کې د يوي پروژی د داخلی عملکرد او د هغی د پرمختګ ارزیابی ده چې معمولا پکې د پروژي د پایلو او استراتیژیو ارزیابی ترسره کیږي.
وسطی ارزیابي Mid-term or “phase” evaluations –معمولا د یوی پروژي بیروني ارزیابی ده چی د پروژي عملکرد، اداری/موسسه ای ظرفیت او اصلاحی اقداماتو باندي تمرکز کوي، ترڅو د پروژي په پاتي دوره کې ترلاسه شوي لاسته راوړني خفظ او بهتري شي.
.
ادامه...
نهائی ارزیابی Final evaluations د پروژي د داخلی او بیروني اثراتو، نتایجو، تاثیراتو، سود او منفعت ارزیابی ده چی د پروژی له پاي نه وروسته ترسره کیږي.
د پروژی عملکرد ارزیابی Ex post evaluation د پروژي د ګټه اخیستونکو ترمنځ د یوي پروژي د بیرونی تاثیراتو ژوره مطالعه ده چی معمولا د پروژی د پاي ته رسیدو نه د ۵ نه تر ۱۰ کلونو په ترڅ کې ترسره کیږي.
د پروژی له تطبیق نه وروسته ارزیابي
د پروژی له تطبیق نه وروسته ارزیابې کې باید لاندې ټکې په نظر کې ونیول شي:
• څه ډول پوه شوو چی دا پروژه په کامیابی سره تطبیق شوي ده؟
• ایا د پروژی ګټه اخیستونکې د پروژی د لاسته راوړنو څخه راضي دي؟
• ایا کولې شوو له دې پروژي نه تجربي ترلاسه کړو؟
• څه شي د پروژی د کامیابي، تاثیر او دوامداري سبب شوی؟
• ایا پروژه توانیدلې هغه ګټې چی د پروژي په پلان (پروپوزل) کې يې پشنهاد کړي وی ترلاسه کړي؟
نوټ: د ښه اطمینان په خاطر د پروژی د ګټو د ترلاسه کیدو پلان باید د پروژي په پیل کې تهیه شی.
د ارزیابی ډولونه Type of evaluation
• Formative Evaluation شکلې ارزیابي
• Summative Evaluation خلاصه ای ارزیابي
• Process Evaluationپروسه ای ارزیابي
• Outcomes Evaluation د پایلو ارزیابی
• Impact Evaluation د تاثیراتو ارزیابي
گروپی کار Group work
د څلور ګروپونو ترتیبول
۱او ۳ ګروپ ولي ارزیابي ترسره کیږي؟
۲ او ۴ ګروپ په ارزیابي کې مونږ کومو مسایلو ته کتنه کوو؟
وخت ۲۵ دقیقي
ولي ارزیابي؟ Why Evaluation
ارزیابی معمولا د پروژي د:
• منطقی توبLogically
• موثریت Effectiveness
• مثمریت Efficiency
• تاثیراتو Impact
• دوامداری Sustainability
• د ښو او بدو تجربو د زده کړي لپارهLesson learn
په ارزیابي کې مونږ کومو مسایلو ته کتنه کوو؟
ایا دې پروژي ضرورتونه او د ظرفیت جوړونه مطرح کړي.
ایا دې پروژي له منابعو نه په عاقلانه طور کار اخیستي؟
ایا دا پروژه خپل مرام ته رسیدلي/ رسیږي؟
ایا دا کړنلاره د موخو او مقاصدو په ترلاسه کیدو کې کمک کوي؟
ایا زمونږ لاسته راوړني به د پروژي له پاي ته رسیدو وروسته دوام وکړي؟
ایا زمونږ لاسته راوړني له پالیسیو سره ربط لري؟
ایا زمونږ لاسته راوړني د نورو موسساتو سره په همغږي کې قرار لري.
د ارزیابي ګټي
هغه کسانو ته چی تصمیم نیسي د مشوري په ورکولو کی کمک کوی او د پرمختګ لاري ورته ښيي.
له خلکو سره د کار د بهتره طریقی په پیژندنه کې مرسته کوي تر څو له منابعو نه موثره ګټه اخیستنه وشي.
د پروژی اړتیاووی ښکاره کوي.
ادامه....
دا ښکاره کوي چی اصلی خلک تراوسه ددې ارزښت لري چی د هغوی ضرورتونه ترلاسه شي.
د خلکو د قابلیتونو په انعکاس او د پروژي له کارونو نه د زده کړو په ترلاسه کیدو کې مرسته کوي،
دا په ډاګه کوي چې موجوده منابع ( پیسي، وخت او زمونږ کوښښونه) کافی دي که نه.
د نظارت او ارزیابی ترمنځ عمده تفاوتونه
د اشتراکی نظارت او ارزیابي دوره
Logical Framework
چوکات تحلیل منطقی پروژه
چوکات تحلیل منطقی پروژه (Log Frame) ابزار تطبیقی پروژه است که قابلیت این را دارد که پروژه های مغلق را در یک ورق کاغذ به گونه واضح به ما تفهیم نماید، از(Log Frame) همچنان به گونه ابزاری در مراحل تطبیق پروژه، پلانگذاری، نظارت و ارزیابی استفاده میشود.
چوکات تحلیل منطقی پروژه
Logical Frame work Matrix
Vertical Logic
The vertical logic identifies what then project intends to do, clarify the causal relationships, and specifies the important assumptions and uncertainties behind the project manager’s control (Column 01 and 04).
Horizontal Logic
The horizontal logic defines how project objectives specified in the project description will be measured, and the means by which the measurement will be verified (column 02 and 03).
analyzes the existing situation during project preparation;
د پروژی د ترتیبولو په وخت کې واقعی وضعیت مونږ ته تحلیلوي.
establishes a logical hierarchy of means by which objectives will be reached;
د منابعو واقعی تسلسل/ د مراتبو سلسله ایجادوی چی د هغي په اساس مونږ مقاصدو ته رسیږو.
identifies the potential risks to be overcome for achieving the objectives, and outcomes;
مونږ ته د هغو خطراتو قوت را په ګوته کوي د کومو سره چی مونږ خپل هدف او مقاصدو ته درسیدو په لړ کې مقابله کوو
establishes how outputs and outcomes might best be monitored and evaluated;
مونږ ته دا ښکاره کوي چی څنګه کولای شو outcomes او محصول په ښه ډول نظارت او ارزیابی کړو
presents a summary of the project in a standard format.
د پروژی خلاصه په یو معیاری شکل مونږ ته تشریح کوی
شاخص څه شي دي؟ Indicators
له هغه نښو نښانونه عبارت دي چې د هغې په اساس د پروژي د کار پرمختګ د تعین شویو مقاصدو په مقابل اندازه کیږي او د کړنو د ترسره کیدو ښودنه کوي.
د کمی اقداماتو اندازه ګیري او کیفي قضاوتونه دی چې په اساس يې د مقاصدو لاسته راوړنه اندازه کیږي.
Indicators are a measurable or tangible sign that something has been done.
Types of indicators
د شاخص ډولونه
Quantitative indicators:کمی شاخصونه
د مشخصو اعدادو او ارقامو په واسط ارایه کیږي د پروژی د عددی او فیصدی پرمختګ له اندازو سره سرو کار لری
Should be reported in terms of a specific number or percentage.
Assessing the significance of an outcome requires data on both number and percent.
Qualitative indicators:کیفی شاخصونه
Qualitative statements کیفی جملي دی
Measure attitude, behavior د سلوک او کړو وړ اندازوسره سرو کار لري
Quantitative indicators
Examples
Number ofتعداد...
Percentage ofفیصدی....
Amount of مقدار....
The ratio ofنسبت....
Length of distance. فاصله/ مصافه.....
Weight of وزن...
Size ofاندازه....
Areas of ساحه ....
spread of پراخوالي ....
Qualitative Indicators
Examples
Presence of حضور...
Evidence of شواهد....
Availability of لاسرسی قابلیت.....
Quality ofکیفیت....
Accessibility of لاسرسي.....
Existence of موقعیت....
Sustainability of دوامداری....
Improvement ofپرمختګ....
Ability to (e.g. skills) توانایی.....
Potential of قوه/ استعداد.....
څه ډول او څه وخت کولي شو شاخصونه انتخاب کړو؟
د پروژي له پیل مخکي باید شاخصونه تشریح شي او په اړه يې بحث وشی.
د شاخصونو د انتخابولو بله طریقه د پروژي د مشکلاتو وني ته په نظر کولو سره کیږي، کله چې پروژه د یوی ستونژی عامل ارایه کوي د هغي اثرات باید له منځه یوسي چې وروسته هغې ته دکامیابي شاخص ویلي شو.
همدارنګه کولی شو د پروژی د تحلیل له منطقی چوکاټ ((log frame نه هم شاخصونه واخلو.
د یو ښه شاخص ځانګړني
• واقعی وی Reliable
• موثق او د اعتبار وړ وی Valid
• د پروژی د مقاصدو سره مرتبط ویRelevant
• دقیق او مختصر وی Precise
• په خپل وخت وی Timely
• په بی طرفه توګه د تائید وړ وی
• د اندازه ګیري وړ وی Measurable
• د مقایسی وړ وی Comparable
M&E Planد نظارت او ارزیابی پلان
د نظارت او ارزیابی پلان یو جدول دی چی د هغی په اساس نظارت او ارزیابی مامورین د یوي پروژی او پروګرام د نظارت او ارزیابي اساسي اړتیاوي د هر شاخص او فرضي په مقابل کی تعینوي.
Monitoring &Evaluation Plan (M&E frame work)
د پروژی د اسنادو نظارت
د پروژی کوم اسناد باید نظارت شي؟
ولی د پروژی اسناد باید نظارت کیږي؟
ترڅو ډاډه شو چې د پروژی ټیم واقعیتونه منعکسوی که نه؟
د پروژي د کار پرمختګ د پروژی د اسنادو (پلان) سره سم پرمخ ځي که نه؟
د معلوماتو را ټولول
Data Collection
معلومات څه شی دي؟
هغه معلوم شیان، حقایق، شکلونه، اعداد، ارقام، مدارک ریکارډونه او احصائي چی د هغي څخه نتیجه ترلاسه کیږی د معلوماتو په نوم یادیږی.
د معلوماتو راټولول څه شی دي؟
د نوموړو معلوماتو راټولولو ته Data Collection وایی چی دا کیدای شی زمونږ د فعالیتونو له پیل څخه مخکی(پلان) د هغی په دوران (مونیټورینګ) او یا هم د هغی له تطبیق څخه وروسته ( ارزیابی)راټول شی.
د معلوماتو ډولونه
په عمومی توګه معلومات په دوه ډوله ویشل کیږی:
۱- کمی معلوماتQuantity Information :
همیشه د پروژی د فزیکی اندازه گیریو سره، سر او کار لری او د شمیرو او اعدادو په شکل ارایه کیږی.
۲- کیفی معلوماتQuality Information :
د پروژی د کیفیت حال او موثریت د څرنگوالی په هکله توضیحات ورکوی او د کلماتو او جملاتو په مټ بیانیږی.
د معلوماتو موجوده منابع
کوم معلومات چی مونږ غواړو راغوڼد کـړو ممکن د لاندی شکلونو نه په یو شکل د مخکی څخه موجود وی:
حکومتی مرکزی، منطقوی، ولایتی، او ساحوی دفترونو کې.
د مخكينيو سروی او څیړڼو په راپورنو کی.
د پانګی اچونی د ملاتړ اداری په راپورنو کی
د عوایدو او ګمرکونو په ریکارډونو کی.
په تولیدی ریکاردونو کی.
په عمومی مطبوعاتو لکه ا خبارونه، مجلی او نشریو کی.
د نړیوالو اقتصادی ادارو او مستقل مشورتی ارگانونو سره.
مسلکی متخصصینو او کتاب خانو کې.
د میتود په انتخاب کی مرسته کوونکی عوامل:
• منابع / بودجه
• وخت
• پرسونل / بشری قوه
• تجربه او تخصص
• د معلوماتو د صحت لازمی درجه
• د معلوماتو د ژوروالی اندازه چی ضرورت ورته احساس یږی
مخکی له دی چی معلومات راټول کړو باید لاندی سوالونه د ځان سره مطرح کړو:
ولی معلومات راټولوو؟
ایا په واقعی توګه د مقاصدو په ترلاسه کیدو کی زمونږ سره مرسته کوی؟
ایا واقعآ ضرورت ورته لیدل کیږی؟
بې له دی کار پر مخ نشی تلای؟
ایا دا معلومات نور هم لنډیدای شی؟
ایا کوم وخت چی د معلوماتو د جمع اوری لپاره ټاکل شوی تغیر موندلی شی که نه؟
د معلوماتو د وړاندی کولو او استعمال ترتیب به څنګه وی؟
Steps in Need assessment
د معلوماتو د راټولولو مرحلې
د ذیدخلو اړخونو سره د معلوماتو د راټولولو په موخه باندې توافق
دراټول شویو معلوماتو د استعمال د وخت تعینول
دا هم واضح کول چې تاسې په واقعیت کې د معلوماتو راټولولو څخه څه غواړۍ؟
د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره د ممکنه سرچینو تشخیصول
د معلوماتو د راټولولو لپاره حد او اندازه تعینول یعني په کومه اندازه معلومات غواړۍ
په پایله کې د معلوماتو په راټولولو پیل کول
او نوموړي معلومات د نورو ټولنو د معلوماتنو سره مقایسه کول
هغه عوامل چی د معلوماتو په اعتبار باندی اثر لري؟
د اندازه کولو د وسایلو نوعیت او اعتبار
د ریکارډ کولو طرز او ډول
معلوماتو ته د رسیدگی په عملیه کی ثبات او همغږی،(وخت مشابه دوری استعمالول، محیط، د ټول پرسونل لپاره مشابه شرایط) او داسی نور
د ټولنی د نفوذ لرونکو اشخاصو قضاوتونو ته خاصه توجه کول.
د مسلکی او فنی افرادو شتون.
د تحلیل او تجزیی کیفیت.
د معلوماتو د ټولولو میتودونه
• د ثانوی منابعو کتنه Secondary sources
• مصاحبی کولInterview
• د مشاهدی کول Observation
• د سوالنامو ترتیبولQuestionnaire
• مجلسونه دایرول Meetings
دوهمې منابعSecondary sources
دوهمي منابع د هغو اسنادو، احصايو، ارقامو، اعدادو، نقشو، تصويرونو، فلمونو اونورو منابعو څخه عبارت دی چي د هغی نه نتیجه ترلاسه کیږی او له مخکی نه ترتیب شوی وی.
همدارنګه ثانوي منابع د ټولنې او د ټولنې نه دباندی د خلكو له هغه برداشت نه عبارت دی چی د ټولنې اوضاع او احوال منعكسوی.
د ثانوي منابعو مطالعه مخكي له دې چي د كار ساحه ترلاس لاندې ونيول شي صورت نيسي.
د ثانوي منابعواهميت:
د پروژي او کار د تآسيس د ضرورتونو د موندلو لپاره په تصميم نيونه كښې مرسته كوي.
په لږ وخت او کم لګښت سره معلومات لاسته راځی.
د کار د څرنګوالی په اړه عمومی معلومات برابروی.
د تحقیق کونکی اداری انی ضرورت رفع کوی.
مونږ سره د کارونو (پروژې) د وخت او ځاي په ټاكنه كښې په خاص ډول مرسته كوي.
په عمومي توګه د کار د كاميابي په هكله قضاوت كوي.
د ثانوی منابعو نیمګړتیاوی:
ځینی وختونه يې مسولین مونږ سره نه شریکوی.
د نورو میتودونو په پرتله بی باوره او غیر یقینی دی.
تحلیل او تجزیه يې ډیر وخت غواړی.
کیدای شی زمونږ د موضوع پوری اړوند نه وی.
زاړه وی او د اوسنی وضعیت نمایندګی نه کوی.
د لیکونکی شخصی تعصبات او نظریات پکی شامل وی.
کله چی مونږ ثانوی منابعو ته مراجعه کوو باید:
• زمونږ د کار او ضرورت پوری اړوند وی.
• د هماغه ساحی او سیمی وی چی مونږ پکی فعالیت کوو.
• معلومات يې نوی او تازه وی.
• د اعتبار لرونکی مرجع څخه وی او منبع يې معلومه وی.
• د تحلیل او تجزیی قابلیت ولری.
• لاسرسی ورته شونی وی.
• د مسلکی اشخاصو په واسطه راټول شوی وی.
د ثانوي منابعو څخه د ګټې اخيستني په وخت كښې د مهمو ټكو يادونه:
• معلوم كړی چي څه ډول معلوماتو ته ضروت لرۍ او له كوم ځاي نه يې لاس ته راوړئ شئ؟
• معلومات مطالعه تحليل او خلاصه كړئ؟
• هغه عمده ټكي چې د پلټنې وړ وي ياداشت كړئ؟
• د ليكوونكي تعصباتو ته پام وكړئ؟
• د ياداشت څخه پاتې شويو ټكو ته متوجې اوسئ؟
• د معلوماتو اعتبار او ريښتينولي په نظر كښې ونيسئ؟
• ډير وخت پرې مه ضايع كوئ؟
مستقیمه مشاهده
Direct Observation
مشاهده د سترگو، لاسونو او نورو حواسو په کمک سره د معلوماتو ټولونی څخه عبارت ده.
او یا په بل عبارت مشاهده د پراخی لیدنی او لرلید په معنی ده.
نو د یو پروگرام او فعالیت کې د معلوماتو د راټولولو په دوران کی د حقیقی وضعیت او حالت د معلومولو لپاره مشاهده موثره میتود او مهم فکتور شمیرل کیږی.
د مشاهدی خصوصیات
مشاهده باید هیڅکله د مشاهده کونکی شخص، د شخصی قضاوت تابع نه شی.
مشاهده باید موخه لرونکی او ټاکل شوو مقاصدو پر اساس ترسره شی.
مشاهده باید حقیقی او په پوره غور او دقت ترسره شی.
دمعلوماتوپه راټولولوکی دمستقیمی مشاهدی اهمیت:
مشاهده د معلوماتو صحت او اعتبار زیاتوی او د اعتماد وړ معلومات تری په لاس راځی پدی معنی چی مشاهده د شفاهی ادعا رښتینولی ثابتوی.
یو پروگرام اوفعالیت ددی لپاره مشاهده کیږی تر څو واضح شی مقاصد په لاس راغلی که نه؟
د واقعیتونو او حقایقو دپیدا کیدو مهمه طریقه ده.
دمشاهدی په واسطه نوی او تازه معلومات په لاس راځی.
دپروگرامونو د ارزیابی بهتره اوغوره لار ده.
ادامه...
هغه معلومات چی د نورو میتودونو په واسطه په لاس نه راځی د مشاهدی په واسطه تر لاسه کیدای شی.
د مشاهدی په مرسته د خلکو په احساساتو، رواجونو اوعکسلعملونو باندی ښه پوهیږو.
د خلکو ضرورتونه د مشاهدی په واسطه ښه تحلیلیږی
د مشکلاتو په حل او په له منځه وړو کی کمک کوی او د کار د کیفیت د لوړولو لپاره لارهواری وی.
دمشاهدی تخنیکونه
الف - مخکی له مشاهدی:
دپلان تهیه کول.
د مشاهدی موضوع او موخی تعینول.
د مشاهدی لپاره د وخت، ځای او نیټی تعینول.
د منابعو تهیه کول (پرسونل، ترانسپورت او بودجه).
د موادو برابرول لکه د اندازه گیری وسایل، قلم کاغذ او نور.
د گروپ او سر گروپ تعینول.
ب- د مشاهدی په جریان کی
د کار د پلان تعقیبول.
د گروپ د غړو ترمنځ د دندو ویشل.
له پوره غور او دقت نه کار اخیستل ځکه (ځینی ښکاره فکتورونه د ځینو حالاتو او مشکلاتو ښودنه کوی باید هغه په نظر کی ونیول شی).
مشاهده باید د موخو او مقاصدو مطابق ترسره شی.
د گروپ د غړو ترمنځ د متقابل احترام او همکاری د احساس شته والی.
ادامه...
د سیمی د خلکو د دین، مذهب، کلتور او رواجونو په نظر کی نیول او د هغی احترام کول.
د کار د ښه انسجام لپاره د چک لست نه استفاده کول.
د مشاهدی ثبتول (د یادداشت، عکاسی، رسامی او د امکان په صورت کی د نمونی اخیستل).
د ګروپ د غړو ترمنځ د ترلاسه شوو معلوماتو مقایسه.
د مشاهدی د ځای او نیټی ثبتول.
ج- دمشاهدی په اخرکی
د هغه معلوماتو یو ځای کول (توحیدول) کوم چی دمشاهدی په صورت کی په لاس راغلی.
د راپور تهیه او د هغی سپارل مربوطه مقاماتو ته.
د پوښتنپاڼو ترتیبول Questionnaires
ځان ډاډه کول چې د موضوع ټول اړخونه په پوښتنپاڼو کې ځای شوي.
د نظر وړ ګروپ په ژبه باید تهیه شی که ژباړل کیږی د ژباړې نه پوره ډاډ حاصلول.
د معلوماتی برخه له تخنیکی برخی نه جلا کول، کوښښ وشی چی ډیره اوږده نه وی.
په پوښتنپاڼو کې باید له ساده او روانو جملو نه ګټنه کول.
ددې نه ډاډ حاصلول چې پوښتنې تکراري نه دي، د تکرار په صورت کې یې حذفول.
د امکان په صورت کی باید خلکو ته تشریح شی، مګر هیڅ کله دی د تسهیل کونکی له لوری خانه پوری نه شی.
د پوښتنپاڼی ګټي
مصاحبه کوونکي ته اړتیا نه لري،
د تشریح او توزیع کونکي شخص د تاثیر نه موجودیت.
ساده او ارزانه لاره ده .
طبقه بندي، تجزيه او تحليل يې اسان دی.
زیات دقت او محرمانه لاره ده.
د لویو مطالعو ترسره کول اسانوي
د اجرآ په وخت کي د ټولو لپاره یو ډول شرایط.
دپوښتنپاڼی عیبونه
بي سوادان نه شي کولای چې تري ګټه واخلي
د سوالونو د نه پوهیدو په صورت کې د تشریح او توزیع نه امکان
د خلکو له لوری د کاذب تصویر وړاندي کول
د توزیع شویو سوالنامو په خپل وخت بیرته نه ترلاسه کیدل
د هغی د خانه پوری کولو لپاره د مقابل لوری نه علاقمندي
مصاحبه Interview
مصاحبه د معلوماتو د راټولو یو مهم میتود دی چی په کې په حضوری او غیر حضوري ډول له یو کس یا ګروپ نه پوښتني ترسره کیږي او مقابل لوری د هغی ځواب ارایه کوي.
مصاحبه یو له هغه میتودونو نه دي چی د سوالونو د ځواب موندلو امکان په کې نظر نورو میتودونو ته زیات دي، ځکه د مصاحبی په جریان کی مونږ کولی شو مقابل لوری تشویق او دې ته يې وهڅوو چې زمونږ سوالونه ته ځواب ووائي.
د مصاحبي سوالونه مخکی له مخلکی نه تعینیږي،
د مصاحبی ډولونه
• ازاده مصاحبه Unstructured interview
• محدوده مصاحبه ( بسته) Structure interview
• نیمه محدوده مصاحبه semi structure interview
نیمه محدوده مصاحبه
دغه مصاحبه د رهنمائی شوو مصاحبو د جملی څخه ده چی د سوالونو یوه برخه او یا عمده برخه يې له مخکی څخه طرحه او پیشبینی کیږی،
اکثره سوالونه د سوال او ځواب په جریان کی مطرح کیږی پدی شرط چی د اصلی موضوع څخه خارج نشی د دغو سوالونو مطرح کیدل د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ضروری او ګټور کار دی.
دنیمه محدودی مصاحبی ګټی او اهميت:
څرنگه چی پدی مصاحبه کی د دوه اړخیزه افهام او تفهیم زمینه مساعده وی مصاحبه ورکوونکی په پوره علاقمندی سره معلومات وړاندی کوی.
دغه مصاحبه هغه سوالونه چی دمخکی څخه ترتیب شوی وی محدود وی او د مصاحبه ورکوونکی د ځوابونو څخه نوی سوالونه مطرح کیږی چی ددی سوالونو په طرحی سره په معلومات په مکمله توګه لاسته راځی.
نوی، تازه او مناسب معلومات په کی ترلاسه کیږی.
په غیر مترقبه ډول د معلوماتو د حاصلولو موقع پیدا کیږی.
دمصاحبی لارښود:
دمصاحبی امادگی:
د مصاحبی هدف اوموضوع تعقیبول.
دهغه موادو او منابعوتهیه کول چی د مصاحبی په جریان کی په کاریږی
هغه موضوعات چی غواړی دهغی په هکله معلومات ترلاسه کړی د هغی لپاره پوښتی تهیه کړی.(چک لست)
کوښښ وکړی چی د موضوع په اړه له مخکی نه معلومات ولری.
د مصاحبی لپاره گروپ او د گروپ مشر و ټاکی.
مصاحبه باید په مناسب وخت کی پلان او تنظیم شی چی د خلکو لپاره د ستونزو سبب نه شی.
هغه فعالیتونه چی د مصاحبی په جریان کی صورت نیسی باید له مخکی څخه پلان شی .
د مصاحبی ترتیب او محتویات
سلام او مناسب روغبړ وکړی.
خپل ځان او مقاصد ور وپیژنی.
د مصاحبی په جریان کی زیات حساس او مؤدب اوسی د مصاحبه ورکوونکی حالت په نظر کی نیولو سره عمل وکړی.
کوښښ وکړی چی د مصاحبه ورکوونکی په ژبه خبری وکړی.
د مصاحبی به جریان کی د مقابل لوری حرکات او سکنات دقیقاً ووینی اوپرهغی حساب وکړی.
که غواړی چی خپل سوالونه وړاندی کړی نو په مستقیم ډول هغی ته مراجعه مه کوی.
ادامه....
د زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره په خپلو سوالونو کی د څه، څه وخت، چیرته، څوک او ولی کلیمو نه ګټنه وکړئ.
د رهنمائی کوونکو سوالونو څخه چی په پخپله ځواب ولری او یا په هو او نه سره ځوابیږی تری ډډه وکړئ کوښښ وکړئ د سوال اصلی ځواب په خپله ونه وائی.
له عادی او اسانه سوالونو شروع وکړی.
حساس سوالونه وروسته مطرح کړی.
له کاغذ نه پوښتنی مه لولی.
د گونگو موضوعاتو د توضح لپاره د حقایقو پلټونکی سوالونو څخه استفاده وکړی.
ادامه...
دتکراری سوالونو او په یو وخت کې د څو سوالونو د طرح کولو څخه ډډه وکړی.
کوښښ وکړی د عامو سوالونو څخه شروع او د خپل نظر وړ خاصو سوالونو په خوا حرکت وکړئ.
د ریښتنی معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کوښښ وکړئ د زیات تعداد خلکو سره مصاحبی وکړئ خصوصاً که چیرته ستاسی لومرنی معلومات ناقص او غلط وی.
خبری او لیدنی د خپل ځان سره یاداشت کړئ او د خپلو شخصی نظریاتو څخه صرف نظر وکړی د ځواب ویوونکی خبری په مستقیم دول منعکسی کړی.
دمصاحبی عملکرد
دمصاحبی ګروپونه تعین (2-4کسان) او د ګروپ ټول غړی په نوبت سره یادداشت واخلی.
دیو بل خبری مه اخلالوی.
په دقت سره يې واوری.
محلی رسم او رواج په دقت سره ووینی.
د مصاحبه ورکوونکی په مقابل کی حساس اومودب اوسی.
د نورو په مخکی مصاحبه کونکی نه پوښتنه مه کوی.
گروپی مصاحبی له 2 ساعتو او انفرادی مصاحبی له یو ساعت څخه باید زیات دوام ونه کړی.
په مؤدبانه ډول او د مننی په ویلو سره مصاحبی ته د پای ټکی کیږدی.
د مصاحبی عامی نیمګړتیاوی:
د اوریدو په وخت کی دقت نه کول.
د تکراری سوالونو طرح کول.
د حقایقو نه پلټنه.
د سوالونه په طرحه کی غیرعادلانه قضاوت.
د گونگو او حساسو سوالونو پوښتل.
مقابل لوری ته د هغه د نظریاتو د پټ پاتی کیدو ډاډ نه ورکول.
د معلوماتو د راټولولو، تحلیل او تجزيې مرحلي
Determine key indicators for the evaluation/monitoring process
د نظارت او ارریابی د پروسي لپاره شاخصونه مشخص کړي
Collect information around the above mentioned indicators
د انتخاب شویو شاخصونو په اساس معلومات راټول کړي
Develop a structure for your analysis,
راټولو شویو معلوماتو د تحلیل او تجزيي لپاره یو معلوم ساختار ته پراختیا/ ترتیب کړي
Go through your data, organizing it under the themes and concerns.
معلومات مرور کړي او د خپل ترتیب شوي ساختار په اساس يې تنظیم کړئ
Identify patterns, trends, possible interpretations.
د نمونو او میلان د پژندنې لپاره مناسبه تشریح وړاندې کړي
Write up your findings and conclusions. Work out possible ways forward (recommendations).
خپلی لاسته راوړنې او نتیجه ګیری ولیکئ او د خپلو سپارښتنو د وړاندی کولو لپاره مناسبه لاره انتخاب کړئ
ستاسي له همکاری او توجو نه یوه نړۍ مننه
ابراهیم عالمی