د ټوټل سټیشن پواسطه د مساخت پیدا کول.!!
د ټوټل سټیشن پواسطه باندی موږ کولای شو دوه ډوله مساحتونه پیدا کړو .
۱. د منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کول
۲.د غیری منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کول
په یاد مو وي چې دواړه عمليه د BM موجودیت ته اړتیا نه لري خو د ماشین ببل کول او په لیول سيټ کول پکې ضروردی.
۱. لومړی عملیه خو داسې ترسره کوو چې په ساحه کې ماشین په یوه ثابته نقطه کې سیټ کوو یعنی ودرو یې او دری واړه لیولي یی برابرو.
٢.ماشین چالان وو ځو مینو (Menu) ته په مینو کې د دری افشن ورکوي .
1: F1 = program
2: F2 = Grid factor
3: F3 = I lamination
په دې دری آفشن کې د f1 بټنی په واسطه د پروګرام افشن وهو. ددی افشن په وهلو سره سم له واره دری نورې افشنی
1: F1= Rem،2: F2 = M L M 3: F3 = program
خو دلته به لږ دقت کوی چې زموږ د کار افشن یعنی Area دلته نه راکوی او هغه به دلته اوس د F4 بټنی په واسطه راپیدا کوی .
۳: اوس نو د Area افشن د F1 بټن په واسطه وهو .
ددی افشن له وهلو وروسته نو ټوټل سټیشن تانه غوښتنه کوي او تاته دوه افشن چی 1: F1 = file Data 2: F2 = Measurement درکوي دلته د لومړي افشن غوښتنه دا ده چې ایا Data کمپیوټر ته انتقالوی او کنه ؟.
خو موږ باید دلته دویم افشن ځکه وهوو چې موږ ته د واحداتو آندازه راکړی چې ایا دا ساحه په فت مربع،متر مربع ، هکټار ، یا بل څه آندازه کوی .
۴: اوس نو له دی عملیه وروسته د ساحې په هر کنج باندی پریزم ودرو او شاټ پری اخلو .
که ساحه ډیره غیرې منظمه وی بیا باید کوښښ وشی چې شاټونه ډیر واخستل شي .
د ساحې له اخري شاټ اخستلو وروسته د Collection آفشن وهو د ساحې ټول مساحت راته د سکرین په مخ را کوي .!
ټوټل سټیشن پواسطه دمساخت پیدا کول
442
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-10 07:21:12
Faridon Delsoz Niazai
1 year ago