ځینو کسانو د ستورو کتار لیدلی خو دا په اصل کې ستوري نه دي دې ته مصنوعي سپوګمکۍ وایی
نور په لاندې مسج کې وګورئ لیکنه اوږده ده خو لژ یی ولولئ هم کفایت کوي
که معلومات مو خوښ شول نو ګروف ته داخل شئ او تر دې هم شه معلومات تر لاسه کړئ
مصنوعي سپوږمکۍ یا (#سیټلایټ) څه شی دی؟
انسان باید له ځمکې پورته لاړ شي تر اتموسفیره له هغه نه هم پورته تر څو انسان هغه ځمکه وپیژني چې پرې ژوند کوي.
سقراط دغه خبره پیړۍ مخکې هغه وخت کړې وه چی دوی سوچ هم نشو کولای چې انسان به یوه ورځ د ځمکې په مدار کې یو جسم ږدي، خو بیا هم سقراط دا مشاهده کړې وه چې د ځمکې له فضا څخه ځمکه لیدل څومره ګټور دي.
دغه نظریه چې انسان څنګه د ځمکې فضا، تر هغه پورته اتموسفیر او له هغه هم پورته یو جسم کیږدي تر ۱۷۲۹ کال پورې یو نظر پاتې شو تر څو نیوتن خپله مشهوره تجربه د پنډوسکې غورځولو ورکړه هغه وویل که چیرته تاسې د غر په سر یو توپ کی پنډوسکه په افقي ډول په پوره فشار سره وغورځوئ نو دغه توپ به له ځمکې نه پورته لاړ شي خو یو څه وخت وروسته به بیرته د ځمکې جاذبې قوې له امله راوغورځي.
که چیرې تاسې دغه توپ ته زیات باروت ورکړئ چی دغه بال په دومره سرعت سره یعنی۴۰۳۲۰کلو متره/ساعت له ځمکې پورته کړي نو د ځمکې جاذبې قوه پرې غلبه نشي کولې نو دغه بال به د ځمکې له جازبې قوې نه وځې او د ځمکی په یو مدار کی به حرکت کوي د ځمکې د جازبې قوې له امله به هیڅکله ځمکې ته راونه غورځي.
بالاخره روسانو د نیوتن تجربه په ثبوت ورسوله او په ۱۹۵۷م کال يې په لومړي ځل د ځمکې مدار ته مصنوعي سپوږمکۍ چی د سپوتنیک په نوم یادیده داخله کړه.
د روسانو دغه کار نړیوال په یوه ضد کې واچول او هر چا دغه کوښښ کاوه چې له نورو مخکې د ځمکې فضا تسخیره کړي. د سپوتنیک نه وروسته یواځې امریکا ،چین او روسیې د ځمکې مدار ته ۲۵۰۰ مصنوعي سپوږمکۍ داخلې کړې، له دغه سپوږمکیو څخه د هوا له حالاتو، د تلویزون نشریاتو او د تلیفوني شبکو په برخه کی زیات کار اخستل کیږي.
په اوس وختونو کې د ځمکې په فضا کی تر ۱۰۵۱ پورې مصنوعي سپوږمکۍ فعالې دي چی له دغه سپوږمکیو نه نړیوال په مختلفو برخو کی کار اخلي چې پدې کې يې تر نیمايي زیاتې د امریکا دي او دهغوی لخوا نه اداره کیږي.
مصنوعي سپوږمکۍ ؟
هر هغه جسم چی د ځمکی په فضا کی د ځمکې شاوخوا او یا هم د یو بل ستوري شاوخوا په دایروي شکل حرکت کوي سپوږمکۍ (سیټلایټ) بلل کیږي.
د ځمکې سپوږمکۍ طبعي سپوږمکۍ ده او هر هغه چی د انسان په لاس جوړه وي هغه مصنوعي سپوږمکۍ بللې کیږي، هغه لاره چی دغه سپوګمکۍ پرې حرکت کوي مدار بلل کیږي چی کروي شکل لري. هغه سپوږمکۍ چی ځمکی ته نېږدې وي د ځمکې د جازبې قوې له امله تیز حرکت کوي او هغه چی له ځمکی نه ډیره فاصله ولري، حرکت یی ورو وي.
مصنوعي سپوږمکۍ په فضا کې مختلفې وظیفې سرته رسوي چی ځېنې يې په لاندې ډول دي:
الف: Weather satellites: د هواپیژندونکو سره مرسته کوي تر څو د هوا وړاندوينه ورکړي او ووايي چی په راروان وخت کی به هوا څنګه وي؟ په دغه سپوږمکیو کی لویې کمرې لګیدلي چی له فضا نه ځمکه څاري او د هغې عکسونه ځمکې ته رالیږي. دغه ډول سپوږمګیو مدار له ځمکي نه ۳۷۰۰۰-۴۰۰۰۰ کیلومتره پورته وي او د ځمکې د حرکت سره سم حرکت کوي. خوشبختانه چی افغانستان هم دغه ډول یوه سپوږمګۍ په فضا کې لري.
ب: Communications satellites : دغه سپوږمکۍ د تلیفوني مکالمو او همدارنګه انترنیتي شبکو لپاره په کار راځي تر څو استعمالونکي وکولای شي خپل معلومات په اسانۍ سره نورو ته واستوي او یا هم له نورو یی په اسانۍ سره لاس ته راوړي دغه ډول سپوږمکۍ د ځمکې څخه ۸۰۰- ۱۶۰۰ کلومتره پورته وي چی مشهورې کمپنۍ دغسی سپوږمکۍ فضا ته استوي او له هغه نه ګټه لاس ته راوړي دمثال په توګه د انتل سیت او ټیل سټار چی تر ۶۰ نه زیاتې سپوږمکۍ په ۱۳ مختلفو مدارونو کی په فضا کی لري د دغسې یوي شبکې د فعالولو لپاره.
ج: Scientific satellites: لکه حبل تلسکوپ چی په فضا کی د ساینسي څیړنو لپاره ترې کار اخیستل کیږي دغه سپوږمکۍ پخپل منځ کی یو ډیر حساس تلسکوپ لري چی کولای شي ۱۰ بلیونه نوري کاله لرې فضا وڅیړي ، فضا نوردان ورڅخه د فضا په څیړنو په فضا کې د بدلونو په مشاهده کولو او همدارنګه د نورو شمسي نظامونو په پیداکولو اود هغوی په مطالعه کولو کې ترې کار اخلي.
خ: Earth observation satellites: دغه ډول سپوږمکیو نه د ځمکې د سطحې د بدلونو په مشاهده کولو، د تودوخې درجې په معلومولو او د ځمکې د شمالي قطب د یخچالونو په مطالعه کولو کی کار اخلي.