To start downloading books

Please sign in or create an account.

سوځيدنه

سوځيدنه

*سوځيدنه*

له #سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو؟
- په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ
- پر سوځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د ۱۰ يا ۲۰ دقيقو لپاره توی کړئ. يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي
- له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړئ
- له سوځېدلي ځای څخه کالي لېري کړئ. خو که کالي په پوست پسي نښتي وي مه يې لېري کوئ
- سوځېدلی ځای په پاک پلاسټيک باندې پټ کړئ
- که مخ يا سترګي سوځېدلي وي نو ناروغ جګ کښېنوئ تر څو دغه برخه و نه پړسيږي
- که په سوځېدلي ځای تڼاکي را وخېژي مه يې ماتوئ
- د درد لپاره پراسېټمول استعمال کړئ

په لاندې وختونو کې ناروغ روغتون يا ډاکتر ته يوسئ:
- که د سوځېدلي ځای ساحه د ناروغ تر لاس غټه وي
- که د سوځېدلي ځای پوست سپين بخن يا توربخن شي
- که د مخ، لاسونو، پښو او يا تناسلي غړو له سوځېدلو وروسته په هغوۍ تڼاکي را وخېژي
که سوځېدل شديد نه وي او پورته حالتونه وجود و نلري نو تاسو کولای شئ سوځېدلی ځای په واسلينو غوړ کړئ.

Related Articles

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.    پېژندنه د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې بشپړ نوم انا اخماتووا (Anna Akhmatova) دی. نوموړې د اوسني اوکراین د "ادیسې" په ساحلي ښار کې زېږېدلې د...

پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال بشپړ نوم باریس پاسترناک "Boris Pasternak" دی. په روسيه کي دویم کس و، چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړې ده...

اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب

په اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب!راټولوونکى:مولوى عبدالاحد عتيد1ــ که لمانځه کې دمبائل آواز خلاص پاتې وو اودعمل کثيرڅخه پرته دبندولو امکان وو نو په يو لاس دبند کړي اوکه نه وو نو لمونځ د ورته نه ماتوي.شامي ج1ـ 441.2ــ مبائل کې موسيقى اچول حرام دى اوپه کار باندې پيسې اخيستل او ورکول دواړه حرام دي.3ــ عمل کثير ډير تعريفونه لري راحج قول دادى چې...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...