To start downloading books

Please sign in or create an account.

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. 

 

پېژندنه

د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې بشپړ نوم انا اخماتووا (Anna Akhmatova) دی. نوموړې د اوسني اوکراین د "ادیسې" په ساحلي ښار کې زېږېدلې ده. پلار یې د سمندري پوځ انجینر و. 

نوموړې د "څارکو سیلو" سیمې په یوه مشهوره لیسه کې زده کړې پیل کړې. نوموړې وايي، چې یوه ورځ د خپل پخواني کور له مخې تېرېدو، چې مور مې را غږ کړل د خپلې زېږېدنې ځای دې ګوره. ما له ټوکو وویل، چې یوه ورځ به ددې کور په دروازه به غټ لیکل شوي وي، د روسيې ستره شاعره انا دلته زېږېدلې وه.

که څه هم نوموړې دا له ټوکو ویلي و، خو رښتيا همداسې وشول. هغه دومره مشهوره شوه، چې اوس په روسيه کې شپږ موزیمونه د نوموړې په یاد جوړ شوي دي.

په ښوونځي کې یې روسي او فرانسوي دواړه ژبې زده کړې. خپل لومړنی شعر یې په یوولس کلنۍ کې لیکلی. نوموړې وروسته له خپلې مور سره کیف ته لاړه او هلته یې د حقوقو يوهنځی ولوست. هلته یې لاتيني او ايټالوي ژبې هم زده کړې. په ۱۹۱۰ کې یې د روسيې له بل نوموتي شاعر او ادبپوه نیکولای ګومیلیوف سره واده وکړ. دواړه پاریس ته لاړل او د خپل خاوند له برکته یې د روسیې لوی لیکوال او شاعران وپېژندل.

وروسته یې خاوند د نظام پر وړاندې د بغاوت په تور اعدام شو، له هغه وروسته یې ژوند د لاسته راوړنو ترڅنګ له ستونزو هم خالي نه وو. له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته په ۱۹۶۶ کال کې د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. 

 

د شعر بېلګې

ـ (۱)

دلته لکه چې 

هېڅ د انسان غږ نه تر غوږ کېږي

دلته لکه چې تر شنه اسمان لاندې 

یوازې زه ژوند کوم 

ځکه چې لومړنۍ انسانه وم 

چې د زهرو د جام هیله مې وکړه

ـ (۲)

راشه او پوښتنه رانه وکړه

پوهېږم دلته نږدې چېرته یې

راشه یواځې او یواځې یم

یوازې د مرغۍ د وزرو د غږ په اندازه

څه راته ووایه! 

ـ (۳)

موږ چې د ځمکې پر مخ 

د آرامۍ یوه ګړۍ نه ده لیدلې

په پای کې به له یوه مخه

تر دغې خاورې لاندې آرام وکړو

Related Articles

شاه دو شمشیره

شاه دو شمشیره  مصطفی عمرزی در مرکز شهر کابل، زیارتی قرار دارد که مرجع عام و خاص است. داستان ها و روایات  زیادی وجود دارند که نسل اندر نسل، از این زیارت، بازگو می شوند. مانند تمام مکان های مقدس و مورد احترام، این زیارت در برهه های مختلف، مردم متدین ما را به سوی خود، کشانده است.  بیش از 1300 سال از مرگ لیث ابن قیس می گذرد، اما جان نثاری ها و فداکا...

د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د "ووهان" ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ځينې خلک دې ښار ته د چین شيکاګو وايي. ووهان "Wuhan" د چین له لویو ښارونو څخه ګڼل...

مهربانه یار د برېښنایي کېدو پر لور

ژباړه: نایله '' عزیزي '' مهربانه یار د برېښنایي کېدو پر لور    نن ورځ ډېر شمېر وګړي د خپلو معلوماتو کچه د انټرنېټ د ذخیرې په واسطه لوړوي او باور پرې لري. انټرنېټ د هر ډول معلوماتو یوه پراخه نړۍ ده، چې ټول یې سم کېدای نشي. حتا ځینې وګړي د پوهاوي د نشتوالي له امله ناسم معلومات کاپي، پېسټ کوي او  په ډېر کم او لنډ وخت کې یې د خلکو تر غوږو رسوي او رې...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...