To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو. 
 د ټولنې يوه ډله پوه خلک (لیکوال او شاعران) بیا د عامو خلکو په پرتله دې ټکو ډېر متوجه وي او متفاوت نظر لري. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو د ژوند او انسان په اړه د نړۍ د نامتو لیکوالو فکر وګورئ، چې هغوی ته انسان او ژوند څه معنا لري. 

 د ژوند په اړه د لیکوالو نظريې 
 ۱. ژوند یو امانت دی، چې خدای تعالی بشر ته ورکړی دی، دغه امانت په ښه ډول وساتئ! "اناتول فرانس"
 ۲. ژوند څه شی دی؟ یوه بيداري ده، چې يوه شېبه اوږدېږي او بېرته په خوب پورې نښلي. "لامارتين"
 ۳. نېکي او بدي اړیکې سره لري او ژوند د تضادونو او نا همغږيو تر قانون لاندې راغلی دی. "بالزاک"
 ۴. خوښي له ژوند سره د جګړې تر ټولو ښه وسله ده. "اناتول فرانس"
 ۵. ټولې تراژيدۍ په مرګ پای ته رسېږي او ټولې کمېډۍ په مینه او ملګرتيا. "بایرون"
 ۶. د ژوند تېرېدو ماته دا را زده کړل: انسان معمولا هغه شیان له لاسه ورکوي، چې د هغو له درلودو څخه ډاډمن وي. "توماس الیوت" 
 ۷. انسان نه شي کولی، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي. "وولف" 

 د انسان په اړه د لیکوالو نظریې
 ۱. انسان هغه څه دی، چې دی یې له خپله ځانه جوړوي. "سارتر"
 ۲. انسان کولای شي له پراخو سمندرنو څخه تېر شي مګر له خپله ځانه نه شي تېرېدلای. "هوراس"
 ۳. کار انسان له درېيو بلاګانو څخه ژغوري؛ غم، غریبي او احتیاج. "ولټر" 
 ۴. انسان د خپلې ټولنې او طبیعي چاپېريال محصول دی. "بالزاک"
 ۵.  ناکام انسان انرژي نه، هوډ او اراده نه لري. "هوګو"
 ۶. یو انسان له خپلو پوښتنو څخه پېژندل کېږي، نه له خپلو ځوابونو څخه. "ولټر" 
 ۷. انسان ددې لپاره چې قضاوت پرې و نه شي، د نورو په اړه قضاوت کوي. "البرټ کامو" 

Related Articles

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي چين ته نه دی راغلی. اوس نو راځئ له مونږ س...

د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

لیکنه: ریاض مقامزی که موږ ژور فکر وکړو نو ژوند مو له پیسو پرته ډېر سخت او آن ناممکن دی. ځکه چې موږ اړ يو د خوړو لپاره پیسې مصرف کړو او پرته له خوړو انسان ډېر ژوندی نه شي پاتې کېدای. دا سمه ده، چې د رزق وعده الله "ج" کړې ده، مګر دا په دې معنی نه ده، چې موږ دې کار و نه کړو او پيسې پيدا نه کړو. له خوړو وروسته بيا په پوښاک، تګ ـ راتګ، خپلوۍ پاللو او ګ...

هومر څوک و!؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی   هومر یا هومِر (Homer) له میلاد څخه شاوخوا ۸۵۰ کاله پخوا ژوند کاوه. نوموړی د يونان لومړنی حماسه ویونکی بلل کېږي. له بده مرغه په اړه یې ډېر او دقیق معلومات نشته؛ خو بیا هم دا مهمې نقطې د یادولو وړ دي. • ځینې مورخين یې د زېږېدو وخت له عیسی ع څخه ۱۰۰ کاله وړاندې بولي. • ویل کېږي هومر ړوند و؛ ځینې نور بیا وايي چې یوازې د عمر په...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...