Vitiligoپیس مرض
پیس یو اوږدمهاله د معافیتي سیستم ګډوډي ده چې د پوستکي رنګ تغیروالي کوي سپین رنګ ته.
د پوستکي د Dyschromiaڅخه عبارت دي چې په سپین رنګه اندفاعاتو باندې متصف دي او په کسبې ډول منځته راځي.
د پیس مرض اندفاعات اعراض نلري او غیر التهابي وي لیکن د ښکلا له نظره یو عمده مشکل دي د نارعي شروع په هر عمر کې وي خو 50%واقعاتو کې په 10-30کالني عمر کې زیات منځته راځي په دواړو جنسونو ښځه او نر کې په مساوي ډول او هر نیژاد کې لیدل کیږي ارثي او فامیلي واقعات یې هم لیدل شوي دي.
Pathogenesis: په پیس مرض کې د میلانوسایټونو په تشوش کژ لاندې تیوري شاملي دي.
۱)immunologic theory:په دې حالت کې په عضویت کې melanocyteپه مقابل کې انتي باډي جوړیږي چې د نوموړي حجرات تخریبوي او د میلانین د تولید مخه نیسې.
۲)Neurogenic theory:د روحي فشار په واسطه پیس مرض تشدید کیږي.
۳)د toxicموادو په واسطه میلانوسایت تخریبږي.
د پیس مرض شروع کیدو کې دوه فکتورنه یو مساعد کوونکي Genetic او بل precipitatingرول لري یعنې زیات ناروعان د پیس شروع د یوط فزیکي ضربي traumaاو یا روحي فشار سره د مواجه کیدو پورې تړي.
*پیس مرض په دوو طبقو ویشل شوي.
$Localized vitiligo.
په دې یو یا دوه سپین رنګه مکولونه منځته راځي
$Genralized vitiligo.
په دې کې په منتشر او متتاظر ډول سره مکولونه Limbsاو trunkکې رامنځته کیږي.
تشخیص:په عمومي صورت د کلینیک له نظره تشخیصیږي.
تفریقي تشخیص: د لاندې نارغیو سره تفریقي تشخیص کیږي.
&-pityriasis alba
&-pitryasis versicolaris
&-piebaldis.
&-Albinism
د پیس مرض سیر او انزار.
پیس یو مزمن مرص دي سیر یې زیات تحول کوي په اني او یا تدریجې ډول منځته راځي او په 30% واقعاتو کې یې د بنفسهې ښه والي راپور ورکړل شوي دي.
درملنه:
د پیس مرض درملنه په پوره ډول د قناعت وړ نه ده هغه عقیده چې پیس مرض د درملني وړ نه ده غلطه ده ناروغانو ته باید ډاډ ورکړل شې چې په منظمې درملني سره یې علاج ترسره کیدای شې
۱-sun cream
د لمر وړانګو د مخنوي په خاطر استعمالیږي.
۲-cosmetic coverup
د میک اپ په واسطه د پیس سپین رنګه مکولونه په موقتي ډول پټول.
۳-Topical glucocorticoids.
په ابتدایې مرحلو کې په موضعي ډول د څلورو اونیو لپاره استعمالیږي ددوه اونیو لپاره وقفه ورکول کیږي که چیري په دوو میاشتو کې موثر واقع نشې درملنې ته تغیر ور کول کیږي.
۴-لکه څرنګه چې د پیس مرض ناروغان د vit B12,Folic acid او نورو ویټامینونو او منرالونو کموالي لري باید ناروغانو ته توصیه کړل شې.
۵-تازه څیړنې چې په 2015کال جون میاشت کې یې راپور ور کړل شوي دي زیاتوي چې Tofacitinib چې یو anti rheumatoid arthritis درمل دي د پیس درملنه کې یوه موثره او اغیزمنه دوا شمیرل کیږي.
۶-Laser
په هفته کې دوه وارې د 24-48ځلو لپاره استعمالیږي.
او داسې نورې درملنې هم لري.
Dr- jamal
Vitiligoپیس مرض او اعلاج یی
349
Faridon Delsoz Niazai
2023-11-18 07:17:13
Faridon Delsoz Niazai
1 year ago