زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری
602
Faridon Delsoz Niazai
2023-12-26 02:47:37
د زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری!
د زکام عام اعراض تبه، د سر درد، وچ ټوخۍ، د عضلاتو درد، بندو درد، د ستونې درد او د پزې څخه د افرازاتو بهیدل دی، هر کال په میلینونو انسانان په زکام اخته کیږی چی د یوی هفتی په جریان کی دوباره جوړیږی مګر د یوشمیر خلکو د مرګ سبب هم کیږی.
هغه ۵ لاری چی د زکام په مخنیوی کی مهم رول لری:
#واکسین
هرکال د زکام ضد واکسین اخستل د زکام او د زکام د اختلاطاتو د مخنیوی تر ټولو ښه لار ده. دا واکسین د حامله میندو لپاره ډیر مهم دی، هغه ماشومان چی د ۶ میاشتو تر ۵ کالو عمر ولری او د پاخه عمر لرونکو خلکو او د طبي خلکو لپاره هم مهم دی.
پیاد ولری کچیری د زکام د واکسین له تطبیق وروسته مړه تبه او کم سر دردی ولری نو په واکسین کوم مشکل نسته ځکه دا نورمال عکس العمل د واکسین دی او د یوی یا دوه وروځو وروسته دا مشکلات لمنځه ځی
#لاسونه_پاک_ومینیځئ
د لاسو پاک پرېولل نه یوازی دا چی د زکام په مخنیوی کی رول لری بلکی ددی ترڅنګ د نورو انتاناتو په لمنځه وړلو کی هم مهم رول لری نو لاسونه په منظم ډول په صابون او اوبو باید و مینځل سی.
#په_پزه_خوله_او_سترګو_لاس_او_ګوتي_مه_وهئ!
زیاتره انتانات چی زموږ وجود ته داخلیږی هغه د سترګو، خولي او پزی د لاری داخلیږی نو کچیری منتن لاس ددی درو ځایو سره په تماس کی راځی، انتان ډیر ژر وجود ته داخلیږی. تر خپله وسه باید کوښښ وسی چی لاس د پزی، سترګو او خولي سره په تماس کی را نسی، بیا هم که ضرورت یی وی پدی حالت کی باید لاس پاک و مینځل سی او بیا استعمال سی.
#هغه_شخص_چی_زکام_وی_د_هغه_څخه_لېری_اوسیدل“
زکام ساری مرض دی، په ډیری اسانی سره د ناروغ څخه روغ شخص ته انتقالیږی نو هغه اشخاص چی په زکام اخته وی د هغوی څخه باید لېری اوسئ.
په زکام اخته اشخاص چی کله وترنجي او یا وټوخي پدی وخت کی په زیات شمیر د زکام ویروسونه محیط ته خپروی او دا ویروسونه چی کله روغ شخص تنفس کړي هغه هم په زکام اخته کوی.
#کچیری_ناسم_احساس_کوی_استحراحت_وکړئ“
نه یوازی په زکام بلکی په ډیرو نورو امراضو کی هم باید استحراحت وکړئ تر څو وجود مو د د مرض عامل په اسانی سره لمنځه یوسی.