To start downloading books

Please sign in or create an account.

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

د مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان جوړولو لپاره پنځه اړینې خبرې.  

یو مداومت لرونکی اوسپنیز کانکریټي ساختمان څنګه جوړ کړو.How to
  Build A Durable RCC Structure 
کانکریټ حیرانونکي ودانیزه مواد دي،خو ددې لپاره چې کانکریټ ډیر عمر ولري او مضبوط وي   لاندې پنخه اساسي عناصرو ته باید پام وشي.
• د ساحې څیړنه .
• ساختماني ډيزاین .
• د موادو غوره او مخلوطول.
• په احتیاط سمبالول او 
• دوامداره مراقبت.
   لومړی. د ساحې څېړنه. . Site Investigation:
فرض کړه ته پلان لرې کوم ساختمان له کانکریټو جوړ کړې ،حتی وړوکی ساختمان وي.  هرډول ساختمان چې غواړې جوړ یې کړې لومړی باید د هغې خمکې په اړه پوه شي چې دا پرې جوړول غواړې.د ځمکې دحالت او نوعیت باندې پوهېدل تاسره مرسته وي چې ساختمان سم ډیزاین کړې او هم ورته سم ودانیز مواد غوره کړې.
دلته باید څو خبرو ته پام وشي.
د موقیعت مناسبوالی. ایا دا ځای د همدې ساختمان لپاره مناسب دی او که نه.اودا ځمکه هغه څه برداشت کولی شي چې ته یې پرې جوړول غواړې؟
د تهداب ارزونه.ایادا ځمکه کولی شي پرې واردیدونکي بارونه په مطمن ډول اتکا کړي.
د چاپیریال فکتورونه. ایا په ساحه کې داسې څه ممکنه قوې او مواد شته چی کانکریټو ته زیان اړونکي وي؟د بیلګې په توګه ته باید هلته دکیمیاوي موادو په اړه پلټنه وکړې چې کانکریټو ته زیان رسوي. معمولا اوبه داسې ماده  ده چې  دداسې زیان رسونکو موادو په انتقال کې مرسته کوي په ځانګړي ډول کله چې دا مواد د کانکریټو درزونو ته ننوځي.

دوییم .د ساختمان ډيزاین.  Designing the Structure 
   دساختمان ډیزاین یوازې د ساحې سکیچ  پلانونو جوړول نه دي،ډیزاین دادی چې ډآډ ترلاسه کړې دا ساختمان مضبوط او خوندي دي او که نه؟.په دې پړاو کې اړوند مسلکي انجینران د ساحې ټول مالومات راټولوي او د هغې له مخې یو منظم پلان ترتیبوي.که ډیزاین سم ترسره نه شي نو کیدای شي ساختمان درزونه وکړي یا هم مکمل چپه شي.په ډیزاین کې معمولا لاندې اجزاوې شاملې وي.
خوندیتوب. خوندیتوب په دې معنی چې  ډاډ ترلاسه کړې چې ساختمان کولی شي په مطمن شکل ټول وارده بارونه زغملی شي.
دکارګرو او ماشینونو په پام کې نیول. د هغو ټولو خلکو په اړه باید فکر وکړۍ چې دا ساختمان جوړوي او دا هم فکر وکړۍ  دوی کوم وسایل او ماشینونه کاروي.یو ښه ډیزاینر هغه دی چې ساختمان جوړولو پروسه اسانه کوي.
درېیم .د موادو غوره او مخلوطول.  Selection of Materials and Mix: 
د سمو موادو ترلاسه کول او د هغوي مخلوطول یوه حیاتي مسله ده.په دې مرحله کې یوه کوچنۍ تېروتنه هم کولی شي وروسته لوېې لویی ستونزې منځ ته راوړي.که د موادو د کیفیت په اړه ډاډه نه یاست نو باید په موادو ازمایښتونه ترسره شي.دلته باید په دوه خبرو تمرکز وشي .لومړی دسمو موادو غوره کول لکه تیګه ،سیمنټ ،جغل شګه اونور.دویم د  موادو ښه مخلوطول .
څلورم . کانکریټو او موادو سمبالولو کې طرزکار.  Workmanship in Handling Materials and Concrete:  
په یاد ولرۍ چې تاسې څومره ښه کانکریټ جوړ کړۍ چې په ساحه کې هغه سم سمبال نه شي نو دا مکمل ضایع کیږي.داچې کانکریټ او مواد څنګه سمبال شي دا ډیره مهمه ده .دلته وړه تېروتنه لویه ستونزه جوړولی شي. د موادو سمبالولو کې د موادو سم پیمانه کول ،مخلوطول ،ځای په ځای کول او بیا اوبه ورکول شاملیږي.
پنځم . حفظ او مراقبت.    Maintenance:  
کله چې ستاسې ساختمان مکمل جوړ شې ستاسې دنده لا ختمه نه ده.تاسې باید ساختمان په دوامداره شکل چک کړۍ او که کومه ستونزه په کې پیدا شوې وي هغه بیرته ورغوۍ .

انجینر فرید عاطف

Related Articles

څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟

 لیکنه: شکېبا نادري، څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟ دا ښکاره خبره ده چې د ښځینه وو ګاڼې ډېر خوښېږي، که هغه سره زر وي، که سپین زر وي او یا د غمیو شیان وي، خو په اوس مهال کې د سرو زرو بیه دوه برابره لوړه شوې ده او ډېری خلک د دې وس نه لري چې ویې پېري، نو د سرو زرو پر ځای سپین زر اخلي.  سپین زر د هغو ګاڼو له ډلې څخه دي چې د انسان پر لا...

بورسونو لپاره تحصیلي هدف Study Object څه دی؟

7. د بورسونو لپاره تحصیلي موخه یا هدف څه دی؟ What is a Study/Research Objective?له هغه ځایه چې تحصیلي موخه (هدف تحصیل/تحقیق) د ماسترئ بورسونو د غوښتنلیک یا اپلیکیشن له خورا مهمو برخو څخه شمیرل کیږي، نو ومې غوښتل چې په دې برخه کې یو لنډ لارښود او یوه بیلګه درسره شریکه کړم.د تحصیلي موخې لیکل آسانه کار ندی ځکه له یوې خوا کافي وخت ته اړتیا لري او له ب...

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه اللههغه شخصیت چې د قرآن عظیم الشان څخه وروسته  د احادیثو تر ټول صحیح او دقیق کتاب صحیح البخاري یې لیکلی.  هغه څوک چې کله یې له کتاب څخه څوک کوم حدیث بیان کړي نو کره والي او ثبوت ته یې نوره اړتیا نه وي. هغه شخصیت چې داسې احادیث یې راجمع کړي چې د نبي علیه السلام په مبارکو شونډو او مبارکه خوله بیان شوي او هغه شخصیت چې تر قیامته به یې...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...