To start downloading books

Please sign in or create an account.

په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه

په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه

د ډوډۍ خوړلو کتلور په مختلفو ټولنو کې لږ او ډېر توپير لري. د خوراک په وخت کې ځینې کارونه کېدای شي په یوه ټولنه کې ښه او په بل کې بد وي.
 د فرهنګونو رنګارنګي په جامو او رفتار کې پای ته نه رسېږي بلکې ګڼ نور رواجونه هم یوه ټولنه له بلې جلا کوي. یو له هغو لارو څخه چې یوه ټولنه له بلې پرې جلا کولی شو، ډول ـ ډول خواړه او د خوړلو طریقې دي. په دې لیکنه کې به څو بېلګو ته اشاره وکړو.

 لږ خواړه باید لوښي کې پرېږدئ
 که په چين کې ميلمانه شوئ له خوراک وروسته په لوښي کې حتمن لږ خواړه پرېږدئ. که تاسو لوښی خالي کړئ چينايان فکر کوي تاسو ته یې کم خواړه درکړي او د شرم احساس کوي. په چین کې ميلمانه همداسې کوي. که لږه غذا هم ورکړل شي یوه برخه یې لوښي کې پرېږدي، چې کوربه ګمان وکړي کافي خواړه یې چمتو کړي.

 له کاشوغ پنجې ګټه مه اخلئ
 په تایلینډ کې، چې کله ډوډۍ خورئ یوازې د وریجو د خوړلو پر مهال له کاشوغ پنجې ګټه مه اخلئ. که مو دا کار وکړ نو کوربه دا کړنه د خپل توهين په معنا ګڼي. په نورو خوړو کې له کاشوغ پنجې کار اخیستل کوم عیب نه دی، خو بیا هم د احتیاط لپاره کولای شئ نور ناست خلک وڅارئ چې کاشوغ پنجه کاروي یا نا. همدارنګه د تایلينډ خلک له چاقو هم ډېره ګټه نه اخلي. یوازې کاشوغ او کاشوغ پنجه کاروي.

 د مشرانو درنښت
 په کوریا کې لکه د افغانستان په څېر د عمر خوړلو خلکو ډېر درناوی کېږي او بالخصوص د ډوډۍ خوړلو پر مهال ورته ځانګړې پاملرنه کېږي. که د ډوډۍ په مېز کې ناست خلک له عمره پاخه وي، پرېږدئ چې هغوی ډوډۍ خوړل پيل کړي. دا کار جدي وګڼئ! که لومړی پیل تاسو وکړ، ډېره یې بده ګڼي.

 د مالګې او مسالې له اچولو ډډه وکړئ
 د نړۍ په هر ځای کې، چې هوټل ته لاړ شئ او یا میلمانه شئ نو په دسترخوان کې مالګه او مساله حتمن وي، تر څو د خپل ذوق مطابق ګټه ترې واخلئ. مګر په مصر کې دا کار باید هيڅکله و نه کړئ. هغوی دا کار د خواړه پخوونکي لپاره ستر توهين ګڼي. هغوی ترې دا معنا اخلي چې آشپز نه پوهېده څومره مالګه او مساله وکاروي.

 په بریتانیه کې د چای څښل
 بریتانويانو د چای څښلو لپاره خاص قوانین په نظر کې نيولي. د چای څښلو لپاره له کاشوغونو ګټه اخلي. کله چې چای خوږوئ باید کاشوغه مو د پیالې په اړخونو پورې و نه لګي. همدارنګه د چایو له لړلو وروسته باید کاشوغه له پيالې وباسئ او په لوښي کې یې کېږدئ.

Related Articles

رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو:  د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د ځواک، ظرفیت او ډولونو (مطبوعات، خبري اژانسونه، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ ....) څخه ګټه اخیستل رسنی...

انګور مو له زړښت څخه ژغوري

ژباړه ـ ریاض مقامزی  انګور یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پيدا کېږي. ددې مېوې یوه ښه ځانګړنه دا ده، چې په بېلابېلو بڼو وده کوي او ګڼ شمېر اقسام لري. همدارنګه که انګور وچ کړای شي، نو ممیز ترې لاسته راځي. تاسو به په دې لیکنه د همدې خوندورې مېوې پر روغتيايي ګټو پوه شئ.   انګور انګور چې په ځينو پښتون مېشتو ځايونو کې یې "کور...

اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟

اپلاتون د سقراط ( Socrat )شاګرد او د ارسطو ( Aristotle) استاد و .مبالغه به نه وي که ووايو چې اپلاتون د نړۍ تر ټولو نامتو فېلسوف او عالم و . د هغه د مړينې څخه د شاوخوا 2400 کلونو تېرېدلو وروسته هم د هغه نوم د خلکو په ژبه دی ، لا هم په شعرونو او متلونو کې ېادېږي او ژوندی دی .د اپلاتون نوم اکثرآ علم ، پوهې او فلسفې لپاره د ېوې مترادفې کلمې په څېر کارو...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...