To start downloading books

Please sign in or create an account.

د خنزیر حلاله غوښه په اړه

د خنزیر حلاله غوښه په اړه

د اروپا په شمول تقريبا په ټولو غير مسلم هيوادونو کي د خنزير غوښتنه هم خوړل کيږي او ورسره د خلکو خوښيږي او په دغو هيوادونو کي بي شميره د نوموړي ځناور د ساتنې فارمونه شتون لری.‌ يواځي په فرانسه کي 42000 څخه زيات فارمونه موجود دي
خنزير د ټولو ځناورو په پرتله وازده زياته لري ليکن اروپايان او امريکايان د وازدي خوراک څخه پرهيز کوي..
د خنزير وازده په څه کي استعماليږي ؟
په لمړيو کي به ټول خنزيران د خوراک ادارو تر نظارت لاندي  په مسلخونو کي ذبح کيدل او وازده به يي يادو ادارو ته هم درد سر وه . تقريبا 60 کاله مخکی پوري به سيزل کيده ليکن د وخت په تيريدو سره خلکو د وازدي د استعمال هنر زده کړ او د صابون په شمول يو شمېر مواردو کي يي استعمال کامیاب شو..
لدې څخه ورسته دا سلسله ورځ تر بلې زياته شو او د خنزير وازده به د ځينو موادو په مرسته پيک کيده او بازار ته به د خرسون لپاره عرضه شوه او مختلفو سامانونو جوړيدني په غرض کمپنیو يي اخيستل پيل کړل چي مصنوعاتو کي د خنزير وازده استعمال په هکله ټولو اروپایي هيوادونو يو مشترک قانون هم جوړ کړ او کمپنۍ يي مکلفي کړي چې دواګانو ، خوراکي موادو او نورو څيزونو کې د استعمال په صورت کي بايد ځانګړي فهرست د حکومتونو سره شريک کړي او دغه موضوع په هکله هغه څوک ښه پوهيږي چې تير څلوېښتو کلونو راهسې په اروپا کي ژوند تيروي..
ليکن داسې مصنوعات چې هغه کي د خنزير وازده استعمالېده د اسلامي هيوادونو لخوا منع اعلان شوه چې په نتیجه کي اوروپايي کمپنيو لوي نقصان وکړ
که تاسو د جنوبي اسيا تاريخ لوستي وي د انګريزانو مقابل کي د 1857 عوامي بغاوت وجه همدا وه , هغه مهال به د ټوپکو مرمۍ په اروپا کي جوړيدي او له هغه ورسته به د بحري لارو جنوبي اسیا ته انتقال شوي چې د مياشتو مياشتو سمندري ماحول له امله به بارود خراب شول.. بيا مرمي جوړونکي کمپنۍ د علاج او چاري په پار مرميو  پیکنګ د خنزير په وازده کي محفوظ کړ او ورسته به انتقال شو پدي اساس عسکر مجبور ول چې د وازدي حصه په غاښونو وچيچي تر څو د پيکنک نه مرمي راوباسي نو همدي کبله مسلمانو عسکرو او سبزي خوړونکو هندو عسکرو ممانعت وکړ چې اخر کار په بغاوت بدل شو..
له هغي وروسته اروپايانو  په خپلو مصنوعاتو کي د خنزير  پر ځاي د نورو ځناورو وازدي استعمال پيل کړ بيا د اسلامي هيوادونو لخوا له کمپنيو پوښتنه وشوه چې تاسو د کوم ځناور وازدي څخه په مصنوعاتو کي استفاده کوي چې د هغوي لخوا په رسمي ډول اطمینان ورکړ شو چې د غواګانو او ميخو څخه استفاده کيږي ليکن بيا هم اسلامي هيوادونو لدي امله چې په غير شرعي ډول ذبح کيږي د مصنوعاتو اخيستي ممانعت وکړ.‌چي له وجي يي غټي ملټي نشنل کمپني د لوي نقصان سره مخامخ شوي ځکه دغو کمپنيو 75 فيصده مصنوعات په اسلامي هيوادونو کي خرسيدل..
اخر کار دغه کمپنيو خفيه الفاظو ( کوډنګ لينګويچ) استعمال او سلسله پيل کړه چې يواځې په دغه کوډونو اورپايي هيوادونو خوراک اداري پوهيدلي او عام نه ول.
عام خلګ په تيارو ساتل او بازار ته E-Cods  استعمال سلسله پيل شوه تر څو د خلکو عکس العمل  د وخت په تېرېدو سره عادي شي چې تر اوسه دوام لري او تر ننه په  زياتره مصنوعاتو کي استعماليږي..

TOOTH PASTE
SHAVING CREAM
CHEWING GUM
CHOCOLATE
SWEETS
BISCUITS
CORN FLASKS
TOFFEES
CANNED FOODS
CANNED FRUITS

هغه مصنوعات چې په هغه کي د خنزير وازده استعمالېږي او په عادي ډول په اسلامي هم خرسږي..
هغه کوډونه چي په مصنوعاتو کي د خنزير وازدي استعمال لپاره ځانګړي شوي..
قدرمنو ورونو: خارجي مصنوعات چک کولو وروسته دغه کوډونو لرونکو مصنوعاتو څخه ځانونه وساتي..

E100, E110, E120, E140, E141, E153, E210, E213, E214, E216, E234, E252, E270, E280, E325, E326, E 327, E334, E335, E336, E337, E422, E430, E431, E432, E433, E434, E435, E436, E440, E470, E471, E472, E473, E474, E475, E476, E477, E478, E481, E482, E483, E491, E492, E493, E494, E495, E542, E570, E572, E621, E631, E635, E904 .

يادونه:
دغو کوډونو زدکړه مشکله ده تاسو کولای شي خپل موبايل کي تصوير واخلي او مصنوعاتو اخستنې وخت کي ميچ کړي..
ستاسو دعاګانو په هيله!

عبدالحمید جلیلی

Related Articles

د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدلی شوی دی؟

لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدل شوی دی؟   موږ ټول پر دې پوهېږو چې دوه ډوله حیوانات شته دي، چې یو یې وحشي او بل یې اهلي حیوانات دي.  ډېری خلک له حیواناتو سره مینه لري او په کورونو کې یې ساتي لکه پیشو، روزل شوي سپي او بېلابېل الوتونکي چې دې ته اهلي حیوانات وایي، خو برعکس وحشي حیوانات هغه دي، چې انسانان نه شي کولای ورته نږدې شي...

هټلر ولې يهودان وژل؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به په ښوونځي، پوهنتون او یا هم د نورو له خولې د هټلر نوم او د یهودانو د وژلو کیسې اورېدلي وي. خو په دې به په نه پوهېدئ، چې هټلر ولې یهوادن وژل؟ ددې لیکنې په دوام کې به د هټلر په اړه لاډېر پوه شئ.    هټلر څوک و؟ هټلر په اتریش کې ـ چې هغه وخت د مجارستان برخه وه ـ وزېږېد. په "۱۹۱۳م" کال کې جرمني ته وکوچېد او د لومړۍ نړېوال...

غازی امیر امان الله خان

امان الله خان د حبیب الله خان ځوی او د عبدالرحمن خان لمسی دی مور یی سلطانه سرور بیګم نومیده په قوم بارکزی و په ١٨٩٢م کال د جون د میاشتی په اوله نیټه پغمان کی زیږیدلی دی په اصل کې د جلال اباد اوسیدونکی دی په ١٩١٩م کال د افغانستان امیر شو  په ١٩١٩م کال د اګست د میاشتی په ١٨نیټه د انګریزانو څخه خپلواکی واخیسته د امان الله خان میرمن ملکه ثریا نومیده مل...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...