To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري.
 د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول لري.
 مڼه په ټوله نړۍ کې یوه مشهوره مېوه ده. ددې مېوې د ونې علمي نوم "مالوس دومستيکا" دی. له زرګونو کلونو را پدېخوا دا مېوه په آسيا او اروپا کې کرل کېږي. کله چې امریکا کشف شوه، یاده مېوه هلته هم یوړل شوه چې نن سبا په شمالي امریکا کې په پرېمانه کچه کرل کېږي. 

 د مڼې غذايي ارزښت
 مڼه له ويټامينونو، معدني موادو او مغذي عناصرو څخه ډکه مېوه ده. ويټامين C، ويټامين K، ويټامين B6 او ریبوفلاوين هغه ويټامينونه دي، چې په مڼو کې شته. همدارنګه پوتاشیم، میس او میګنیزیم مفيد معدني مواد دي، چې مڼه یې لري. مڼه له فایبرو څخه هم ډکه ده. د ورځې یوه مڼه خوړل مو د فیبر ۱۲ سلنه اړتيا پوره کوي. 

 هضم
 مڼه له فیبر څخه ډکه مېوه ده، چې د خوړو په هضم کې د پام وړ مرسته کوي. د مڼې منظم خوراک مو د کولمو صحت هم تضمينوي او د معدې د اختلالاتو مخه نیسي. همدارنګه له خوړو څخه د ترلاسه شوو غذايي توکو په ښه جذب کې هم مرسته کوي. 

 له سرطان څخه مخنيوی
 د سرطان په مخنيوي کې د مڼو د ونډې په اړه ډېرې څېړنې ترسره شوي او بېلابېل نتایج یې درلودل. وروستۍ څېړني ښيي، چې مڼې د سرطان په مخنيوي کې اغېزمن ثابتېږي  که څه هم اکثره مېوې او سبزیجات د سرطان ضد خاصيت لري خو په دوی کې مڼه ځانګړی ارزښت لري. هېره دې نه وي چې په دې برخه کې نورې څېړنې هم روانې دي.

 د وينې کمښت
 دا چې مڼې په کافي اندازه اوسپنه لري نو د وينې د کمښت مخنيوي لپاره ګټور دي. په ټوله کې د وينې د کمښت ستونزه په وينه کې د هيموګلوبين د کموالي له امله منځته راځي، چې دا ستونزه له غذايي موادو څخه د اوسپنې د ترلاسه کولو له لارې حل کېدای شي. 

 د غاښونو روغتيا 
 د مڼې خوړل مو د غاښونو په پاکوالي کې مرسته کوي، چې دا کار ستاسو غاښونه له چینجن کېدو ژغوري. په مڼو کې شته فیبر ستاسو غاښونه پاک ساتي او شته ميکروبونه هم له منځه وړي.

 د زړه ناروغۍ
 مڼه په بدن کې شته کلسترول کموي، چې دا کړنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي. د ورځې یوه مڼه خوړل مو تر یوه بریده د زړه د روغتيا تضمين کوي. 
 په مڼو کې د کويرستين په نوم فلاونويدونو شته، چې دغه مواد هم د زړه د روغتيا په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.

Related Articles

اطاق که اتاق

ليکوال: سيلانی  تېره شپۀ زما د فېسبوک قدرمن ملګري او د بلخ پوهنتون د ښوونې  او روزنې  پوهنځي استاد حميد الله عمرخېل چې اوس د کابل پۀ دکتورا برنامې کې سکالر هم دی، د « اتاق او اطاق » پۀ هکله ليکلي دي، چې دا کلمه بايد اتاق وليکل شي او سمه بڼه یې « اتاق » دی. ښاغلی عمرخېل د ژبپوهنې پۀ رڼا کې دا موضوع نۀ سپړي، یوازې د کلمې پر سموالي او ناسموالي تاکيد...

د کندهارۍ لهجی کی (بالا) څه معنا

بالا:په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې ده او ولس يې وايي. کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرامر ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه بیا جلا بحث دی. په کندهارۍ لهجه کي (باره) او (بالا) ډېر ويل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک فکر کوي چي دا بې مان...

مافیا څه ته وایي؟ مافیا یعنې څه؟

مافیا یعنې څه؟مافیا (MAFIA) د مخففاتو څخه جوړه د پنځه تورو لرونکې انګلیسې کلمه ده، چې هریو توری د لاندې کلمو لومړني توري جوړوي:M- MorteA-AllaF- FranciaI- ItaliaA- Aneliaچې پوره معنی یې (مرګ په فرانسه او زنده باد ایټالیا) دی، د مافیا حقیقي نوم (کوزا نوسترا) دی، چې زموږ څیز معنی ورکوي، همدارنګه ځینې پوهان وایي، چې مافیا د عربي کلمې (ماهیاس) څخه اخستل...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...