To start downloading books

Please sign in or create an account.

اطاق که اتاق

اطاق که اتاق

ليکوال: سيلانی 

تېره شپۀ زما د فېسبوک قدرمن ملګري او د بلخ پوهنتون د ښوونې  او روزنې  پوهنځي استاد حميد الله عمرخېل چې اوس د کابل پۀ دکتورا برنامې کې سکالر هم دی، د « اتاق او اطاق » پۀ هکله ليکلي دي، چې دا کلمه بايد اتاق وليکل شي او سمه بڼه یې « اتاق » دی. ښاغلی عمرخېل د ژبپوهنې پۀ رڼا کې دا موضوع نۀ سپړي، یوازې د کلمې پر سموالي او ناسموالي تاکيد کوي. کور يې ودان چې داسې علمي بحثونه مطرح کوي، اصلآ د اکدميکو اشخاصو تر منځ بايد همداسې مسايلو و شاربل شي تر څو عام وګړي د ليکدود پۀاصلي بڼه پوه شي. لازمه مې وګڼله چې ددې وييونو پۀ ژبپوهنيزو قاعدو لږ رڼا واچو او د ملګرو نقد و نظر هم واورو.

 

پۀ دې ليکنه کې بحث مطلق پر « اتاق او اطاق » نۀ راڅرخي، بلکې دا د بحث یوه فرعي برخه ده، خو دا چې د « ت – ط » تورو د کاورنې او ليکلو موضوع ده، ځکه مو سرليک « اتاق کۀ اطاق » وټاکۀ؛ موږ د دې وييونو لۀ پۀ پښتو ژبه کې معادلې کلمې ( کوټه – خونه ) لرو، خو دا چې دې ورته کلمې څۀ ډول وليکو، نو پۀ دې ليکنه کې یې راسره ولولئ.

 

پۀپارسي دري ژبه کې د استاد عباس اقبال آشتیانی او نور ډېر ژبپوهان د « ت او ط » کارونې لپاره ځينې اصول ټاکلي دي، چې دهغه لۀ مخې موږ کولی شو پۀ پارسي ژبه کې د ددې ډول کلماتو تفکیک وکړو او د یوې منظمې قاعدې لۀ مخې یې بدلون را منځته کړو، البته دا وضع شوې قاعدې پۀ پښتو ژبه کې هم پلي کېدونکي دي او تر ډېره سمې او د ژبپوهنيزو اصولو خلاف نۀ بريښي، پۀ دې هکله به د درنو استادانو او لوستونکو نظريات هم واخلو:

 

کومې کلمې چې پۀ « ط » ليکل شوي وي او زموږ ژبو ته را دننه شوي وي، هغه عربي کلمې دي او د ريښې پېژندنې لۀ مخې هغه عربي ګڼل کيږي، کۀ چېرې د ريشه شناسۍ لۀ مخې دا ثابته شي چې نوموړې کلمه عربي نۀ ده او پۀ« ط » ليکل شوې ده، نو ناسمه ده، باید پۀ « ت » وليکل شي. 

پۀ عربو کې هم دا دود دی، کومې کلمې چې لۀ نورو ژبو څخه عربي ژبې ته دننه کيږي او د ت او ط لۀ مخرج څخه او یاهم ورته مخرج څخه ادا کيږي، نو هغوی دا کلمه پۀ « ط » ليکلي، دليل یې دادی: چې هغوی غواړي ددې کلمې پرديتوب یا بېګانګي پخپله ژبه کې ثابته کړي او د عربي ژبې لوستونکي پوه شي چې نوموړې کلمه پردۍ ده. لکۀ: د « تاس او تراز » کلمې چې اصلآ پارسي دي خو عربو دا کلمې معربې کړې دي او « طاس او طراز » پۀ بڼه یې ليکي.

پۀ « ط او ت» باندې د ليکل شویو کلمو تفکيک پۀ لاندې ډول تر سره کولی شو:

 

لومړی : د ریشه شناسۍ لۀ مخې : کومې کلمې چې د ريشه شناسۍ لۀ مخې د زړې پارسي او پښتو کلمې وي، او د ت یا ط پۀ مخرج سره  ادا کيږي بايد پۀ « ت» وليکل شي، لکه: تراز، تنبور، تبرزین، تشت، تاس، اتو، تاول...

 

دويم: کومې کلمې چې پرته لۀ عربي ژبې څخه زموږ ژبو ته را دننه کيږي او د « ت او  ط » لۀ مخرج څخه ادا کيږي، نو بايد پۀ« ت » وليکل شي، لکۀ: بليت، باتري چې فرانسوي کلمې دي، يا هم امپراتور چې انګلیسي کلمه ده او یا هغه کلمې چې لۀ ترکي ژبې څخه را دننه شوي وي، لکۀ تالار، اتاق او  داسې نور...

 

درېيم: هغه کلمې چې د ريشه شناسۍ لۀ مخې تفکيک او تشخیص شوي وي چې عربي کلمې دي، نو غوره ده چې پۀ« ط » وليکل شي، ځکه « ط » عربي توری دی او ددې توري اصلي مخرج پۀ عربي ژبه کې ادا کيږي؛ لۀ دې کار سره به زموږ لوستونکو ته يوه ګټه دا وي چې موږ لوستونکو ته څرګنده کړو چې دا پردۍ يا مستعاره کلمه ده او لۀ بلې خوا به مو د نوموړې کلمې مصدر ساتلی وي، لۀ دې علاوه بله ښېګڼه يې داده چې موږ به د لغتونو د مستعار کېدو اصول پر ځای کړي وي. لکه: طارق، طریق، باطل....

 

څلورم: ځينې داسې کلمې شته، چې زموږ لیکوال یې پۀ ليکلو د غږپوهنې يا د غږونو د یوشان والي لۀ مخې تېروته کوي او یوه کلمه د بلې کلمې پر ځای کاروي، لکه: د « حيات او حیاط» کلمې، که څه هم دا کلمې ظاهرآ په لوستلو کې يو ډول تلفظ کيږي، خو د معنا په لحاظ دا دوه بېلې کلمې دي چې جلا معناوې وړاندې کوي. حيات د ژوند په معنا او حياط د خونو د خالي فضا په معنا چې تعبیه شوي وي يا هم د کوټې صحن ته وايي. يا دې ورته نورې کلمې لکه : اتلال او اطلال، معنا او مانا يا صاحب او صایب....

 

پنځم: ځينې خاص مکاني او د وګړو نومونه باید پۀ « ت » وليکل شي، البته هغه نومونه چې د «ت یا ط» پۀ مخرج سره ادا کيږي. لکه: اتریش، ایتالیا، پیترزبورګ، ترابلس... ځينې داسې نومونه هم شته چې د خلکو تر منځ ډېری پۀ ط ليکل شوي دي، خو بايد پۀ ت وليکل شي، خو کۀ چېرې دا کار وشي نو لوستونکي ورسره پۀ ستونزه کې اخته کيږي. لکه : لوط، طبس، طارم... نو د لوستونکو د ذهني اخلال د مخنيوي لۀ پاره کۀ پۀ همدې بڼه وليکل شي، څۀ ستونزه نۀ لري. يا هم ځينې کلمات چې د ډېر استعمال لۀ مخې زموږ پۀ ژبو کې پۀ هماغه بڼه ليکل شوي او رایجه دي، نو ښه ده چې پۀ هماغه عادي بڼه وليکل شي، لکه : سقراط، افلاطون...

 

اوس را ځو د « اتاق » کلمې ته

د اتاق د کلمې پۀ هکله وروستۍ خبره او پرېکړه نشو کولی، ځکه ځينې څېړونکي دا کلمه د ترکي ژبې کلمه ګڼي او وایي چې دا کلمه لۀ ترکي ژبې زموږ ژبو ته راغلې ده، نو باید پۀ « ت» وليکل شي، خو ځينې محققان پۀ دې باور دي چې دا کلمه اصلآ عربي کلمه ده او ددې کلمې اصلي بڼه وثاق – اوتاغ ده، چې « وثاق » پۀ عربي ژبه کې کوټې، خونې او حرم سرا ته وايي. د عثماني امپراتورۍ پۀ وخت کې دا کلمه د « اُدَه » پۀ بڼه ليکل کېده او ویل کېده، مګر اوس دا کلمه د ترکي ژبې پۀ اوسنی ليکدود کې  د « oda  » په بڼه ليکل کيږي، چې د کوټې معنا وړاندې کوي.

 

نوت: پۀ دې ليکنه کې مو موخه داده چې موږ څنګه وکولی شو، هغه عربي  کلمې چې پۀ « ط» ليکل شوي دي او هغه کلمې چې لۀ نورو ژبو د « ت او ط» پۀ مخرج زموږ ژبو ته را دننه شوي دي، څۀ ډول وليکو. ستاسو نقد و نظر ته مو سينه پراخه ده.

Related Articles

که غواړې چې تر ډېره ځوان او قوي پاتې شې!

پخوا د وخت یو حاکم او أمیر له ځان سره یو ښه تکړه هوښیار حکیم ساتلی وو ، حاکم به هر وخت له ځان سره دا خوبونه لېدل چې ،( زه دې تر مرګه همداسې ځوان او قوي پاتې شم) چې زوړوالی او کمزوري ونه وینم. نو له خپل حکیم څخه یې وغوښتل چې داسې بوټۍ یا دواء تلاش کړه چې عمر مې زیات او ځوان پاتې شم ، ته چې هر څه وغواړې دربه یې کړم ،حکیم خپل سفر شروع کړ ، تردې چې په...

صابئین دین چی قران کی تری یادونه شوی

دهغه دین پیروان چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده ، خو  ډیر لږ خلک ترې خبر دي : صابئین چې مندائیان هم ورته ویل کیږي  دهغه دین پیروان دي چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده او زیاتره په عراق ، سوریه او دایران د خوزستان په اهواز   کې استوګنه لري اوځانونه دحضرت یحیی علیه السلام پیروان بولي، خو دیحیی علیه السلام نه سربیره دوی پر حضرت آدم ، حضرت شی...

د افغان داستاني ادبياتو منځپانګه

  لیکنه: وقار ابراهیمي عموماً د هر ټولنې ادبیات یوازې او ټول مسایل یې د فکري ځواک په بنسټ نه رامنځ ته کېږي، د طبیعت داسې ډېر اړخونه شته چې د ځآنګړې پاملرنې وړ ګرځي او انسان دې ته هڅوي تر څو د قلم څوکه د طبیعت په دې ځانګړینو په مثبت او منفي ډول وخوځوي. او همداسې نور ډېر د اړتيا په بنسټ هم لیکل شوي دي. • داستاني ادبیات چې د یو ټولنې په مهمو هغه ک...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...