انساني فطرت: شریر دی که همکار؟
157
Waheed Zaheer
2024-09-07 05:07:57
لیکوال: ابراهیم شینواری
لومړۍ برخه
انسان له خپل پیدایښت څخه تر اوسنۍ زمانې پورې ستر پرمختګونه کړي دي، خو په دې اوږده سفر کې یې له یو بل سره همکاري او دښمني دواړه ښودلي دي. هغه نه یوازې د پرمختګ په لور قدم ایښی، بلکې په جګړو، اختلافونو، او ویجاړیو کې یې هم برخه اخیستې ده. په دې لیکنه کې به د تاریخ، بیولوژۍ، نیوروساینس، فزیک، ارواپوهنې، انسانپوهنې، ټولنپوهنې، فلسفې، سیاست او دین په رڼا کې د دې پوښتنې ځواب ولټوو چې آیا انسان په فطرت کې شریر دی که همکار؟
تاریخ:
د بشري تاریخ له مطالعې څرګندېږي چې انسان له خپلو همنوعانو سره هم د همکارۍ غوره مثالونه وړاندې کړي، ټولنې، ښارونه او بنسټونه یې جوړ کړي دي؛ خو له بلې خوا یې تر ټولو بدې جګړې کړي دي، طبیعت او چاپېریال یې ویجاړ کړی او نورو ژوندیو موجوداتو ته یې زیان رسولی دی.
1. د ښکار او خوړو ټولونې دوره:
په هغه وخت کې چې لا کورونه، کلي، او ښارونه نه وو جوړ شوي، او زراعت نه و رواج شوی، انسانانو د خوړو د موندلو لپاره ښکار کاوه او مېوې او غلې یې ټولولې. په دې دوره کې همکاري د انساني بقا او بریا لپاره ډېره مهمه وه او انسانانو ته یې د ژوند کولو لپاره لازمې زمینې برابرولې.
2. د کرنې دوره:
کله چې انسان زده کړل چې څنګه پر ځمکه کر وکړی، او له حیواناتو ګټه واخلي، نو کروندګرۍ ته داخل شو. په دې دوره کې، د منابعو د زیات تولید لپاره همکاري ګټوره وه، خو د منابعو پر سر لانجې او جګړې هم رامنځته شوې. پیاوړو ګروپونو پر کمزورو بریدونه کول او د هغوی منابع یې لوټلې.
3. د لویو ټولنو جوړېدل:
وروسته چې لویې ټولنې جوړې شوې، د متجانسو ګروپونو تر منځ همکاري زیاته شوه ترڅو ګډ ژوند او شریک روایتونه وساتي. خو د مقابلو ټولنو تر منځ د واک، منابعو او جوړو (ازواجو) پر سر جګړې لا شدیدې شوې او د جګړو سطحه پراخه شوه.
4. د یووال نوح هراري نظریه:
تاریخپوه او فیلسوف یووال نوح هراري وایي چې له نورو ژوندیو ژویو د انسان برتري په دې کې ده چې هغه په لویه کچه همکاري کولی شي او د لویو ټولنو د جوړېدو لپاره مشترک روایت جوړولی شي. نوموړی وایي چې د انسان بل مهم قابلیت دا دی چې تصور او تخیل کولای شي، چې په نتیجه کې کشف، اختراع او زیات تولید ممکنېږي.
5. تاریخي پایله:
تاریخ دا ښیي چې د همکارۍ په نتیجه کې ټولنې، وسایل، تخنیک، او سیستمونه رامنځته شول، خو د زیاتو منابعو او واک پر سر جګړو سترې تباهۍ رامنځته کړې. له دې ثابتیږي چې انسان د همکارۍ او اعمار، او تشدد، او ویجاړۍ دواړه استعدادونه لري.
یولوژي، جینیتیک او تکامل (Biology, Genetics and Evolution)
1. د تکامل فشارونه:
انساني سلوک د تکامل په بهیر کې همکاري او تشدد دواړه زده کړي دي. انسانان د فردي او ګروپي بقا، تولید او د منابعو د ساتلو لپاره همکاري کوي، او د ګواښونو په وړاندې د دفاع لپاره تشدد ته مخه کوي
2. جینونه او سلوک:
پدې وروستیو کې د "ځان غوښتونکي جن" نظریه هغومره مقبوله ده، او جینونه د همکارۍ او تشدد په برخه کې بې طرفه ګڼل کېږي. د سلوکي جینیتیک له مخې، ځینې ځانګړي جینونه شته چې همکاري او یا تشدد تشویقوي
الف. جګړه مار جین (MAOA): دا جین د چاپېریالي فشارونو او ګواښونو په صورت کې فعالیږي او انسان د مقابلې لپاره تیاروي.
ب. سوله ییز جین OXTR: دا جین د اوکسیټوسین ریسیپټر کوډ کوي او په ټولنیزو اړیکو او همکارۍ کې دخیل دی او له مختلفو ټولنیزو او همدردانه سلوکونو سره تړاو لري.
3. د بدن هورموني تغییرات:
په همکارۍ کې بدن د اوکسیټوسین، اندورفین، او انکیفالین په نومونو مواد افرازوي، چې مثبت او خوښونکي احساسات را منځ ته کوي. د دې برعکس په تشدد یا سترس کې بیا اډرینالین، کورتیسول، نارایپی نفرین، ډوپامین، ګلوکوګون، او واسوپریسین افرازیږي، چې بدن راپاروي، اضطراب زیاتوي، او د دفاعي سیستم داخلي برخې کمزورې کوي، ترڅو ټوله توجه د بهرني خطر دفع کولو ته واړوي.
4. د اوکسیټوسین ځانګړی رول:
اوکسیټوسین، چې د مینې او تړون هورمون په نوم یادېږي، هغه وخت په بدن کې افرازیږي چې انسان له خپلو (موږ) سره په اړیکو او تعامل کې وي. خو په مقابل کې، د نورو (دوی) په حالت کې نه افرازېږي. له دې څخه پوهېدای شو چې د ګروپونو، نژادونو، مذهبونو، ملتونو او تمدنونو تر منځ د "موږ" او "دوی" بیلتون د ټکر او مخالفت سیب کېږي. که غواړو نړیواله سوله او ورورولي رامنځته شي، باید د "موږ" دایره پراخه کړو او ټول انسانیت پکې شامل کړو.
5. د ډاروین او لامارک رول:
ډاروین انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په شان داسې موجود ګڼي چې د بقا لپاره مسابقه کوي، او تر ټولو تکړه موجود بقا کوي. خو لامارک وایي چې د انسان شخصیت د همکارۍ پر لور تمایل لري. د لامارک پیرو، ډاکتر بروس لیپټون، وایي چې د انسان د بدن سل ټریلیونه حجرې په خپلو کې ټینګه همکاري کوي، او همدغه همکاري د دې سبب شوې ده چې انسان، د یو پیچلي او عالي ژوندی موجود په توګه، ژوند او پرمختګ وکړي. له دې نتیجه اخستل کېږي چې د یو موجود په داخل کې همکاري د ژوند د دوام، روغتیا او پیاوړتیا سبب کېږي. له نورو ژوندیو ډولونو سره په ګډو کارونو کې همکاري او د رقابت په صورت کې رقابت او سیالي برخه لري. که ټوله انساني ټولنه یو بدن وګڼل شي، بیا د رقابت ځای نه پاتې کېږي.
6. د بدن دفاعي میکانیزمونه:
کله چې بدن له داخلي یا بهرني خطر سره مخامخ کېږي، سلګونه میلیونه حجرې مرګ ته تیاریږي، ترڅو انسان د یو روغ او فعال سیستم په توګه پاتې شي. یعنې دغه حجرې د ټول بدن یا سیستم د دوام لپاره کار کوي، نه د ځان لپاره.
7. د حجرو تر منځ همکاري:
د سل ټریلیونه حجرو تر منځ همکاري موږ ته درس راکوي چې د ځمکې اته بیلیونه شعوري موجودات (انسانان) هم د بشریت د یو بدن په توګه د همکارۍ له لارې پرمختګ کولی شي او د جګړو، ټکرونو، تباهۍ او ورانۍ مخه نیولی شي.
د انساني فطرت په باب لیکنې درېیمه برخه:
---------------------------------------------
عصبي علوم (Neuroscience)
1. د (Prefrontal Cortex) دماغي برخه:
پریفرنټل کارټیکس هغه دماغي برخه ده چې د همکارۍ ټولنیز سلوک هم رامنځ ته کوي او د متشدد سلوک او جګړې سیب هم کېدای شي. دا برخه د احساساتو سره تړاو لري او د مربوط احساس په بنسټ متناسب غبرګون څرګندوي.
2. دماغي لیږدونکي(Neurotransmitters)
د اوکسیټو سین په شان دماغي لیږدونکي، په انسانانو کې د پیوند او همکارۍ سلوک پیاوړی کوي.
3. د فشار او تاوتریخوالی په وړاندې دماغي غبرګون:
دماغ د اډرینالین او کورتیزول تولید تنبیه کوي چې (د جګړې یا تیښتې هورمون په نوم یادیږي) له فشار او تاوتریخوالي سره اړیکه لري او بدن د دفاعي وضعیت لپاره چمتو کوي.
اروا پوهنه (Psychology)
1. سلوکي څېړنې:
سلوکي څېړنې ښيي چې انسانان د همکارۍ او تشدد دواړو وړتیا لري.
2. ټولنیز سلوک:
د ټولنیز سلوک څېړنې، لکه د ګروپ دینامیک او د رواني فشارپه وخت کې فردي چلند ښيي چې انسانان د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره همکاري کوي او د تهدید په صورت کې تشدد ته مجبوریږي.
3. پرمختیایي ارواپوهنه:
ماشومان هم د همکارۍ او ګډو لوبو میلان ښيي او هم د تهدید او پارېدنې په حالت کې شخړې ته میلان لري.
4. د ماشومانو سلوکي تجربې:
په بې طرفه حالت کې، ماشومان عموماً له متشدد سلوک څخه نه، بلکې له مظلوم سره د همدردۍ او خواخوږۍ احساس کوي. دوی حتی د بل ماشوم د ژړا په صورت کې خپل لوبیز وسایل هغه ته ورکوي.
https://www.youtube.com/watch?v=JWzRFLSucQQ&t=24s
5. چاپېریالي اغېز:
د همکارۍ او تشدد په سلوکونو کې توازن د ټولنیزو، چاپېریالي، او فردي عواملو لخوا اغېزمنېږي. انساني او له محبته ډک چاپېریال، روزنه، مثبت نشرات او د سولې کلتور د همکارۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.
6. فرایډ، اډلر او یونګ:
فرایډ په تشدد او جنسي غریزې تمرکز کاوه، اډلر د همکارۍ او ټولنیزو احساساتو پر اهمیت ټینګار کاوه، او یونګ د فردي ودې، ځان پېژندنې، او جمعي همکارۍ په اړه نظریات وړاندې کول. فرایډ د انساني طبیعت یوه برخه متشدده ګڼله، خو اډلر او یونګ همکاري اصل ګڼله او تشدد یې د دفاع او عکس العمل یو ډول ګاڼه.
په انساني کړنو او اړیکو کې د غریزو(Instincts) او شهودي احساساتو (Intuitions) رول
غریزې او شهودي احساسات د همکارۍ یا سیالۍ پر لور د انسانی سلوک په سوق کولو کې مهمه برخه لري، چې په لاندې کرښو کې په لنډیز سره وړاندې کېږي. غریزې او شهودي احساسات د فزیولوژي او ارواپوهنې سره اړیکي لري:
غریزې
په تعاون کې:
ټولنیز تړاو: غریزې د همکارۍ په رامنځ کېدو له دې امله اغیز کوي چې د افرادو تر منځ د ټولنیز پیوند، همدردۍ، او تړاو سلوکونه هڅوي. په نتیجه کې انسانان اتحادیې جوړوي، د شریکو ګټو لپاره یوځای کار کوي، او د اړتیا پر مهال د یو بل ملاتړ کوي.
متقابل عمل: له دې امله چې له نورو سره مرسته کول د نورو له خوا د متقابلې مرستې احتمال زیاتوي، نو انساني غریزې افراد له نورو سره همکارۍ ته هڅوي.
په سیالۍ کې:
بقا او ژوندي پاتې کېدل: ژوند او منافعو ته د خطر پر مهال د انسان په بدن کې د جګړې یا تیښتې غبرګون فعالیږي چې یا برید او یا تیښته کوي، تر څو ځان وساتي.
برلاسی او د مراتبو سلسله: د برلاسۍ یا ټولنیز مقام ته د رسیدو یا یې د ساتنې غریزه هم انسان سیالۍ ته لار هواروي چې پکې انسانان د ځواک، حیثیت یا منابعو لپاره سیالي کوي.
شهودي احساس:
شهودي احساس د تصمیم نیولو او ټولنیزو نښو، او اشخاصو د نیتو او ارادو په باب انسان ته لار شيي.
چټکه پرېکړه: په پیچليو ټولنیزو حالتونو کې شهودي احساس انسان ته د چټکې پریکړې توان ورکوي، تر څو ژر فیصله او قضاوت وکړي چې حالت د همکارۍ او که د سیالۍ غوښتنه کوي.
ټولنیزې نښې پېژندل: شهودي احساس انسان توانمنوي چې ټولنیزې نښې وپېژني، د نورو نیتونه درک کړي، او پر اساس یې پریکړه وکړي چې حالت همکاري ته برابر دی که سیالي ته.
لنډه دا چې انساني غریزې او شهودي احساسات داسې لارښود ځواکونه دي چې د شرایطو، ګټې یا ګواښ په پام کې نیولو سره زموږ تمایلات د همکارۍ یا سیالۍ پر لور سوقوي. دا غریزې انسان ته د دې لپاره ورکړل شوې دي چې خپله بقا او ټولنیز یووالی داسې ټینګ کړي، چې د همکارۍ د اړتیا او د سیالۍ د واقعیت تر منځ توازن وساتلي شي.
د انساني فطرت په باب د لیکنې څلورمه برخه (د فلسفې، ټولنپوهنې، بشرپیژندې، ریاضي او فزیک له نظره):
فلسفه (Philosophy)
1. اخلاقي نظریې:
د انساني فطرت په باب فیلسوفان بېلابېل نظرونه لري:
ژان ژاک روسو: باور لري چې انسانان په فطري ډول ښه دي خو ټولنه یې فاسدوي.
توماس هابز: باور لري چې انسانان په فطري ډول ځان غوښتونکي او متشدد دي او د نظم ساتلو لپاره ټولنیزو تړونونو او انضباط ته اړتیا لري، یعنې قوانین انسانان سمې لارې ته راولي.
2. د ټولنیز تړون نظریه:
هابز: دلته بیا هم هابز وړاندیز کوي چې همکاري د عقلاني یا ټولنیزو تړونونو څخه رامنځ ته کېږي چې د ځانځانۍ له طبیعي حالت څخه مخنیوی وشي.
جان لاک: وایي چې انسانان په طبیعي حالت کې یو ډول اخلاق او عقل لري چې د خپلو حقونو او د نورو حقونو درناوی کوي، او پر همدې بنسټ دې ټولنیز تړون رامنځ ته شي.
ژان ژاک روسو: دلته هم وایي چې داسې قوانین دې جوړ شي چې د منحرفینو مخه ونیسي او وګړي د خپل سم انساني فطرت له مخې ژوند وکړي او له بل سره همکاري وکړي.
ټولنپوهنه (Sociology)
د ټولنپوهنې له نظره، انسان متنوع شخصیت لري چې د شرایطو او فرهنګي چاپېریال په اساس بدلون مومي.
1. همکار (Cooperative) اړخ:
ټولنیز ژوند:
انسان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو سره همکاري کوي. د همدې لپاره ټولنیز جوړښتونه، لکه کورنۍ، قبیله، او ټولنې، د همکارۍ پر بنسټ رامنځ ته کېږي.
فرهنګ او اخلاق:
فرهنګي ارزښتونه، اصول، او قوانین همکاري او متقابله مرسته هڅوي.
مشترکې ګټې:
په سوداګرۍ، زده کړو، او نورو ټولنیزو چارو کې پرمختګ همکارۍ ته لار هواروي او متقابله ګټه رامنځ ته کوي.
2. سیالي ګر (Violent) اړخ:
د بقا غریزه:
د بقا غریزه انسان خپلې دفاع ته هڅوي، چې دفاعي او یرغلیز تشدد دواړه پکې راڅرګندېږي. د داروین د بقا لپاره د جګړې نظریه ورو ورو په ټولنپوهنه کې هم رواج شوه او د ټولنیز داروینزم تیوري یې رامنځ ته کړه.
سیالي یا رقابت (Competition)
د محدودو منابعو (ځمکې، خوړو، اوبو او نورو) لپاره سیالي د شخړو او جګړو سبب کېږي، ځکه انسان د خپل ژوند د تدوام لپاره دغو منابعو ته اړتیا، او ورسره شدیده مینه لري.
د قدرت او واک هڅه:
د بشري ټولنو په تاریخ کې انسانانو اکثراً د قدرت او واک ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره جګړې کړي دي، چې په دغو حالاتو کې یې متشدد قوتونه او خویونه فعال شوي دي.
انسان پېژندنه (Anthropology)
د انسان پېژندنې له مخې، انسانان د بېلابېلو کرکټرونو لرونکي دي. په دې برخه کې لاندې ټولنپوهنیز مسایل مهم دي:
1. کلتوري انسان پېژندنه:
وایي چې په مختلفو کلتورونو کې د همکارۍ او تشدد دواړه سلوکونه لیدل شوي دي.
تعاون: په انسانانو کې د متقابل ملاتړ لپاره همکاري ضروري ده.
تشدد: د لوړتیا غوښتلو او ساتلو لپاره سیالي او تشدد رامنځ ته کېږي.
۲. لرغون پوهنه:
د لرغونو ټولنو له مطالعې څرګندېږي چې لومړنيو انساني ټولنو د ګډ ښکار او خوړو ټولولو لپاره همکاري کوله، او د دفاع او منابعو لپاره تشدد ته مجبوریدل یا هڅېدل. داسې ښکاري چې زموږ پخواني نیکونه تر موږ ډېر متشدد وو.
فزیک اور ریاضي (Physics and Mathematics)
فزیک: که څه هم فزیک د انساني سلوک په اړه مستقیم معلومات نه شي وړاندې کولی، خو د سیسټمونو د تیوري له مخې پر معلوماتو د پوهېدو موږ ته یو څراغ لګوي. د فزیک له نظره، د انسانانو ترمنځ همکاري او سیالي د انرژۍ د ډاینامیک او سیسټم تیوري د اصولو له مخې تشریح کیدای شي. په فزیکي سیسټمونو کې، عناصر په داسې ډول یو له بل سره تعامل کوي چې یا د سیسټم له عمومي ثبات سره مرسته کوي یا یې ګډوډوي. لکه څنګه چې فزیکي سیسټمونه د توازن په لټه کې دي په همدغه ډول، په انساني ټولنو کې هم، همکاري کولای شي د انرژۍ د ضایع کېدو مخه ونیسي او باثباته او اغیزناک سیسټمونه رامنځته کړي. له بلې خوا، لکه څنګه چې د ترمودینامیک د قانون له مخې انتروپي د وخت په تیریدو سره د بې نظمي د زیاتیدو سبب کیږي، سیالي او رقابت هم ټولنیز سیسټم ته انرژي داخلوي، چې د نوساناتو او بدلون سبب کیږي.
په دې ډول د همکارۍ ځواکونو (چې انرژۍ ساتنې او نظم ته ورته دي) او د سیالي قوتونو (چې د انتروپي او بې نظمي په شان دي) ترمنځ توازن، د طبیعي یا ټولنیزو سیستمونو طبیعي تمایل منعکسوي، چې توازن ته د رسیدو هڅه کوي. فزیک موږ ته یو داسې لید وړاندې کوي چې انسانې تعاملات د طبیعي نړۍ د یوې برخې په توګه پداسې ډول وګورو، چې پر مادې او سلوک دواړو تطبیقیږي.
ریاضي: ریاضیات انسان ته داسې مهم وسایل ورکوي چې پر اساس یې پوهیدای شي چې په ځانګړو حالاتو کې د مشخصو وګړو او ډلو طبیعت تشخیص کړي چې همکارۍ ته ډیر تمایل لري که سیالۍ ته. بېلابېلې ریاضيکي تیوري ګانې د افرادو ترمنځ ستراتیژیک تعاملات څیړي، او هغه حالات روښانه کوي چې همکاري که سیالي پکې ګټوره وي. دا تیوري ګانې څرګندوي چې څنګه په ډلو او ګروپونو کې تعاملات همکارۍ او یا برعکس سیالۍ ته لار هواروي. ریاضیات دا هم روښانه کولی شي چې څنګه کوچني فردي عملونه کولی شي په پراخه سطحه ټولنیزې نتیجې اغیزمنې کړي. په مجموع کې ریاضيکي تیورۍ زموږ سره مرسته کوي چې په انسانانو او ټولنو کې د همکارۍ یا رقابت اساسي محرکات وپېژنو.
دلته مې د دردمن افغان مفکر مرحوم ګل پاچا الفت یوه لیکنه رایاده شوه چې د (حسابي خبرې) تر عنوان لاندې یې کړې وه. الفت صاحب وایي چې که یو تر یو لاندې ولیکئ، مجموعه یې دوه کیږي، خو که څنګ په څنګ یې ولیکئ، یوولس کیږي. په ټولنه کې هم باید افراد یو د بل پر سر نه بلکې ورسره مساوي، څنګ په څنګ او موازي وي. بیا وایي که یو مخکې او دوه وروسته ولیکئ، ۲۱ کېږي خو که د دوو ځای بدل کړئ، بیا ۱۲ کېږي. له دې نتیجه اخلي چې د اشخاصو ځای باید په ټولنه د هغوی د شان او وړتیا له مخې وي. الفت صاحب څو نور ښکلي مثالونه ورکړي دي، چې زما په یاد نه دي پاتې شوي.
له دې څرګندیږي چې د ریاضي او فزیک له قوانینو هم انسانان د ټولنیز عدالت او همکارۍ د ترویج لپاره کار اخیستلای شي.
د انساني فطرت لیکنې پنځمه برخه:
سیاست (Politics)
د سیاست په نړۍ کې مفکرین او سیاستمداران د انساني فطرت په باب بېلابېل نظرونه لري:
۱. ماکیاولي وایي چې وګړي باغي طبیعت لري او د ټولنې د نظم لپاره باید قانون او حکومت موجود وي. دی باور لري چې واکمن باید د قهر او رحم دواړه مخونه ولري، خو که د قهر او رحم تر منځ یو بدیل انتخابول پکار وي، باید قهر او ویرول انتخاب شي. ماکیاولي همداراز وایي چې حاکم دې پر اخلاقو تظاهر وکړي، خو په عمل کې دې پرې پابندي نه کوي.
۲. توماس هابز وایي چې انسان فطرتاً د خپلې بقا لپاره هر ډول تشدد کوي. پیاوړی مرکزي قدرت باید ټولنه له ګډوډۍ او جګړو وساتي. دی د یو قوي او مطلق حاکمیت پلوی دی، او باور لري چې ویره او زور د حکومت کولو ضروري وسیلې دي، خو د دې تر څنګ باید حاکم عادلانه او منظم حکومت وکړي.
۳. جان لاک د هابز پر خلاف باور لري چې د حکومت مشروعیت د خلکو له رضایت څخه راځي، نه د ویرې او جبر له لارې.
۴. ژان ژاک روسو هم په "ټولنیز تړون" کې وایي چې حکومت باید د خلکو د عمومي ارادې سره سم خدمت وکړي. قهر او جبر مردود دي او حقیقي واک د خلکو د رضایت او ګټو د تأمین مسؤول دی.
۵. کارل مارکس باور لري چې د حکومت رول باید د طبقاتي توپیرونو له منځه وړل وي. نوموړی په عمومي ډول د قهر او ویرې کارول نه تاییدوي، خو باور لري چې د واکمنۍ ساتلو او نوي ټولنیز نظم د بنسټ ایښودلو لپاره ممکن د انقلابي قهر او زور کارولو ته اړتیا پېښه شي.
۶. فریدریش نیچه چې ماکیاولي ته ورته نظریات لري، وایي چې اخلاق او اصول باید د ځواک او قوت له مخې تعریف شي، او پیاوړي کسان باید د ځواکمنو صفتونو او قهر له مخې پر نورو واکمن وي.
انسانِ ټولنو له فرد څخه کورنۍ، قوم، قبیلې او ملت ته انکشاف کړی دی، د دې هر واحد د تنظیم لپاره یې مسؤولیتونه ویشلي دي. یو ملت د خپل ټولنیز انکشاف په تر ټولو لوړه مرحله کې پدې توانمنیږي چې خپل دولت جوړ کړي.
سیاست د دولتونو او هیوادونو چلولو او رهبري کولو هنر او توان دی، چې له یوې خوا د زیاتو ګټو سبب شوي دي، لکه د د ټولنیز نظم تأمین، د بې د نظميو مخنیوی، امنیت راوستل او ساتل، سوله او ثبات ټینګول، اقتصادي پرمختګ راوستل، قانون جوړول، تطبیقول او عدالت تأمینول، او د تعلیم، روغتیا، ترانسپورت، اوبو رسولو او بشري مرستو په شان د ټولنیزو خدمتونو ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول.
خو له بل لوري د ځینو زیانونو سبب کېدای هم شي، لکه استبداد، زور، جبر، جګړې، تاوتریخوالی، ظلم، بې عدالتي، اقتصاديتابرابري، بیوروکراسي او فساد.
سیاست او دولت په لویه سطحه تعاون او بشري پرمختګ ته لار هم هواروي، او په لویې تباهۍ هم رامنځ ته کولی شي.
په یوه جدول کې مې د دولتونو او سیاسیونو له خوا د لسو مهمو جګړو د تلفاتو شمېر چې ۱۴۲ میلیونه کیږي، د لسو ساینسي کشفونو په نتیجه کې د انسانانو د ژوند ژغورلو سره مقایسه کړو چې ۷ میلیارده اووه سوه شل میلیونه انسانان یي ژغورلي دي، چې د ژغورل شوو شمېر ۵۴ چنده زیات دی. دا د انسان د علم د برترۍ ثبوت وړاندې کوي. او موږ هیله من کوي، چې د علم او زغم په زیاتوالي سره به بشریت د لا زیاتو پرمختګونو افقونه پرانیزي.
پر عالمانو سربېره د بشریت لومړني خدمتګاران بزګران او ښکاریان دي، چې تر هوا او اوبو وروسته د بشر د دریم مهم ضرورت (خوړو) په تولید کې مرسته کوي. د ژوند د وسایلو جوړونکي او د کسب او مهارت خاوندان هم د ژوند د اسانتیا د برابرولو له لارې د انسانانو ژوند اسانوي. د تجارانو او سوداګرو رول هم تر چا کم نه دی، چې د بزګرانو او مولدینو محصولات او جوړ شوي وسایل ښارونو، کليو، کوڅو او بانډو ته رسوي.
د بشریت خیرخواه خدمتګاران د خپل عمر ټولې شپې او ورځې د نورو د خیر او مرستې لپاره لګوي، خو ځان غوښتونکي د ټولو خلکو د تباهۍ په بیه هم د خپلو ګټو د خوندیتوب په فکر او هڅو بوخت وي. البته د ټولنو رهبري او قومانده د دولتونو او سیاسي مشرانو په لاس کې وي، نو ځکه د دوی رول هم مثبتو کړنو ته د زمینې جوړولو او هم د تباهۍ پر لور د ملتونو په ورټیل وهلو کې تر هر چا مهم دی. ملتونه او ولسونه هم پخپله سطح مسؤولیت لري.
د انسانانو په منځ کې رواني ناروغان، محروم او رټل شوي افراد او قشرونه، په ناسمو کلتورونو کې روزل شوي خلک او سیاستمداران د انساني فاجعو تر ټولو ډېر مسؤول دي. ډاکتر بریان کلاس(Dr. Brian Klaas) پخپل کتاب (فاسدیدونکی: څوک واک نیسي او څنګه موږ بدلوی؟ یا Corruptible: Who Gets Power and How It Changes Us) کې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې سیاسي واکمنان له لاندې درې ګروپونو په یوه کې شامل وي:
1. Psychopaths د نورو د احساساتو، درد او کړاو په وړاندې بې احساسه
2. Machiavellists د واک ترلاسه کولو لپاره بې رحمه، بې اصوله او دوکه مار
3. Narcissistsپر خپل ځان افراطي عاشق، تر نورو ځان لوړ احساسول او د نورو په وړاندې بې تفاوته.
له دې ټولو سره سره سیاست او دولتونو د مشترک روایت په ایجاد، او په لویه سطحه د همکارۍ په پراخولو کې مهم رول لرلی دی چې له فرد، کورنۍ، کلي، سیمې، او ښار څخه یې بشري ټولنې د هیواد او ملت پراخې دایرې ته رسولي او د بشر ۷۰۰۰ قامونه یې په څه کم دوه سوه هیوادونو کې سره راټول کړي دي.
د انساني فطرت په باب لیکنې شپږمه برخه
دینونه او په ځانګړي ډول اسلام
دینونه په عمومي ډول د دې لپاره راغلي دي چې په ټولنو کې تعاون او همکاري رواج کړي، انسان تقوا ته وهڅوي، او د یو لوی ذات او خالق د تصور له مخې یې د خپلو کړنو په مقابل کې مسؤول کړي، تر څو د خدای د رحم او جنت مستحق شي. البته مذهبونه د وخت او زمان د شرایطو، ژبې او محاورې د محدودیتونو او پکې د وروسته اضافه شوو مسایلو له مخې په نظرونو کې یو څه تفاوتونه لري، خو زیاتره لوی پیغامونه یې ورته دي:
د هندوېزم له نظره انسان د "آتمن" په نوم یو الهي روح لري، چې دا روح د خدای (برهم) یوه برخه ده.
بودیزم وایي چې انساني فطرت له "کارما" او "سنساره" (د بیا ژوندون دوران) سره تړاو لري.
یهودیت انسان د خدای په شکل او صورت جوړ شوی ګڼي، چې اخلاقي مسؤلیت لري. د خدای او انسان تر منځ تړون (Covenant) دادی چې انسان د خدای قوانین ومني.
عیسویت انسان د خدای په شکل او صورت جوړ شوی ګڼي، او وایي چې خدایي ځانګړتیاوې لري، لکه اخلاقي شعور، عقل، او آزادي. خدای په انسان کې خپل روح پوکلی او تر نورو مخلوقاتو یې ځانګړی مقام ورکړی دی، خو د انسان فطرت د لومړنۍ ګناه (Original Sin) په نتیجه کې ګناه کولو ته تمایل پیدا کړی دی، او د عیسی مسیح له لارې ورته د نجات لاره برابریږي.
دینونو د انسانانو تر منځ د ګډ روایت او همکاري سطحه او د (موږ) دایره ډېره پراخه کړه. که څه هم اسلام ټولو انسانانو ته د فلاح پیغام او پیغمبر یې عالمونو ته رحمت بلل شوی دی،
د نړۍ سترو دینونو انسانان د همکارۍ په یوه ډول محورونو کې راټول کړي دي چې عیسویان ۳۱٪، مسلمانان ۲۶٪، هندوان، ۱۳٪، ، بودایان، ۷٪، عنعنوي دینونه ۴٪، سیکان، یهودیان، او بهایان درې واړه یو فیصده تشکیلوي او پاتې ۱۶٪ بې باوران/ملحدان یا شکاکان دي.
اسلام
زموږ مسلمانانو په باور اسلام وروستنی الهي دین او قرآن وروستی الهي کتاب دی چې د تېرو اسماني کتابونو تایید، تصدیق، ساتنه، او پکې د راغلو نحریفونو اصلاح کوي. په قرآن کې د انساني فطرت په اړه ډېر آیتونه راغلي چې یو څو یې دا دي:
د انساني فطرت مثبت اړخ:
د انسان تر پیدا کېدو مخکې الله تعالی ملایکو ته ویلي وو چې د ځمکې د خلیفه (سرپرست) د پیدا کېدو اراده لري (سورة البقره - ۳۰، سورة یونس - 14، سورة النمل - 62، سورة الأنعام - ۱۶۵)، تر بدني پیدایښت مخکې انسان د یوازني معبود په توګه الله تعالی د یوازني معبود په توګه منلی دی (سورة الأعراف - ۱۷۲)، انسان په بهترین شکل او تقویم جوړ شوی (سورة التین - ۴) او خدایي روح پکې پو شوی دی (سورة السجدة - ۹). همدارانګه د ټولو شیانو د نومونو د علم زده کولو وړتیا ورکړل شوې ده (سورة البقره - ۳۱) او د ملایکو لپاره د سجدې وړ ګرځول شوی دی (سورة البقره - ۳۴). په وچه او بحرونو کرامت ورکړل شوی او په زیاترو موجوداتو باندې لوړ شوی دی (سورة الإسراء - ۷۰). د امانت (ازادې ارادې او قرآن) د وړلو توان ورکړل شوی دی (سورة الأحزاب - ۷۲) پر حنیف دین باور یې فطرت ګڼل شوی دی (سورة الروم - ۳۰)، د انسان په خلقت کې بسط او پراخوالي اچول شوی دی (سورة الأعراف - ۶۹) او د ایمان په صورت کې اعلی ګڼل شوی دی (سورة آل عمران - ۱۳۹).
د انساني فطرت منحرف یا منفي اړخ:
د قرآن له ژورې مطالعې څرګندیږي، چې انسان له خپل مثبت فطرت سره سره وروسته منحرفیدای شي. لاندې څو ایتونه دغه مفهوم ته اشاره کوي:
په بهترین تقویم کې تر پیدا کېدو، او په جنت او نعمت کې د ژوند تر پیل وروسته شیطان ښویولی (بقره ۳۶) او تر ټولو ټیټ حالت ته غورځېدای شي (التین – ۵)، د فساد او وینه تویولو له خطره یې ملایکو تشویش ښودلی دی (بقره – ۳۰)، کمزوری پیدا شوی ( النساء - ٢٨)، روم – ۵۴)، د متلَوِن او بدلېدونکی طبیعت لرونکی دی، چې د تکلیف پر مهال الله ته دعا او په اسانتیا کې غفلت او غرور کوي (يونس - ١٢)، غافل دی (الأعراف - ۱۷۹، (فصلت - ۵۱)، نهیلی کیږي، شکر نه کوي او کفران کوي ( هود - ٩)، ابراهيم - ٣٤، الإسراء ۶۷ ، الحج - ٦٦، الشورى - ۴۸، الزخرف - ۱۵، عبس - ۱۷، العاديات - ۶، دهر ۱۳، او ۳)، د ښکاره دښمن، شیطان د وسوسو او دسیسو ښکار کېږي ( يوسف - ٥، النحل – ۴)، بېړه او تلوار کوي ( الإسراء ، انبیاء – ۳۷)، د ستونزو پر مهال مایوس او نهیلی کیږي ( الإسراء٨٣، فصلت - ۴۹)، ممسک او بخیل کېدای شي (الإسراء١٠٠).
د تعاون کولو او له زیاتي ځان ساتلو امر
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (مایده – ۲).
د یوې ډلې دښمني دې تاسو دې ته اړ نکړي چې تاسو یې له مسجد الحرام څخه منع کړئ او تېرې وکړئ. په نېکۍ او تقوا کې له یو بل سره همکاري او مرسته وکړئ، او په ګناه او ظلم کې له یو بل سره مرسته مه کوئ. او د الله څخه وویرېږئ؛ بېشکه چې الله ډېر سخت سزا ورکونکی دی.
قرآن کریم د داسې انسان د روزنې لید وړاندې کوي، چې فکر او زړه یې د خالق پر لور متوجه وي او اړیکه یې د عبادت او هیلو وي، له نورو انسانانو سره یې اړیکه د تعاون، اصلاح او مرستې وي او له چاپيریال سره اړیکه یې د اعمار ساتنې وي. دغسې انسان پر ایمان، حق منلو، تقوا او ښېګڼه سربېره محسن، عفوه کوونکی، له زړه د کینې پاکوونکی، نورو ته مغفرت غوښتونکی، قهر زغمونکی، باحیا، نیک ګمانه، ایثارګر، پاک زړی، خوږژبی، مطهر، باانصافه، عادل، صابر، ثابت قدم، منفق، مصدق، صادق، تایب، عقل، فکر او تدبر کوونکی، باوجدان، پراخ نظری، داعي، زاهد، پاک نفس، زیارایستونکی، او مسؤول وي، چې په دې صورت کې له ذهني تیارو خلاصون (فوز) او شخصیتي غوړیدا (فلاح) ته رسي او د دنیا او اخیرت د ټولو نعمتونو او رضوان الله مستحق کیږي. (البته انسان په قرآن کریم کې په دې نومونو یا صفتونو نه دی یاد شوی: احسن المخلوقین، خلیفةالهی، اشرف المخلوقات، انسان کامل، متخلق به خلق الله، مظهر صفات الهی، او حیّ متألّه (د الهي صفاتو لرونکی ژوندی موجود).
د انسان تر پیدایښت مخکې د هغه د وینه تویولو او فساد له وړتیاو څخه د ملایکو د تشویش په وړاندې د الله تعالی وینا چې زه پوهېږم او تاسو نه پوهیږئ، هله ملایکو ته ثبوت شوه چې ویې لیدل، انسان ته د ټولو نومونو پوهه ورکړل شوې ده. له دې څرګندېږي، چې انسان که د بقا او دفاع لپاره مشروع او یا د ځان غوښتنې او حرص له مخې د نامشروع سیالۍ په نتیجه کې ورانی کولی شي، خو د علم په نتیجه کې تر دغه ورانۍ څو چنده همکاري کولی او خیر رسولی شي. یعنې د انسان اصل ماموریت ورانی، وینه تویول او فساد نه، بلکې د عمل او علم په زور د همکارۍ او نیکۍ پراخول دي.
د انساني فطرت په باب لیکنې اوومه برخه:
لنډیز او نتیجه
تاریخ دا ښيي چې انسان د ټولنو جوړولو، ګډ کار، او پرمختګ لپاره تعاون کړی او د بقا، منابعو، واک او جوړو پر سر یې سیالۍ ته مخه کړې ده، چې کله مشورع وه او د پرمختګ او انګېزې سبب شوې او کله منفي وه چې د تشدد سبب شوې ده. د زورزیاتي او تشدد مسیر د تاریخ په اوږدو کې ورو ورو کم شوی او د همکارۍ سطحه زیاته او پراخه شوې ده.
د بیولوژي له نظره انساني جینونه د همکارۍ او سیالۍ دواړو استعداد لري، او له حالاتو او اړتیاوو سره سم یې مربوط خواص فعالیږي. ښوونه او روزنه، چاپیریال، دیني او فرهنګي ارزښتونه، د فکر ډول او ټولنیز قراردادونه د دې سبب کیدای شي، چې د انساني جینونو هغه برخې متبارزې شي، چې تعاون، همکاري او مینه غوړوي او د کینې، کرکې، غفلت او تکبر مخه نیسي. د مینې، همکارۍ او مرستې پر مهال هغه هورمونونه فعالیږي چې بدن ښېرازوي او د خوښي احساس تولیدوي، خو د ګواښ او خطر څخه د دفاع او یا تفوق غوښتولو په صورت کې هغه هورمونونه تولیدیږي، چې د بدن له دوامدارې ښېرازۍ او ودې سره مرسته نه کوي. د یو سیستم په توګه د بدن سل ټریلیونه حجرې په پوره همکارۍ کار کوي او د اړتیا پر مهال یې زیات شمېر د سیستم د ژوند او بقا لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
عصبي علوم راڅرګندوي چې انسان د همکارۍ او سیالي دواړه ډوله استعدادونه لري، چې د دماغ په مخکنۍ برخه کې یې مرکزونه واقع دي.
ارواپوهنه وایي چې ټولنیز سلوک، د ټولنو جوړول، په ګډه د منابعو لاس ته راوړل او ساتل انسانان همکارۍ ته هڅوي او د بقا اړتیا، له خطر او ضرر سره مقابله او کله کله لوړتیا غوښتنه یې سیالۍ ته مجبوروي. همکارۍ له سکون سره، او سیالي زیاتره له اضطراب سره مله وي. انساني غرایز او شهودي احساس هم د بقا او ټولنیز تړون لپاره همکاري تشویقوي، خو د بقا او ګټو د خطر په صورت کې سیالي ګر قوتونه راپاروي.
په فلسفه او سیاست کې هابز، نیچه، ماکیاولي او تر یوه بریده مارکس باور لري چې دسپلین او ټینګ قوانین باید د انسان سرکش طبیعت بغاوت ته پرې نږدي، خو ژان ژاک روسو او جان لاک وایي چې انساني طبیعت خیرخواه او همکار دی، باید د قوانینو د جوړولو او تعمیل له لارې له ضرر او خطر څخه وساتل شي. اسلامي فیلسوفان لکه ابن سینا او فارابي هم انساني فطرت تعاون کوونکی ګڼي او سیالي یوازې د ضرورت او ښو کارونو لپاره توصیه کوي.
ټولنپوهنه هم وایي چې ټولنیز پیوند، ټولنیزتوب، مشترک فرهنګ، ګډ روایت، او ګډې ګټې انسان همکارۍ ته سوقوي، خو د (موږ) او (دوی) تر منځ واټن او تفاوت یې سیالۍ او دفاع او کله کله تیرې ته ورکاږي. ابن خلدون وایي چې کله په ټولنو کې انسجام او اتحاد ټینګ وي، همکاري پکې لوړو سطحو ته رسیږي او د تمدن جوړېدو سبب کیږي،چې له مقابلو ټولنو په سیالۍ کې مخکې کېږي، خو کله چې یو تمدن یا یوه ټولنه فاسده شي، داخلي سیالي پکې رواجیږي او مخ په زوال درومي.
انسان پېژندنه وایي چې انسان د متقابل ملاتړ لپاره همکاري کوي، خو اړتیاو د پوره کولو او دفاع لپاره سیالۍ ته هم محبوریږي. لرغونپوهنه تاییدوي چې انسان د حالاتو او اړتیاوو سره سم هم همکاري کړې ده او سیالۍ یې کله د د فاع کله د زور زیاتي شکل نیولی دی.
فزیک او ریاضي په مستقیم ډول د انساني سلوک په باب څه نه وایي خو قوانین یې په ټولنه کې هم د تطبیق او تطابق وړ دي. مثلاً د طبیعي سیستمونو انسجام د انرژۍ د زیاتوالي او سم مصرف سبب کیږي، همدغه ډول په ټولنه کې هم انسجام او همکاري د تداوم او بقا سبب کېږي.
دینونه انساني فطرت او طبیعت پاک ګڼي، چې الهي روح پکې پوکل شوی دی، خو د شیطاني وسوسو، غفلت او بې پروایۍ په صورت کې انحراف کوي. دینونه بېرته خپل اصلي حالت ته د انسان د ورګرځېدا لپاره د تقوا، ښېګڼې او تعاون لارښوونې کوي. قرآن د نورو الهي کتابونو د تصدیقونکي، ساتونکي او بشپړونکي په توګه انسان د ځمکې خلیفه (سرپرست) ګڼي چې په بهترین شکل پیدا شوی، الهي روح پکې پوکل شوی، اعلی او د ملایکو مسجود دی او د ټولو شیانو د نومونو علم ورکړل شوی دی. انسان همدا راز د کرامت خاوند او تر زیاترو مخلوقاتو لوړ ګڼل شوی دی. او د همدې خواصو لرلو له امله ورته امر شوی دی چې په ښیګڼه او تقوی کې یو له بله تعاون وکړي او په تنګ نظرۍ او سرکشۍ کې تعاون ونه کړي، او حتی له دښمن سره هم د عدالت حدود وساتي.
د پورته توضیحاتو په رڼا کې زما برداشت دا دی چې همکاري او تعاون د انسان فطري میلان دی چې مثبتې نتیجې لري. له بل لوري د سیالۍ استعداد هم د انسان په جوړښت کې شته خو د دفاع او بقاء لپاره. خو که د دفاع او بقا لپاره دا ورکړل شوی استعداد انحراف وکړي، او د منابعو، واک او برترۍ تر لاسه کولو لپاره په منفي شکل وکارول شي، هم ټولنو او هم فرد ته د زیان سبب کېږي.
د انساني فطرت په باب لیکنې وروستۍ برخه:
وړاندیزونه:
الف: د تعاون او همکارۍ زیاتولو لارې چارې
د انسان د زده کړې، تربیې او بدلون وړتیا، او همدارنګه د همکارۍ ګټې موږ ته دا هیله راکوي چې په انساني ټولنو کې به تشدد کم او همکاري زیاته شي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره، لاندې وړاندیزونو عملي کول مهم دي:
۱. د ژوند د لومړیو ۲۰۰۰ ورځو پالنه: د ماشومانو د ژوند په لومړیو ۲۰۰۰ ورځو کې (چې د داخل رحمي ژوند له پیله ژوند تر پنځه کلنۍ پورې کیږي)، د هغوی او د میندو ځانګړې پالنه باید وشي، ځکه چې په دې موده کې د ماشومانو دماغ، شخصیت، او باورونه جوړېږي. که په دې پړاو کې ماشومانو ته د همکارۍ، احترام، او مثبتو اړیکو ارزښتونه تلقین شي، نو دغه باورونه د دوی په ذهن کې تل پاتې کېږي. دا ډول روزنه د ایډیال نسل د روزلو لپاره حیاتي ده.
۲. تعلیم او پوهاوی: په ښوونځیو او پوهنتونونو کې باید د همکارۍ، متقابل احترام، او ګډو انساني ارزښتونو په اړه پوهاوی زیات شي. د تعلیم له لارې باید زده کوونکي د ټولنیزو ګټو د پېژندول لپاره وهڅول شي. والدین او ښوونکي باید د خپلو ماشومانو په روزنه کې د همکارۍ پر اهمیت خبر شي.
۳. مثبتې اړیکې جوړول: د ټولنې د خلکو ترمنځ د باور او همکارۍ اړیکې جوړول باید لومړیتوب ولري. دا اړیکې باید د صداقت، احترام، او متقابلې همکارۍ پر بنسټ وي، چې په ټولنیزو ډلو کې د همکارۍ په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
۴. علمي څېړنې: د همکارۍ د زیاتولو لپاره باید د انسانانو او ټولنې په اړه علمي څېړنې ترسره شي، چې په دې سره د انسانانو همکاري او سولهییز تفاهم په باب معلومات او وړاندیزونه رامنځ ته شي.
۵. مثبت ټولنیز نورمونه ترویجول: په ټولنه کې د همکارۍ او متقابلې مرستې اصول باید عام شي. د مطبوعاتو، ټولنیزو رسنیو، او فرهنګي پروګرامونو له لارې باید د مثبتو اخلاقو او همکارۍ ارزښتونه خپاره شي.
۶. صحي چاپیریال جوړول: یو روغتیا بخښونکی چاپیریال د همکارۍ او مثبتو اړیکو د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. د عادلانه قوانینو تطبیق، د بشري حقونو درناوی، او د ټولنیزو بنسټونو تقویه کول د همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابروي.
۷. مدني ګډون: په مدني او رضاکارو فعالیتونو کې د ګډون کلتور باید وده ومومي. خلک باید وهڅول شي چې په عامه چارو کې ګډون وکړي، دا کار د همکارۍ او یو بل سره د مرستې فضا رامنځته کوي.
۸. د سولې ییز کلتور ترویج: سوله ییز کلتور باید په ټولنه کې عام شي، تر څو د جګړو او شخړو مخه ونیول شي او د همکارۍ فضا رامنځته شي. د سولې په اړه د خلکو پوهاوی لوړول او هغوی ته د سوله ییزو ارزښتونو په باب پوهه ورکول ضروري دي.
۹. په پالیسیو کې اصلاحات: حکومتونه باید انساني نسل د خطرناکو فکرونو او کړنو څخه وساتي او د همکارۍ او سولې لارې ورته خلاصې کړي. په قوانینو او پالیسیو کې اصلاحات کولای شي د انسانانو پرمختګ او همکاري زیاته کړي.
۱۰. نړیوالې همکارۍ: نړیوال بنسټونه او هېوادونه دې د ملتونو ترمنځ د همکارۍ او نړیوالو ستونزو د حل لپاره داسې توافقات رامنځته کړي چې جګړې او یرغلونه کم او په پای کې مهار کړي او همکاري زیاته کړي.
ب. سم لور د سیالۍ ته د سوقولو لپاره، لاندې ګامونه اخیستل مهم دي:
۱. اخلاقي معیارونه: که غواړو سیالۍ د انسانیت د ګټو پر لور سوق شي، اخلاقي معیارونه او عادلانه اصول باید ورته وضع شي.
۲. نوښت او خلاقیت: د همکارۍ او ګډې سیالۍ کلتور باید وده ومومي، چې ګډونوال د نوښت او متقابلې همکارۍ پر لور وهڅوي.
۳. ټولنیز تعاون: شرکتونه او پانګوال باید د ټولنیز مسؤلیت په چوکاټ کې د مثبتې سیالۍ له لارې ټولنې ته ګټه ورسوي.
۴. زده کړه او مهارتونه: تعلیمي سیستمونه باید داسې ډیزاین شي چې سیالي د مهارتونو د پیاوړتیا سبب شي.
۵. د سیالۍ او همکارۍ توازن: د دوامداره پرمختګ لپاره د سیالۍ او همکارۍ ترمنځ توازن حیاتي دی. باید سیالي هم په نیکو کارونو کې وي.
۶. عامه پوهاوی: د ټولنیزو ګټو په باب د عامه پوهاوي لوړول او د خلکو دخېلول پر همکارۍ د سیالۍ د بدلولو لپاره مهم دي.
۷. د ناروغیو او بې سوادۍ سره مبارزه: د جګړو او منفي سیالي پر ځای باید د پرمختګ لپاره د نړیوالې روغتیا او زده کړې په برخو کې مثبتې سیالۍ وهڅول شي.
۸. د چاپیریال ساتنه: د چاپیریال ساتنې لپاره باید په شنه ټیکنالوژۍ، او د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې کې نوښتیزې هڅې او مثبتې سیالۍ وهڅول شي.
۹. فضایي څېړنې: په فضایي څېړنو او دفاع کې باید مثبتې سیالۍ د ټول بشریت د ګټو په لور سوق شي.
۱۰. نړیواله همکاري: نړیوال ائتلافونه او عامه او خصوصي مشارکتونه باید د سیالۍ او همکارۍ لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو همکاري پراخه او سیالي مثبت لوري ته وګرځول شي.