د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ
1,246
Fazelrabani Qazizai
2020-12-01 02:56:41
د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ
ژباړه فضل رباني قاضي زی
ښځه نه پوهېده چې څه وکړي ... د خاوند خوی یې په بل مخ اوښتی و له دې وړاندې به یې خبر اترې کړې خندل به یې، د کور د ننه به له ماشومانو سره لوبې او مستۍ کړې ولې داسې څه پېښه شوې چې د څو میاشتو رایسې په وړه مسله خوابدی دی او په نورو غوسه کیږي؟
هغه زړه سواندی او خوږ ژبی سړی اوس په یو ویرونکي او عصبی مزاجه کس اوښتی. د ښځې چې څه چارې زده وې او په ذهن ورتلې دریغ یې نه کړې ولې حالات بدل نه شول. یوه ورځ یې ذهن ته راغلل چې راشه هغه عابد ته ورشه کوم چې غره کې اوسې کوندې کوم شویست یا ورته شی راکړي او په خاوند یې وخوري ښایي یو څه چاره وشي! همدا و چې ښځې سختې او ستونزمنې غرنۍ لار ته مخه کړه او په دې کړلیچو او پیچلو لارو کې د ساعتونو سخت مزل وروسته یې ځان د عابد جونګړې ته ورسو، خپل نکل یې ورته وکړ او په تمه شوه چې څه شویست یا تعویض به ورته جوړوي.
عابد ښځې ته وکتل او ووې: د کار چاره دې د غرني پړانګ په یوه تار ویښتو کې ده. غرنۍ پړانګ؟ هغه وحشي ځناور ؟
عابد په ځواب کې ووې: هو، هر کله دې چې د غرني پړانګ ویښته راوړل داسې څه به درته جوړ کړم چې خاوند دې روغ کړي او ښځه د هیلې او نا هیلۍ په حالت کې بیرته کور ته راغله. نیمه شپه له خوبه ویښه شوه ... کوم خواړه یې چې تیار کړي و، راواخیستل او د غره په لور روانه شوه. همغه شپه یې ځان یو سوړې ته ورساوه چې پړانګ په کې اوسیده له ډیرې وېرې یې ټول ځان لرزیده ولې مقاومت یې وکړ.
په هغه شپه پړانک بهر راونوت. څو شپې یې دا کار تکرار کړ هر شپه یو ګام نوره هم سوروي ته نیږدې کیدله تر څو چې یو شپه د غرنی ځناور پړانګ د بانګ او غږونو په حالت کې له سوروي راووت ولې په خپل ځای کې ودرېد او شاوخواه یې وکتل.
بیا هم ښځه پرله پسې شپې ولاړه او ولاړه. د هرې شپې په تېریدو هغه ښځه او پړانګ یو بل ته نور هم نیږدې کېدل. دې پېښې څلور میاشتې ونیولې تر څو چې یوه شپه، پړانګ چې نور ډېر نیږدې شوی و او د خوړو بوی یې حس کولو، ورو ورو نور هم رانیږدې شو او د خوړو په خوړلو یې پیل وکړ. ښځه ډېره خوشحاله شوه. څو نورې میاشتې د همدې په څېر تېرې شوې.
کیسه داسې شوه چې پړانګ به دې لارې پر سر ولاړ او د هغې ښځې په تمه کېده، هر کله چې ښځه هم د پړانګ خوا ته راغله په داسې حال کې چې پر سر یې لاس ایښود او مینه یې کړله په نرمۍ یې خواړه ورکول. هیڅ سرغړونه، ملامتیا نه وه او هیڅ وېرې شتون نه درلود. او هره شپه به ښځې د سختې او ستونزمنې غرنۍ لارو په اوږدو کې پړانګ ته خواړه وروړل په داسې حال کې چې سر یې په خپله لمن کې اېښود. په ویښتانو به یې لاس راکشولو، څو نورې میاشتې په همدې ډول تېرې شوې تر څو چې یوه شپه ښځې د پړانګ یو ویښتې په ډېره نرمۍ وشکاوه او د خپل کور په لور روانه شوه.
چې کله سهار شو، په خوښۍ سره د غره په لور عابد ته ورغله. د پړانګ ویښته یې مخ ته کېښودل او کېناسته. تاسو څه فکر کوی چې عابد څه وکړل؟
هغه شاوخوا وکتل او ویښتان یې په اور کې وغورځول کم اور یې چې په څنګ کې بل و.
ښځې په داسې حال کې چې سترګې یې راوتلې وې هغه ته وکتل، او حیرانه پاتې شوه چې څه ووایي. عابد په ډیرې نرمۍ سره ښځې ته وکتل او وویل: ستا خاوند له هغه غرني پړانګ نه بد نه دی، تا چې وکړی شول په زغم او حوصله، خپله مینه او عشق د هغه غرني ځناور قربان او هغه پړانګ ځانته رام کړې، ستا په بدن او وجود کې هغه ځواک شته چې ګواهي ورکوي ته کولی شې د خپل خاوند غوسه او عصبانیت لرې کړې نو هغه ته مینه او محبت ورکړه او په زغم او صبر سره له هغه غوسه او قهر لرې کړه.