To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 3,071
د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

کله چې د معدې پر سطحه سرطاني سلولونه رامنځته شي، دې حالت ته د معدې سرطان (gastric cancer) ويل کېږي. کېدای شي دا حالت پراختيا پيدا کړي او له معدې څخه د بدن نورو برخو لکه، خېټه، هډوکو او ځينو نورو ځايونه ته انتقال شي. تاسو به ددې لیکنې تر پايه ددې ناروغۍ پر علايمو او لاملونو پوه شئ. 

علایم:
دغه ناروغي په لومړيو وختونو کې هېڅ ډول نښې نه لري. مګر د لږ وخت په تېرېدو سره ځينې علايم را ښکاره کېږي. لکه: 
ـ د معدې سوځېدل.
په دې حالت کې به تاسو په مسلسله توګه د معدې سوخت لرئ. تل به د معدې له سوخته شکايته کوئ او ګولۍ مو یوازې په موقت ډول سوځېدل اراموي. 
ـ د خېټې په پاسنۍ برخه کې د درد او دروندوالی احساس.
په دې وخت کې تاسو د خېټې په پاسنۍ برخه کې يو ډول درد او دروندوالی احساسوئ. فکر به کوئ، چې د سینې لاندينۍ برخه درنده ده. 
ـ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې له مړېدو وړاندې د درد او د مړښت احساس. 
ډېر ژر به احساسوئ چې موړ یئ. حال دا چې تاسو به ايله یو څو مړۍ کړې وي. همدارنګه د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به هم د معدې له درده کړېږئ. 
ـ زړه بدوالی
اکثرا به د زړه بد والي احساس لرئ. فکر به کوئ، چې استفراق وکړئ. له خوړو به په سمه توګه خوند نه شئ اخيستی. 
ـ بې اشتهايي
بې اشتهايي هم د معدې د سرطان له نښو څخه بلل کېږي. تاسو به په دوامداره توګه بې اشتهايي لرئ. 
ـ د وزن کمښت
ورځ تر بلې به مو وزن کمېږي. که تاسو هر څومره قوي خواړه خورئ بیا به مو هم وزن نه زیاتېږي. 
ـ د پوستکي زېړوالی
د پوستکي زېړوالی هم د معدې د سرطان له نخښو څخه بلل کېږي. که تاسو له پورتنيو علایمو سره ـ سره د پوستکي ژېړوالی هم لرئ، حتمن ډاکټر ته مراجعه وکړئ. 
ـ له کانګې سره د وينې راتلل

د عمر له اړخه ددې ناروغۍ شرحه:
په عمومي توګه دغه ناروغي له "۵۰" وروسته پیلېږي. په ډېرو کمو پېښو کې ناروغان له "۴۰" کالو کم عمر لري. تر ډېره چې ددې ناروغۍ ښکار کېږي عمرونه یې له "۶۰" کلونو ډېر وي. 

 علتونه:
د معدې سرطان یوه وژونکې ناروغي ده؛ په دې برخه کې موږ تاسو ته ددې ناروغۍ پر علتونو لنډه رڼا اچوو.
ـ په معده کې شديده هيپرتروفي (د سلولونو ډېره وده)
ـ د هیلکوباکترپیلوری به نوم میکروبی عفونت. د معدې په سرطان کې ددې میکروب ونډه ډېره لویه ده. مګر دده ترڅنګ ځينې نور عوامل هم شته. باید ووایو چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ۹۰% علت همدا میکروب دی. 
ـ د معدې زخمونه
ـ گاستريت آتروفيك ( ددې په پایله کې د معدې دننۍ برخه زیانمنېږي)
ـ د معدې جراحي
ـ د معدې د اسیدیت کمبود
ـ په غذايي رژيم کې ډېره مالګه کارول 
ـ د سیګرټ، تریاکو او قیلون څښل 
ـ د ډېرې غوښې خوړل 
ـ د ګاز لرونکو څښاکو څښل
ـ کورنۍ یابقه درلودل

تشخیص:
د معدې د سرطان ناروغي ډېره خطرناکه ده. ډاکټران له دوو لارو دغه ناروغي تشخيصوي. 
۱ ـ آندوسکوپی
۲ ـ رادیوگرافی

Related Articles

اجتماعي کارمند

   داجتماعی کارمند وظایف خپل میاشتنی پلان مربوطه مسول سره شریکول یوه کاپی د ولایتی مسول ته ورکول ، خپلی ټولی کړنی په همدی پلان کی ترتیب کول، او د کلی په د اول فورم ډکول او ولایتی ډیټابیس افسر ته سپارل  چی کله کلی ته داخل شی د با نفوسو خلکو او ملا امام سره لیدل اوبیا دوهم ځل ته د یوی لوی غوڼدی جوړول او خلکو ته پروګرام په باره معلومات ورکول او خلک...

چهارمغزو یا غوزانو بڼ -معلومات

دغوزانو (چهامغز)د بڼ اقليم اوخاورهاقليم1-اقليم (climate) دغوزانو باغونه بايدپه هسي تړليوواديوکي جوړنه شي چيرته چي په پسرلي کي هواډيره سړه وي.ځکه چي دغه پسرلني هواد غوزانودونوگلان اوتنکي نودي زيانمنوي.دباغونودجوړولولپا ره هغه سا حي غوره بريښي کومي چي غربي او شمالي برخي نشيب (slope) لري.دغوزانودباغونو لپا ره دجنوبي لوري نشيب په زړه پوري نه دي. ځکه په...

Essay on Global Warming

Khalid Razique   The last few decades have been monumental when it comes to technological development. Humans have developed systems and machines that make our lives easier. Especially during the early modern period from the early 16th century to as far as the late 18the century, also commonly referred to as “The Scientific Revolution” or “The En...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...