To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 3,336
زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

ځينې خلګ له ژونده نارضه وي، او فکر کوي چې ګواکي ټول مشکلات يوازې دوی تيروي، خو داسې نه ده د نړۍ ټول خلګ مشکلات لري، د نړۍ ټول خلګ له ستونزو سره مخ کېږي، خو د هغوی د برياليتوب لامل دا دى چې لاندې څلور خاصيتونه يې حذف کړي؛ راځئ دا څلور ځانګړتیاوې وپيژنو او له ژوند څخه يې لرې کړو څو موږ هم په خپل ژوند کې خوشاله او بريالي انسانان واوسو.
هغه څلور خاصيتونه دا دي:

1- د نورو لپاره ژوند کوو:
ژوند په هر ځاى کې او د هر چا لپاره بيل دى، او هر څوک د خپل ځان لپاره ژوند کوي، خو ځينې بيا د ژوند په هره برخه کې نور خلک او حتى خپل دوستان دخيلوي، مثلاً وايي که پلانکی کار وکړم پلانی به څه وايي، خلګ به راپسې بد وايي، خلکو ته به کم راشم، خلګ به راپسې وخاندي… او په لسګونو داسې نور دليلونه، دا هغه څه دي چې موږ نه پريږدي آزاد، خوشال او په خپله خوښه ژوند وکړو، چې بالاخره په ژوند کې د زياتو ستونزو او د ناهيلۍ سبب کيږي.

2-ناسالم رقابت او له نورو سره د ځان مقايسه:
هغه څه چې الله ج موږ ته راکړي په هغو شکر نه باسو، او هميش لوړو ښاخونو ته لاس اچوو، او دا فکر کوو چې پلانى دا څه لري زه يې ولې نه لرم؟
پلاني دا کار وکړ زه يې ولې نشم کولاى؟
دا او دې ته ورته په سلګونو نور مثالونه شته چې موږ نه پريږدي له خپلو امکاناتو او ژوند څخه خوند واخلو، او خوښ و اوسو.

3-هميش د دې انتظار کوو چې بل څوک دې موږ ته خوښي راکړي:
دا نظر کاملاً غلط دى، زموږ د ژوند جوړونکي او د خوښۍ راوستونکي يوازې موږ خپله يوو، نور خلګ نه زموږ ژوند راته جوړولاى شي او نه خوښي راکولاى شي، موږ دا هرڅه هغه وخت کولاى شو چې هيڅکله ماتې و نه منو، هميش قناعت او هڅه وکړو، هيڅکله له نورو دا تمه او توقع ونه لرو چې دوى دې موږ ته خوښي راکړي، د خپل ځان د خوښۍ او برياليتوب لپاره خپله هڅه او تلاش وکړو.

4-ځان له نورو کم ګڼل:
دا خاصیت تر ټولو خطرناک دى، خپل ځان هيڅکله کم مه ګڼه، خپل ځان ته په خپله ارزښت ورکړه، په خپل ځان اعتماد او باور انسان لوړو پوړونو ته رسوي، تاسو د خپل ځان او نړۍ اتلان ياست، د نړۍ ټول خلک يو شان خلاقيت لري، څه چې نورو خلکو کړي موږ يې هم کولاى شو، څه چې نورو زده کړي موږ يې هم زده کولاى شو، فقط فرق به يې دا وي چې نور خلک لږ تر موږ مخکې بريالي شوي او موږ ورپسې لږ وروسته بريالي کيږو، په ماتې هيڅکله باور مه لرئ، هميش په خپل ځان باور او اعتماد ولرئ او دا نظر ولرئ چې هميش به بريالي کيږو انشاءالله.

له حوصلې او لوستلو څخه مو مننه

Related Articles

که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!

دا چې انار یوه ښکلې او ګټوره میوه ده او د ډېرو ویټامینونو او انزایمونو لرونکې ده؛ خوړل یې پر ګټې سربېره د ځینې کسانو له پاره زیان هم لري. دا چې د انارو خوړل د کومو کسانو له پاره مضر دي او دوی ته زیان لري او کوم کسان یې باید ونه خوري په دې مقاله کې ځان پرې پوه کړئ.  انار د ویتامین او اکسیدان لرونکو میوو له ډلې څخه ده؛ چې د تروتوب له امله وچ او یخ خ...

د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې  په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپېژنو. د انسانانو یوه ځانګړنه دا هم ده چې د وخت او حالوتو سره سم بدلون کوي مثلاً، هغه انسانان چې په ژ...

قبرس وپېژنئ

ژباړه - ریاض مقامزی قبرس چې په انګلېسي کې يې «Cyprus» بولي یو جزیره يي هېواد دی، چې آرامه ساحلونه (سمندر غاړي)، مېلمه پاله خلک او ښکلي شنې منظرې لري. دا هېواد د اوبو په منځ کې د یوه ټاپو په شکل پروت دی. دا ټاپو په مدیترانې سمندرګي کې دی، چې په دې سمندر کې تر ساردنی او سیسیل وروسته درېیمه لویه جزیره (ټاپو) بلل کېږي. بايد ووایو چې دا هېواد اوس پر...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...