To start downloading books

Please sign in or create an account.

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیعی مالیکیول په لابراتوار کې لږ بدل شوي وي. لکه: هیرویین یا اوکسې توسین، او درېیم کاملاً غیر طبیعي، چې په لابراتوار کې جوړ شوي وي لکه فینتانیل یا میتادون.
 اعتیاد یو ‌‌‌‌‌‌ډیر نارامه کوونکى احساس دى، چې د انسان په فزیکي ‌‌‌‌‌‌حالت ‌‌‌‌‌‌ډېره اغیزه کوي، دغه داروګان چې کله په غیر قانوني ‌‌‌‌‌‌ډول او د نامعلومې اندازې سره استعمال شي نو اعتیاد منځته راوړي. دا درمل د هغه اوپیوییدو سره کوم چې په وجود کې په طبیعي ‌‌‌‌‌‌ډول یا ایندوجینس جوړېږي شباهت لري. لکه: انکافیلینس (کافیلنس) د اندومورفینو یو ‌‌‌‌‌‌ډول دی، چې د امینو اسیدو څخه جوړ شوي دي او د مورفینو سره په خپل کیمیاوي فورمول کې شباهت لري. دا ټول درمل په دماغي حجرو کې د اوپیویید ریسپټورونه یا اخذي بندوي. په دماغي حجرو کې څلور ‌‌‌‌‌‌ډوله ریسپټورونه یا اخذي موجود دي. د دې ریسپټورونو کیمیاوي فورمولونه یو بل ته ورته وي خو تاثیرات یې په مغز کې مختلف دي. مثلاً، د درد په قرارولو کې دغه درمل په مغز کې ریسپټورونه فعالوي او د درد ریسپټورونه یا اخذي غیر فعالوي.
 اعتیاد هغه وخت تشخیص کیږي، چې ناروغ دوه حالتونه څرګند کړي. یو چې په مغز کې دوپامینیرجیک نیورون ، چې عادي حالت کې دوپامین ترشح کوي ، کوم چې د مغز نورو ساحو ته سیګنال لیږي او د مغز ساحې تحریکوي دغه دوپامینیرجیک نیورون ریسپټور یا اخذي لري چې دا تحریکات کنټرولوي خو کله چې مخدره مواد ورسیږي دغه اخذي بیا کار نه کوي او نور پروټین چې د ګابا په نامه یادیږي ترشح
 کیږي کوم چې په آزاده توګه دوپامین ترشح کوي او دمغز هغه حصه چې انسان ته خوشحالي وربښي تنبیه کوي او انسان دې ته مجبوروي چی د دغه رقم خوشحالۍ احساس څخه بیا خوند واخلي.
 دا میکانیزم او د درد د لیرې کولو یا کرارولو میکانیزم یو ‌‌‌‌‌‌ډول دى. دا چې کوم ‌‌‌‌‌‌ډول کسان روږدي کیږي ، دا د انسان آرثي خواصو او چاپیریال پورې اړه لري، ځينې کسان ژر روږدي کیږي او ځینې کسان وروسته روږدي کیږي ، خو روږدي کیدل یوازې د لذت بښوونکي احساس څخه نه رامنځته کیږي، بلکې دوا په وړاندې استقامت یعنې مکرر استعمال یې د دایمي روږدي کیدو علتونه دي، او چې انسان ورته ضرورت احساسوي فرق کوي. استقامت یعنې په وجود کې د هر ځل استعمال څخه وروسته داسې حالت پیدا شي کوم چې د دوا د کارولو څخه وروسته پیدا کیږي دا کله کله داسې پیاوړی حالت وي چې ناروغ غواړي په سلهاوو ځله زیاتره درمل د لومړي ځل څخه واخلي، دا پدې شکل ځکه څومره چې زیات استعمال شي هغومره زهري حالت په وجود کې رامنځته کوي.
 ولې دغه درمل تنفسی سیستم مرضونو لپاره ګټور ندې؟
 دا ځکه چې په تنفسی امراضو کې سږې دمخه ‌‌‌‌‌‌ډیر ضعیفه وی او دا دارو نور هم د سږو انقباص او انبساط کمزوری کوی او د اکسیجن تبادله خورا سختوې. او یا کله دټوخې ریفلکس کموی کوم چې ډیر مضره تمامیدی شې.
 د څو دارملو یوځای خوړل او دهغی اغیزه د وینې په دوران او هاضمه سیستم، څنګه وې؟
 د درملو تعامل درملو سره دا هغه وخت کې منځته راځي کله چې په درملو کې اضافه شوي مواد او یا هم خپله درمل په میتابولیزم یا د وجود په وظیفوي حالت اغیزه واچوي. کله یو درمل د بل درمل سره تعامل کوي او جانبي عوارض او یا میتابولیک اثرات لري.  مثلاً لکه سیروتونین سندروم، کله چې ناروغ ته سیروتونین ورکړل شي ، نو په بدن کې سیروتونین زیاتیږي، ځکه د انسان بدن خپله هم سیروتونین ترشح کوي، یا هم کله چې ځينې دارو وخوړل شي چې د بدن په یو موقیعت اثر وکړي اول دغه درمل د هاضمه جهاز څخه تیرږي یا هیپاتیک بای پاس یعنې په ځیګر کې د دوا په فعالي مادې یا اثر کوونکې مادې بدلیږي او بیا تاثیر کوي. د دوا تاثیر د میتابولیزم له لارې یوه عمومي او مغلقه پروسه ده دغه وخت کې په ځیګر کې یو دوا د بلې دوا د فعال ماليکول سره تعامل کولی شي، چې کیدای شي یوه بله زهري ماده رامنځته کړي اویا یو بې اثره دوا ترې جوړه شي، د درملو د تعاملاتو څیړنه دا پروسه تل په نظر کې نیسي ، حتی تاسې ته کله کله به ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ویلي وي چې دا درمل یوازې اوبو سره مخکې د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ څخه یا پس له ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ څخه یا په کوم ټاکلي وخت کې وخورئ.  د مثال په توګه که یو درمل د عصبي اخذو تنبیه کوونکې وي او بل دارو د ځیګر د انزایمونو تنبیه کوونکې وي او د انزایم په واسطه ټاکلي ارګان ته ځي نو دا فرق کوې.
 څو درملو یو مخلوط دى د شکر یا زړه ناروغان ښایي څو ورځې وروسته د فشار او یا د وینې قند د لوړیدو یا د ټیټیدو سبب او یا د مرګ سبب کيږي ، ځکه د دوا یوځاى کول ، اندازه، په وجود کې میکانیزم، دا خورا مهم دی مثلاً ځينی داروګان د پرو درګ په نامه هم یادیږي لکه کودین چې د ځیګر د انزایمونو په واسطه اول په مورفینو بدلیږي او بیا د هاضمې جهاز یا هیپاتیک بای پاس له لارې خپل اثر په مغز کوي، په ځیګر کې ډیر ‌‌‌‌‌‌ډولونو انزایمونه موجود دي چې بیلابیلو انزایم ریسپټورونو ته ځواب ورکوي. کوډین ‌‌‌‌‌‌ډیر قوي انالجیزیک یا د درد ضد درمل دي ، که مثلاً کوډین سره کوم نور دارو وخوړل شي کیدای شي چې په ځیګرکې هغه انزایم بلاک کړي کوم چې کوډین په مورفینو بدلوي ځکه مورفین چې د کودین نه په ځیګر کې بدل شوې دې دردکراروې، یعنی د درد د آرامولو لپاره کوډین بې تاثیره شي. همدارنګه که کومه ښځه کانتراسیپتیف تابلیټ استعمالوي چون دغه درمل اکثراً د وجود په هارمون سیسټم آثر کوي نو ښه به وي چې د ډاکتر په مشوره وخوړل شي، او همداسې د میرګي یا صرع دارو باید په ‌‌‌‌‌‌ډیر احتیاط سره وخوړل شي او تل د ډاکتر د توصیه سره سم وکارول شي.

د کورنۍ او خپلې روغتیا لپاره تل د درملو تاریخ ګورئ او مسٶلانه چلند ورسره کوئ. 

 نګین کرګر

Related Articles

له ګاونډیانو سره په اړيکه کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی موږ ټول انسانان ټولنيز ژوند لرو؛ پخپل ورځني ژوند کې تل له نورو سره په اړيکه کې یو. په کورنۍ، کلي، ولسوالۍ، ولایت، کارځای، مکتب، پوهنتون او ګڼو نورو ځایونو کې اړ یو، چې خبرې وکړو او اړيکې وپالو. یو له هغو خلکو سره چې موږ ورسره ډېرې نږدې اړيکې لرو، هغه زموږ ګاونډيان دی. هڅه مو باید دا وي، چې تل له نورو سره ښه رفتار ولرو. په دې ل...

د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انتخاب ځواک نه لري. خو کله چې انسان ځواني ته ورسيږي، هغه په ارادي ډول د زده کړې توان ترلاسه کوي. له دې...

د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه ورکوو. په قلم لیکل یوازې د الفاظو ثبتول نه دي؛ دا د فکرونو تنظیمول دي. د قلم او کاغذ اړیکه زموږ ذه...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...