To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 3,969
څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.
د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده) لیکوال دی لیکي: د دې لپاره چې پر خپل ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی خپلې وړتیاوې وپېژنئ او په لازم وخت کې يې څرګندې کړئ.
خپل ځان په مثبت فکر کولو سره وپېژنئ!
پر خپل ځان مو باور زیات او بدبیني کمه کړئ. تاسې به ځلونو د یو چا په مقابل کې خپل فکر نه وي بیان کړی او د هغو په کړنو به د نقد کولو زړه نه‌لرئ، له همدې امله به تل له خپل ځان سره په کشمکش کې وئ.
هغه خلک چې د خپل فکر د څرګندولو لپاره پر ځان پوره باور نه لري مختلف عوامل لري، چې پیل يې د ځان کم ګڼل او پر ځان بې باوري ده. دغه خلک د ژوند له ښو کامیابیو استفاده نه‌شي کولی او په ژوند کې يې خپل مسوولیت نه دی پېژندلی. پر عادي ډول دغه خلک د نه ویلو توان نه لري؛ یعنې د ناوړه پېښو په مقابل کې ځواب نه‌شي ویلی او که له ناوړه کړنو سره مخ شي سترګې ترې پټوي. له همدې امله پر ځان غوسه کوي، چې څنګه مې د ناوړه کړنو ځواب ورنکړ او د هغه په مخ کې کم راغلم. دغه خلک تل د کمزورتیا، ضعف او ستړیا خبرې کوي او ځان نالایقه او کمزوری انځوروي. دغه خلکو ته ستره کوتنیونه داده چې له خپلو وړتیاوو څخه استفاده نه کوي، په عادي توګه په کم څه قانع کېږي.
برعکس هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري پر خپلو وړتیاوو ولاړ دي، په هر حال کې خپله وړتیا ښیي. د نامعقوله غوښتنو په مقابل کې په قاطع توګه نه وایي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان سربېره نورو ته هم ارزښت ورکوي. داسې خلک هم شته چې دروغجن غرور لري او مخ يې پر نقاب پوښلی وي، ترڅو خلک د ده پر ځان له بې باورۍ خبر نه‌شي. د نورو ذهنونو د اړولو لپاره کېدای ځینې کارونه هم وکړي؛ خو باید پوه شي چې دا یو نقاب دی؛ دوی په واقعي بحران کې بیا د مدیریت توان نه لري. دغه خلک د ناوړه پېښو پر وخت له سترس او اضطراب سره مخ کېږي او پرېکړه نه‌شي کولي.
د دې لپاره چې پر ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی باید خپلې وړتیاوې په ګوته کړئ او په لازمو ځایونو کې ښکاره کړئ.
خپل شخصیت باید په مثبت فکر سره وپېژنئ.
پر ځان مو باید باور زیات او بې باوري کمه کړئ. که په چا کې دغه حالات ښکاره شي پر ځان د باور او قوي کېدو حس پیدا کوي؛ ترڅو وکولی شي په یو ډول >خپل خر له اوبو پورې باسي< دغه خلک له نورو سره مینه کوي، په خبرو او عمل کې ښایسته خاطرې پرېږدي، د سختیو په مقابل کې سپر کېږي او د خپل درون د پیاوړتیا لپاره په لوړو او ژورو تېرېږي.

Related Articles

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې                             شارټ لیست د ګمارنې او انتخاب  لپاره یو مهم قدم دی چې د ادارو لپاره د کارمندانو د ګمارنې په پروسه کې د پام او اهمیت وړ مرحله تشکیلوي.د شارټ لیست اصطلاح   یوازې د ګمارنې او استخدام لپاره په کار نه وړل کیږي بلکې دا اصطلاح  د یوې جایزې ، سیاسي چوکۍ او مسابقې لپاره هم کارول کیږي....

د مازدیګر خیالونه

ماز دیګرو، د ای-پي-جي- عبدالکلام  کتاب ( ویښ ملت) می لوستلوو، ستړی شوم، کمپیوټرمې بند کړه او بیرون په چکر ووتم. هوا ډیره ښکلي وه؛ څرنکه چې د پسرلي موسم وو، د طبیعت یوه ځانکړي ښکلا او ځلا په سترګو کیده. زه د خپلو نورو ملګرو سره پوهنتون ته نږدی په یو کلي کې اوسیږم. زما دکلي ژوند ډیر خوښیږي، له خاپوړو رانیولي تر لیسي د فراغت پوري په کلی کې اوسیدم. د ک...

خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په انسانانو کې د وزن له ډېرښت سره د بدن د نورو برخو ترڅنګ د خېټې لویوالی هم تر سترګو کېږي. په دې معنا چې د خېټې برخه هم لويېږي. د خېټې غټېدل نه یوازې دا چې د روغتيا ته زیان لري، بلکې د انسان ښکلا هم ننګوي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې خېټه څنګه کوچنۍ کړئ.  خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟ که څه هم نږدې ټول خلک پر دې باور دي، چې یوا...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...