To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟

څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

آيا پوهېدئ چې له هرو لسو تنو یې یو د عمر په اوږدو کې د پښتورګو له کاڼي ځورېږي؟ وروستۍ څېړنې ښيي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بډوډو (پښتورګو) د تیږې ناروغي مخ په زیاتېدو ده. شنونکي ځينې غیر علمي باورونه او رواجونه ددې ناروغۍ د ډېرښت اساسي علت بولي.

د پښتورګو ملي بنسټ (National Kidney Foundation) د بډوډو د ناروغیو له متخصص ډاکټر او د ويسکانسين پوهنتون له استاد آلن جارګو (Allan Jhagroo) سره په همدې اړه خبرې کړي دي. نوموړي خلک هڅولي، چې باید د خپل ژوند طرز بدل کړي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه پر هغو شپږو "۶" لارښوونو پوه شئ، کوم چې په پښتورګو کې د تيږې د پيدا کېدو په مخنيوي کې ګټور ثابتېږي.

 

۱ ـ په کافي اندازه اوبه وڅښئ!

د روغتياپالانو لومړنۍ توصیه دا ده، چې تاسو باید په کافي اندازه اوبه وڅښئ ترڅو په پښتورګو کې مو د تيږې د پيدا کېدو خطر په مناسبه اندازه را کم شي.

په داسې حال کې، چې سونا، سخت کار او ورزش د بدن د سلامتيا لپاره ګټور دي، مګر کېدای شي ستاسو په پښتورګو کې د تيږې د پيدا کېدو سبب شي. دا ځکه چې په بدن کې د ګرمۍ او یا هم د پورته عواملو له کبله اوبه کمېږي او د ادرارو د کمښت سبب کېږي. تاسو چې هر څومره ډېره خوله کوئ په هماغه اندازه هغه مواد چې د تيږې د جوړېدو سبب کېږي په پښتورګو کې ځای پر ځای کېږي.

نو څه وکړو؟ اوبه وڅښئ! د اوبو په څښلو سره به تاسو ډېرې بولې وکړئ او په بډوډو کې شته مواد چې د تيږې د جوړېدو سبب کېږي دفع کوئ. 

په ځانګړې توګه هغه وخت کې ډېرې اوبه وڅښئ، چې تاسو خولې کېږئ. تر څو د بدن اوبه مو پوره شي او له خطره وژغورل شئ.

 

۲ـ د اګزالات او کلسیم لرونکو خوړو خوړل

اُگزالات (Oxalate) په سلاد، مېوو، حبوباتو او ګڼو نورو توکو کې موجود دی. ممپلي، پالک، د چغندر ډولونه او الوګان د اګزالیټ ښه منابع دي. ددې خوړو په مناسبه اندازه خوړل کولای شي، د پښتورګو د تیږې د ډېر پيداکېدونکي ډول (اګزالات ـ کلسیم) باندې اخته وګړو ته ګټور ثابت شي.

څه وکړو؟ هغه خواړه او څښاک چې په کافي اندازه اګزالیټ او کلسیم لري وکاروئ. ددې کړنې له امله ددې دواړو مادو ترکیب په خېټه او کولمو کې ډېرېږي البته مخکې له دې چې بډوډو ته ورسي. نو پر همدې اساس په پښتورګو کې د تيږې پيدا کېدو ګواښ کمېږي. 

 

۳ ـ کلسیم د پښتورګو دښمن نه دی

ددې مادې د نوم او ترکیب له امله ډېری خلک پر دې باور دي، چې په پښتورګو کې د تيږو پيدا کېدو اصلي لامل کلسیم دی. له همدې امله زیاتره خلک د هغو څیزونو خوړل پرېږی چې کلسیم لري. حتی ځینې روغتیاپالان هم خپلو ناروغانو ته ددې کړنې لارښوونه کوي. خبره برعکس ده. په بدن کې د کلسیم د کچې کمښت په پښتورګو کې د تيږو د پيدا کېدو یو عمده سبب دی.

څه وکړو!؟ د کلسیم پر ځای د هغو خوړو خوراک کم کړئ، چې سوديم لري. او په عين وخت کې د اګزاليټ او کلسیم لرونکو خوړو خوراک پيل کړئ.

 

۴ ـ له دوا سره ـ سره غذايي رژيم ته هم پام وکړئ!

که پوه شوئ، چې د پښتورګو تیږه لرئ، مه وېرېږئ! د ويرې پر ځای د لیمو يو ګيلاس شربت وڅښئ!

هو! د دوا ترڅنګ خپل غذايي رژيم ته هم ځانګړی پام وکړئ! که څه هم د ګولۍ په واسطه د درد ختمول به درته اسانه ښکاري خو دا مه هېروئ، چې د ژوند په سبک کې بدلون تر ګوليو او شربتونو څو چنده غوره دی.

 

۵ ـ پوه اوسئ چې د پښتورګو د تيږو منشأ یوه نه ده!

د پښتورګو د تيږې بل ډول اوریک اسید تيږې دي. د پروټين ډېره کارونه ددې سبب کېږي، چې په ډېره اندازه اسید توليد شي، چې په دې سره بډوډي اړ دي، تر څو ډېر اوریک اسید تصفيه کړي. ددې موادو ډېروالی د بولو د ph د کمښت سبب کېږي، چې د ادرارو د اسيدي کېدو په معنا ده. چې په دې سره محیط اسيدي کېږي او د اوريک اسيد تېږو د پيدا کېدو سبب کېږي. 

څه وکړو؟ له هغو خوړو چې په ډېره اندازه پروټين لري ځان وساتئ. همدارنګه د خوږو څښاکو څښل هم کم کړئ. همدارنګه له الکولو څخه هم باید لرې اوسئ.

 

۶ ـ د هغو کاڼو په اړه مه بې غوره کېږئ، چې پر لاره دي!

د پښتورګو د تیږو دفع کېدل یو له دردناکو تجربو څخه دی. خو له بده مرغه، ځينې وګړي يې دویم ځل او یا هم څو ځلې تجربه کوي. دا ځکه چې دوی بیا هم بې غوري کوي. تاسو بايد ټولې هغه لارښوونې چې په دې لیکنه کې یې لولئ، عملي کړئ!

Related Articles

د دوو سویانو ښکار

لیکنه ـ ریاض مقامزی  حکايت دی، چې شاگرد خپل استاد ته وویل: زړه مې دې بل استاد ته هم ورشم او بل هنر هم زده کړم. ته څه مشوره راکوې؟  استاد ورته وويل: هغه ښکاري چې غواړي په يوه وخت دوه سويان ښکار کړي، کور ته خالي لاس راځي.   د حکایت درسونه هر کار ته لاس اچول تاسو له ټولو کارونو پاتې کوي. کوښښ وکړئ، په یوه کسب، مسلک او څانګه کې ښه مهارت ترلاسه کړ...

د رب ج توره-خالد بن ولید رض

نړیوال اتل، د ستر رب (ج) توره، الخالد بن ولید رضی الله تعالی عنه ⚔️ ((ميندي نه سي کولی؛ چې د خالد بن ولید رض په څېر زوی نړۍ ته راوړي))  دا د ستر صحابي او دَ خوږ نبي کریم (ص) د همېشني ملګري حضرت ابوبکر صدیق (رض) وېنا ده. معلومېږي چې، په ریښتیا هم دَ هغه ستر مېړني او توریالي په څېر نومیالی به دَ نړۍ پر مخ څرګند نه سي. خالد (رض) هغه تلپاتې څېره ده...

ګلابو - لومړۍ برخه

ګلابو - لومړۍ برخه ۲۰۱۹ میلادي کال - کابل  د پسرلني سمسټر د پیل لومړۍ ورځ ده، غالب د ښوونځي څخه د فراغت څلور کاله وروسته پوهنتون پیل کړی له لمانځه وروسته یې د ځان تیارولو باندې پیل وکړ ۶:۳۰ کیدونکې وې غالب یې د مور خونې ته ورغی ویې ویل:- ادې! زه ځم غالب منډه کړه مور یې ورپسې ورغله غږ یې کړ:- زویه! یو څه خو وخوره کنه بیا ولاړ شه غالب غږ کړ:- نه...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....