د دوو سویانو ښکار
1,000
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-03-02 05:33:04
لیکنه ـ ریاض مقامزی
حکايت دی، چې شاگرد خپل استاد ته وویل: زړه مې دې بل استاد ته هم ورشم او بل هنر هم زده کړم. ته څه مشوره راکوې؟ استاد ورته وويل: هغه ښکاري چې غواړي په يوه وخت دوه سويان ښکار کړي، کور ته خالي لاس راځي.
د حکایت درسونه
- هر کار ته لاس اچول تاسو له ټولو کارونو پاتې کوي. کوښښ وکړئ، په یوه کسب، مسلک او څانګه کې ښه مهارت ترلاسه کړئ ترڅو پرمختګ وکړئ.
- په یوه وخت کې د دوو یا ډېرو کارونو کول ستاسو فکري تمرکز له منځه وړي. پداسې حال کې چې د هر کار یا مسلک د زدکړې لپاره تمرکز حياتي ارزښت لري. نو په همدې اساس هم باید هرکاره نه شئ.
- د انسان د ذهن جوړښت داسې دی، چې په يو وخت کې یو کار سم سرته رسولای شي او ستونزې پکې نه وي.
- که هممهاله دوه یا ډېر کارونه کوئ، ډېر امکان شته، چې د ذهني فشار له ستونزې سره مخ شئ او صحي حالت مو خراب شي.
- آیا کولای شئ هممهاله هم ډوډۍ وخورئ، هم مېوه او هم اوبه وڅښئ!؟ نا! ځکه چې انسان دا وړتیا نه لري. همداسې په ورته وخت کې د څو کارونو د ترسره کولو وړتیا نشته. البته که څوک هڅه وکړي، شاید وتوانېږي؛ خو د کار/زدکړو کیفیت به ډېر خراب وي.
نوټ ـ ډېر کم تعداد داسې خلک شته، چې هممهاله څو کارونه کولای شي؛ خو ډېر کم!
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2 years ago