To start downloading books

Please sign in or create an account.

د لاچي روغتيايي ګټې

د لاچي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

که د کولچې، حلوا او یا نورو شیرینی بابو ډېر مينه وال یئ نو حتماً به پوهېږئ، چې لاچي د یادو توکو خوند څومره زیاتوي. همدارنګه لاچي چايو ته هم یو ځانګړی خوند ورکوي.

لاچي له زعفرانو او وانیل وروسته په ټوله نړۍ کې ډېر زیات خوښوونکي لري او د قیمت په لحاظ هم په درېيمه درجه کې ځای لري. 

دا به بده نه وي، که پوه شئ، چې لاچي یوازې خوړو ته ښه بوی نه ورکوي بلکې ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. چې د لیکنې تر پایه به د لاچي په ټولو ګټو پوه شئ.

لاچي څه دي؟ 

لاچي اصلا په هندوستان، نيپال او بوتان پورې اړه لري یعنې څېړونکي په دې باور دي، لومړني خلک چې لاچي یې تولید کړ د همدې هېوادونو وګړي دي. خو په اوس وخت کې په د آسيا په ډېرو ګرمسېرو سيمو لکه چين، ویتنام، مالیزیا او جاپان کې هم پيدا کېږي. په ټوله کې د لاچي کښت د هند له هغو سیمو پیل شوی، چې ګرمسير دي او مرطوبه هوا لري. علمي نوم یې (Elettaria cardamomum) دی. په لویه کې دوه ډولونه لري، چې شین او تور لاچي يې بولي.

د لاچي دانې د نریو پوښونو په واسطه احاطه شوي دي. البته باید ووایم، چې د لاچي دانې او پوټکی دواړه د خاص خوند او بوی درلودونکي چې ډېر زیات وګړي یې خوښوي.

د چین او هند په سنتي طب کې د لاچي کارول له ډېر پخوا لري. هنديانو او چينايانو پر دې باور درلود، چې لاچي د رګونو، سترګو، ګردو او ګڼو نورو برخو لپاره ګټه لري. نو ځکه یې ډېره استفاده ورڅخه کوله.

په لاچي کې موجود مواد

سل ګرامه لاچي ۳۰۰ کیلو کالوري انرژي لري او په کې موجود مغذي مواد عبارت دي له ۶۸ ګرامه کاربوهایدرایت، ۱۱ ګرامه پروتین او ۲۸ ګرامه رژيمي فیبر. باید ووایو چې لاچي هېڅ ډول کلسترول نه لري.

لاچي د بېلابېلو ويټامينونو یوه ښه منبع ده. لکه: نیاسین (ب۳)، پیریدوکسین (ب۶)، ریبوفلاوین (ب۲)، تیامین (ب۱)، ویټامین A، ویټامین C او نور عناصر لکه سدیم، پتاسیم، کلسیم، مس، آهن، منگنز، منیزیم، فسفر او روی هم په کې موجود دي.

د لاچي روغتيايي ګټې 

لاچي زموږ او ستاسو د روغتيا لپاره ډېرې ګتې لري. په عمومي توګه عبارت دي له:

ـ د هاضمی سیسټم ساتنه

ـ د کلسترول (وینې غوړ) کنټرول

ـ د سرطان پر وړاندې وقایه 

ـ د زړه د ستونزو تسکین 

ـ د وینې د جریان ښه ولی 

ـ د غاښونو د ناروغۍ لپاره درملنه

ـ د ادراري سیسټم عفونت

ـ د بډوډو د التهاب او سوزاک لپاره هم ګټور دي. همدارنګه د جنسي کمزورۍ او ژر انزال څخه د مخنيوي په برخه کې هم ډېر مفيد دي.

Related Articles

عمر رض په چغو ژړاه واقعه

*امیر المؤمنین حضرت عمر رض ولې په چيغو چيغو وژړل؟*     *امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.* *يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننو...

بریا په "جدیت"  کي ده

بریا په "جدیت"  کي ده بریا کار غواړي، حرکت غواړي، چا چي د عمل پر ځای یوازي پر خیالونو تکیه کړې ده، هغوی همداسي ناکام پاته دي.-زموږ محبوب نبي صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت ته دونده جدي وو، چي خواری او زخمونه ئې و ګالل، سفرونه ئې وکړل، ملګري ئې شهیدان سول، خو بیا ئې هم د اسلام دعوت پرې نه ښودی. و موږ ته ئې دا درس پرېښود، چي بریا په دې کي ده، چي یو...

مديريت Management

لومړۍ برخه د مديريت د زده کړي دا لړۍ به په څلورو برخو کي په مکمله توګه به درته وړاندي شي. په لومړۍ برخه کي د مديريت،ګټورتوب،مؤثريت،مدير،د مديرانو ډولونو او د هغوی ددندو اړوند به درته واضح معلومات وړاندي شي.  مديريت يا منېجمنټ په لغت کي اداره کولو ته وايي او په اصطلاح کي د انساني او مادې ځواک په واسطه په کم وخت او کم لګښت سره د يو ادارې يا سازمان...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...