To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ناول لنډه پېژندنه

د ناول لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په "Novella" کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي. 

خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ له رومان لنډ او له لنډې کیسې اوږد وي.

ددې ژانر ریښه آن اسطورو او افسانو ته رسي؛ مګر د رنساسن په وخت کې د لومړي ځل لپاره د لیکنۍ ادب برخه شوه. لومړنۍ بېلګه یې ايټالیه کې پيدا شوه، چې د بوکاچيو، "دیکامیرون" نومې اثر و. وروسته بیا په انګلستان، فرانسه، هسپانيه او نورو ځايونو کې یې بېلګې وموندل شوې. 

په موضوعي لحاظ ناول ګڼ شمېر موضوعات په خپل بر کې نيسې، پوليسي، کوميډي، اخلاقي، اروايي او ورته ګڼ نور نالونه شته دي. 

په جوړښتير لحاظ په کې طرحه، منظرکشي، مکالمې، کریکټرونه (اصلي او فرعي) او ورنه نور موارد ډېر اړین رول لري. تر هر څه لومړی باید د ناول لپاره یوه په زړه پورې طرحه او خاکه ولرو. 

څرنګه چې د لنډې کيسې په پرتله په کې کریکټرونه ډېر وي نو معلومه ده، چې ډېرو منظر کشيو او مکالمو ته اړتيا ده.

لکه د لنډې کیسې په ناول کې هم درې نقطې "پیل، اوج او پای" خورا مهم دي. لیکوال باید خاصه پاملرنه ورته وکړي.

له لنډې کیسې سره یې د توپير په باب استاد محمد رفیق رفیق وايي: " په یوه ناول کې د یو ولس او قوم تاریخ، دودونه، مذهب، اخلاقي معیارونه او نور ټولنیز ارزښتونه بیانېدای شي خو په لنډه کیسه کې بیا ددې ټولو ځای نه وي. ځکه چې لمنه یې تنګه او لنډه وي."

نو په کمي لحاظ له لنډې کیسې سره فرق لري. همدارنګه سر محقق سید محی الدین هاشمي وايي: "له لنډې کيسې سره یې توپير دا دی، چې هم پکې پيښې په تفصیل سره بیانېږي او هم یې د کریکټرونو شمېر زیات وي."

باید یادونه وکړم، چې په پښتو ژبه کې د ناولونو پيل له ژباړې وشو، خو په اوس وخت کې د پښتو ژبې لیکوالو ګڼ ناولونه لیکلي دي او په پرېمانه کچه یې موندلای شو.

Related Articles

"پښتو ګرامر "دویمه برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د "پښتو ګرامر" لړۍ، په لومړۍ لیکنه کې تاسو د ګرامر په اړه بعضې مهم مسایل زده کړل. په دې لیکنه کې به د ګرامر اړوند مهم اصطلاحات وپېژنئ. دا لیکنه به له تاسو سره مرسته وکړي، چې زموږ په راتلونکو لیکنو کې له ستونزو سره مخ نه شئ او وکولای شئ ګرامر په سمه توګه زده کړئ.   اصطلاحات د هرې موضوع اړوند ځينې مهم کلیدي کلمات او اصطلاحات و...

اخلاق و حقوق در خانواده || Ethics and laws in the family

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar چکیدهخانواده از نگاه تعداد اعضای آن با آن که کوچک‏ترین نهاد جامعه را تشکیل می‏دهد، ولی از نگاه اداره و مدیریت هیچ قابل ملاحظه با سایر نهادهای اجتماعی نیست. چون سایر نهادها، اجتماعات و گروه‏ها با تخلف از قواعد نظم و انضباط با هر نوع قوت و ز...

ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟   له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ ور سره یوه لنډه مرکه چې په انګلیسي ژبې کې انټرویو(interview) ورته وایي کوي، په دغې مرکې کې داسې پوښتن...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...