To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ahmad Sohib Hasrat 4 years ago 1,242
پلرونو تر منځ توپير

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم.

بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس څخه راووتم ونه ولاړه،ځنځیر پروت او بایسکیل پر ځای نه وه هک پک شوم چې دا څه راوشوه همداسې کورته راغلم.

شپه شوه له ډوډۍ خوړو وروسته غلی ناست وم ځکه چې ګلان مې کرلي او بایسکیل مې ورک کړی وه ټولو راته ویل چې هلکه څه خبره ده؟ څه شوي دي؟ چپ وم بالاخره دې ته اړه شوم چې کور کې کېسه وکړم، ټولو ته مې وویل چې نن مې بایسکیل را څخه چا غلا کړ.

ورورنو، خویندو یو بل ته سره کتل را کتل او زه به یې ځورولم چې اوس به دې پلار چاره وکړي پلار راته هیڅ غږ ونه کړ او دومره یې راته وویل سبا زه هم درسره ځم او په بازار کې به درته یو بل نوی بایسکیل واخلم.

سبا زه او پلار دواړه لاړو بازار ته پلار راته یو بل نوی بایسکیل واخیسته له بایسکیل اخېستو یو ورځ وروسته کورس ته ولاړم چې دا غله زه تعقیب کړی وم کله مې چې بایسکیل صنف مخ ته درولې وه بیا یې را څخه وړی وه او چې له صنف څخه راووتم بیا بایسکیل پر خپل ځای نشته دی.

اوس نور هیڅ چاره نه وه را پاتې په سترګو مې توره تیاره شوه چې هلکه یو خو دې ورک کړ پلار درته بل واخیسته اوس به څه کوي څو ځایه مې پوښتنه وکړه تر ماښامه هیڅ هم د بایسیکل څرک ونه لګېده ماښام ماښام کورته ولاړم دا ځل نو له وېرې بیخې کوټې ته هم نه ننوزم او ځان سره مې وویل چې نن شپه به ډوډۍ هم نه خورم.

بلاخره بیا مجبور شوم چې خپلې کورنۍ ته ټوله کیسه وکړم او دا مې  کور کې وویل چې نن بیا را څخه بایسکیل ورک شو.

دا وخت مې پلار په لوړ غږ وخندل راته یې وویل چې زویه ښه د وکړل تا دوه ورک کړ خو زه چې کله ځوان وم ما درې بایسکیلونه پرله پسې ورک کړ سبا به درته یو بل واخلم غم یې مکوه دا دې هم چې ورک کړ بیا به یې په اړه بحث وکړو چې وروسته له دې څه وکړه او څه ډول تدابیر ورته ونیسه.

اوس نو له خوښۍ په جامو کې نه ځایږم سبا دواړه لاړو بازار ته درېم بایسکیل یې راته واخېسته هماغه درېم بایسکیل شو چې ښوونځي مې پرې خلاص کړ او نور چا را څخه غلا نه کړ.

له پلار څخه مې مننه چې زما او زما د خویندو د زده کړې په بهېر کې یې تل قرباني ورکړې ده.

  

Related Articles

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟ ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو. ۱ -  ټکی، نقطه يا Full stop (.) : د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې...

چاپيريال ساتنه

ليکوونکى: خالد راﺯق زیاتره موږ انسانان ټول شیان د ځان لپاره غواړي ا و ددې څخه هم ډېره زیاننمنه ده چي موږ خپل ځان د طبیعت او چاپیریال څخه بېل وګڼو. دا مفکوره ددې باعث سوې ده چي انسان د طبیعت بې فکره او بې رحمانه ګټه واخلي. هم دې مفکورې انسان هڅولي تر څو یواځي خپلي اقتصادي ګټي په پام کي ونیسي په همدې بنسټ اړینه ده چي موږ انسانان د چاپیریال په باره کي...

خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د امریکا د پخواني ولسمشر (بارک اوباما) مېرمنه مېشل اوباما وايي: "ستاسو د لاسته راوړنو لپاره وروستی حد د موخو ترلاسه کول دي." د نوموړې هدف دا دی، چې د موخو لپاره هېڅ خنډ نشته، کله چې خپله موخه ترلاسه کړئ خنډ ته ورسېدئ یعنې نور مخکې نه شې تللای. حقیقت هم همدا دی. په لنډ ډول به یې ووایو تقریبا هېڅ څه نا ممکن نه دي. که تاسو هم د خ...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...